1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سږ کال ۲۴ افغان کورنۍ له پاکستانه بيرته هېواد ته ستنې شوي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۱, چهارشنبه

په افغانستان کې د غير ډاډمن وضعيت له کبله په پاکستان کې ميشت افغان مهاجر بيرته هېواد ته ستنېدو ته زړه نه ښه کوي. په روان ميلادي کې يوازې ۲۴ کورنۍ د ملګرو ملتونو په خپله خوښه ستنېدو پروګرام له لارې خپل هيواد تللي دي.

https://p.dw.com/p/4B7Tf
Pakistan Afghanistan Flüchtlinge kehren zurück
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

د ملګرو ملتونو د مهاجرو د ادارې په ملاتړ د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اپريل تر ۳۰مې نیټې پورې د ۲۴ کورنیو ټولټال ۱۰۰ کسان بيرته افغانستان ته ستانه شوي دي. يو ان ايچ سي آر په خپله خوښه ستنېدونکو کورنيو ته د نفر پر سر ۲۵۰ ډالر ورکړي.

تېر کال د همدې څلور مياشتو په ترڅ کې له پاکستان څخه د يو ان ايچ سي آر د داو طلبانه پروګرام له لارې ۳۰۸ کسان بيرته افغانستان ته ستانه شوي ول.

د نويو مهاجرو راتګ

د تېر کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د اشرف غني د حکومت تر ړنګيدو او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته له يوه اړخه که ځينو افغانانو امريکا، اروپا او د منځني ختیځ هېوادونه ته مخه کړه نو بل لوري ته ډېر افغانان پاکستان ته هم ورسېدل او هلته تر رسېدو وروسته د خپلو خپلوانو کره ميشت شول او نورو ډېرو یې بيا د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته د تللو په موخه په اسلام آباد کې په هوټلونو کي پاته شول.

زياتره افغان وګړي د تورخم، چمن او نورو لارو پاکستان ته رسيږي. د ډېرو افغانانو د راتلو له ويرې پاکستان تر څه مودې پورې پر سرحدونو کلکه څارنه کوله خو په دې ترڅ کې د درملنې له پاره راتلونکي او د بشپړو اسنادو درولودونکو افغانانو ته پاکستان ته د داخليدو اجازه ورکول کیدله. 

په خيبر پښتونخوا کې میشت افغانان

دمګړۍ په پاکستان کې تر دريو میليونو ډېر افغانان ميشت دي چې له دوی څخه یې ۱۴ لکه د يو ان ايچ سي آر سره ثبت دي. ۸ لکه افغانانو ته پاکستان د استوګنې کارتونه ورکړي دي په داسې حال کې چې ۱۰ لکه افغانان په غير قانوني توګه د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې ژوند کوي. 

په پاکستان کې زياتره افغانان په خيبر پښتونخوا، بلوچستان، اسلام آباد او کراچۍ کې ميشت دي.

په خيبر پښتونخوا کې ميشت زياتره افغان مهاجر شخصي کاروبارونه لري. د سوداګرۍ سازمانونو په څو ځلي غوښتنه کړې چې هغوی دې د مالیې په شبکه کې شامل کړل شي خو د تخنيکي مشکلاتو له کبله تر اوسه دغه کار نه دی شوی. په پيښور کې د افغانانو ډېر شمير یې د هوټل، قيمتي ډبرو، غاليو، ترانسپورت، وچې ميوې، جامو، د آرایش لوازمو، برقي سامان آلاتو او داسې نور کاروبارونه پر مخ وړي.

د پيښور د صرافۍ په بازار کې د قيمتي ډبرو له کاروبار سره تړاو لرونکي غني الرحمان دويچه ويله اردو ته وويل: «د اشرف غني د حکومت له سقوط سره سرمايه لرونکي له افغانستان څخه ووتل. نن داسې حال دی چې افغانان د وچې ډوډۍ له پاره د نانوايانو مخې ته په ساعتو ساعتو ولاړ وي.»

نوموړی زياتوي ورځ تر بلې د هغو شمير کمیږي چې غواړي بيرته ستانه شي. هغه زياتوي: «زموږ اولادونه اوس پاکستان خپل هېواد ګڼي او که رښتيا ووايم نو دلته موږ ته کوم تکليف هم نشته.»

Videobeitrag Q Refugee | Pakistan issues biometric IDs to Afghan refugees
په پاکستان کې افغان مهاجرانځور: ARD

د غني الرحمان په حواله د ځینو افغانانو له کبله چې د پاکستان په اړه سپکې سپورې وايي دلته ميشت په لکونه افغانان د ستونزو ښکار کيږي او دغه افغانان دا هیروي چې پاکستان هغه يوازنی هېواد دی چې ۵۰ لکه افغانانو ته یې په خپل کورکې پناه ورکړې ده او تر نن ورځې پورې چا د افغان مهاجرو بيرته د ستنولو غوښتنه نه ده کړې.

د ملګرو ملونو د مهاجرو د مرستې ادارې د خپلو معلوماتو په حواله دوی له ۲۰۰۲م کال څخه تر ۲۰۲۲م کال پورې له ایران او پاکستان څخه په میلیونو افغانانو سره بيرته خپل هېواد ته په ستنېدو کې مرسته کړې ده او هر يو کس ته یې ۲۵۰ ډالر ورکړي دي.

په اروپا، امريکا او منځني ختيځ کې ميشت افغانان هر کال په پاکستان کې ميشتو  خپلو خپلوانو سره د مرستې په موخه په سونه زره ډالر ليږدوي. زياتره افغانان دغه پېسې د بانکونو له لارې ليږدوي چې دا د پاکستان پر اقتصاد هم ډېرې ښې اغیزې لري.

فريدالله خان، پېښور