1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې اوس پاسپورت چا ته ورکول کيږي؟

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ خرداد ۴, چهارشنبه

په افغانستان کي د کابل په ګډون نورو ولايتونو خلک په مياشتو مياشتو د پاسپورتونو اخيستلو ته په تمه وي. ولي د پاسپورتونو په وېش کي ځنډ راځي او لومړيتوب کومو کسانو ته ورکول کيږي؟

https://p.dw.com/p/4Bqzm
Afghanistan Kabul | Government Passport Office
آرشیف انځورانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د افغانستان په ځينو ولایتونو کې خلک له تیرو څو میاشتو راهیسې د پاسپورټ اخیستلو په تمه دي خو داسي نه ښکاري چي په نژدې راتلونکي کي دي دغه ستونزه حل سي. ويل سوي دي چي د پاسپورت اداره اوس يوازي په کابل کي فعاله ده.

د کابل يوه اوسیدونکې حبیب الله چې له تیرو څو میاشتو راهیسې د پاسپورټ اخیستلو هڅه کوي، دویچه ویله ته وویل چې له تیرو دریو میاشتو راهیسې هیڅ نه دی توانیدلی چي د پاسپورت کار دي يې پرمخ ولاړ سي.

هغه وويل: «زه حیران یم اوس څه وکړم له تیرو دریو میاشتو راهیسې ما د خپلي کورنۍ او ځان له پاره پاسپورټ پیدا نه کړ اوس حیران یم، طالبان مې هم پخپل لیکو کې نه دروی او دنده یې هم راڅخه اخیستې، پاسپورټ هم نه راکوي.»

Afghanistan Kabul | Government Passport Office
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

هغه زياته کړه: «د تیر دولت پخوانې کارکوونکې په ډېري سختۍ سره پاسپورتونه ترلاسه کوي او هرڅوک پاسپورت نسې اخیستلای ځکه دوی هرچاته پاسپورټ نه ورکوي.»

خو د هلمند ولایت یوه اوسیدونکې غلام ولې دویچه ویله ته وویل چې دفترونه تراوسه تړل سوي او دوی ورته انتظار دي ترڅو د پاسپورت اخیستلو له پاره ورته وخت ورکړي. هغه زیاته کړه: «دلته به یو څه شناخت لرې کنې هسې هرچاته پاسپورت نه ورکول کیږي او نه یې هم ورکوي.»

خو د افغانستان د پاسپورت ریاست اداري مرستیال ویاند عبدالمنیر پوپلزي له دویچه ویله سره د مرکې پرمهال وویل چې دوی اوس د پاسپورت درې میلیونه کتابچې په ليتوانيا کې چاپ کړي او ډیر ژر به یې د ویش چاري پیل کړي. هغه زیاته کړه چې د یوناما ادارې ورسره ژمنه کړې چې د ليتوانيا څخه به د پاسپورتونو په انتقال کې ورسره مرسته وکړي.

د پاسپورت ادارې مرستیال ویاند وایې: «اوس یواځې ناروغانو او تجارانو ته پاسپورتونه ورکول کیږي، نورو ته نه. هغه زیاته کړه: «د هیواد په ټولو ولایتونو کې د پاسپورت ادارو خپل کارونه د پاسپورتونو د نه شتون له امله درولې او یوازي خلک انلاین نوملیکنه کولای سې ترڅو خپل پاسپورتونه له هغې لاري ترلاسه کړي.»

Afghanistan Kabul | Government Passport Office
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

پوپلزی وايي: «د پاسپورت ریاست اداره په کابل کې هره ورځ ۲۰۰۰ زره انلاین فورمې ترلاسه کوي چې د همدی کسانو د پاسپورتونو د ویشولو او بشپړ کولو له پاره کارکوي. »

نوموړي په پاکستان کې چاپیدونکو پاسپورتونو ته په اشارې سره وویل: «یوشمیر کسانو په پاکستان کي جعلې پاسپورتونه چاپ کړي دي چي وروسته بيا په افغانستان کي نيول سوي او د قانون منګولو ته سپارل سوي دي.»

له هغه وخت راهسي چي طالبان بيا واک ته رسېدلي دي په افغانستان کي ډېر خلک هڅه کوي چي پاسپورتونه واخلي. د راپورونو له مخي تر دې دمه ۵ میلیونه پاسپورتونه ویشل سوی دي او تر۵ میلیونه زیات خلک لا هم د پاسپورت اخيسلتو په تمه يا په پام کي لري چي پاسپورتونه واخلي.