1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پروازول: افغان سيمه ایز همکاران بايد هېر نه شي

۱۴۰۱ خرداد ۹, دوشنبه

د مهاجرو پلوي سازمان (پروازول) د اوکراين جګړې ته په کتو سره ویلي دي چې په افغانستان کې د پخواني حکومت او لویديځ د بېلا بېلو ټولنو همکاران او د هغوی کورنۍ بايد هېرې نه شي. ويل شوې ده چې د دغو انسانانو «ژوند په خطر» کې دی.

https://p.dw.com/p/4C1tx
Deutschland Ramstein Airbase | Flüchtende aus Afghanistan
انځور: Andreas Rentz/Getty Images

د پروازول ټولنې د حقوقي برخې کارپوهې ويبکه يودت د جون پر لومړۍ نیټه د آلمان په ورڅبورګ کې د کورنيو چارو د فدرالي او ايالتي وزيرانو د جوړيدونکې غونډې په درشل کې وويل چې هغه کسان چې واک ته د طالبانو تر رسېدو د مخه یې له پخواني حکومت سره او يا یې هم د لویديځ د بېلا بېلو ټولنو سره همکاري کړې اوس یې هم «ډېر شمير لا په هېواد کې پاته دي او ژوند یې په خطر کې دی.» 

نوموړي د سيمه ایزو همکارانو د روانو پروسو په برخه کې د ژر تر ژره اصلاحاتو د پلي کولو او همد راز د دغو کسانو د منلو د فدرالي او ايالتي پروګرام غوښتنه وکړه. يودت وويل چې د کډوالو د منلو هغه مقررات دې «ژر تر ژره او په پراخه کچه عملي کړل شي» چې د آلمان د سوسيال ډيموکرات، زرغون او لیبرال ګوند په ائتلافي تړون کې اعلان شوي ول.

دغه وکيلې وويل چې د مثال په توګه د «دولودونګ» يا موقتي ویزو لرونکي ډېر کډوال د دې غير ډاډمن حالت له کبله «تل د اخراجيدو له خطر» د ويرې تر سيوري لاندې ژوند کوي.

يودت ټينګار وکړ چې دا په داسې حال کې ده چې ډېر اغیزمن کسان «د وړاندوينې وړ مودې په ترڅ کې خپل اصلي هېواد ته نه شي ستنېدلی.»

هغه وويل: «په ائتلافي تړون کې ذکر شوی[په آلمان کې] د پاتېدو حق به ډېرو انسانانو ته نوی ليدل لوري ورکړي.»

پروازول: د آلمان حکومت بايد له خطر سره مخ افغان مېرمنو ته پناه ورکړي

وېبکه يودت د دې هرکلی وکړ چې له اوکراين څخه د را تښتيدلو خلکو له پاره «چټک مقررات» پلي کيږي چې هغوی ته «په چټکه توګه محافظت، ټولنیزو خدماتو او همداراز د کار په بازار کې بشپړ لاسرسی ممکن کوي.»

خو هغې زياته کړه چې ستومزمنه خبره پکې داده چې دا ډول «معنا دار تدابير پر ټولو هغو کسانو نه پلي کيږي چې د پناه په لټه کې دي». هغې ټینګار وکړ: «د لومړۍ او دويمې درجې کډوال بايد موجود نه وي.»

پروازول او نورې ډېرې ټولنې لکه د «بې سرحده ځوانانو ټولنه»  او د بايرن او ورڅبورګ د مهاجرو شوراګانې به د پنجشنبې په ورځ «د اوس یې ومنئ او د پاتېدو حق ورکړې!» تر شعار لاندې يو ستر لاريون وکړي.

ب. ص/ ن. ز (epd)