1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه د کډوال کېدونکو شمېر زيات سوی دی

۱۴۰۱ تیر ۷, سه‌شنبه

د کرونا پاندمي پر وخت له آلمان څخه و نورو هيوادونو ته د کډوال کېدونکو او په همدې توګه راتلونکو مهاجرو شمېر کم سوی ؤ. خو اوس دغه شمېرې بېرته لوړې سوي دي.

https://p.dw.com/p/4DMUh
Als erstes Bundesland startet NRW in die Sommerferien
انځور: Thomas Banneyer/dpa/picture alliance

تېر عيسوي کال له آلمان څخه دباندي وتونکو او کډوال کېدونکو په پرتله د نوو راتلونکو کډوالو او آلمان کي مېشت کېدونکو شمير ۳۳۰ زره زيات ؤ. په دې توګه نو و آلمان ته د نوو راتلونکو کډوالو شمير د کرونا پاندمي څخه مخکي شمېرو ته نژدې سوی دی. د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي د احصاييو لپاره د آلمان ځانګړي فدرالي ادارې د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جون ۲۸ نېټه) يادي شميرې په ويسباډن کي د رسنيو سره شريکي کړې.

د آلمان يادي فدرالي ادارې ويلي دي چي د کرونا پاندمي په لومړي کال يعني ۲۰۲۰ کي و آلمان ته تقريبا ۱،۳۲ ميليونه نوي کډوال راغلي او له آلمان څخه ۹۹۴ زرو څخه انسانان کډوال سوي ول. په دې توګه نو په ياد کال له تلونکو څخه تقريبا ۲۲۰ زره زيات راتلونکي کسان ول.

د کرونا پاندمي په لومړي يعني ۲۰۲۰ کال له آلمان څخه د کډوال کېدونکو يا تلونکو په پرتله د راتلونکو کډوالو شمير تقريبا ۲۲۰ زره زياته ؤ.  په ۲۰۲۱ کال په ټوليزه توګه له آلمان څخه ۹۶۶ زره انسانان د نړۍ نورو هيوادونو ته کډه سول او آلمان ته تقريبا ۱،۳۲ مليونه نوي کډوال راغلل. په دې توګه نو د ۲۰۲۰ کال په پرتله و آلمان ته په ۲۰۲۱ کال د راتلونکو کډوالو شمير  ۱۲ سلنه او له آلمان څخه د تلونکو شمير ۳ سلنه جګ ؤ.

د آلمان د احصاييو د فدرالي ادارې د معلوماتو پر اساس په ۲۰۲۱ کال و آلمان ته له نوو راغلو کډوالو څخه ۱،۱۴ ميليونه او له آلمان څخه د تلونکو يا له آلمان څخه بيرون کډوال کېدونکو څخه ۷۴۶ زره يې بهرنيان يا غير آلماني تابعيت لرونکي ول.

و آلمان ته له راغلو تر ټولو زيات کډوال له رومانيې، ترکيې او بلغاريې څخه ثبت سوي دي. په آسيايي هيوادونو کي تر ټولو زيات آلمان ته راغلي کډوال له سوريې او افغانستان څخه ول.

يادي فدرالي ادارې راپور ورکړی چي له ۲۰۰۴ کال راهيسي په دوامداره توګه د هغو کسانو په شمير کي استقرار پاته سوی چي له آلمان څخه کډوال کيږي. هغه کسان چي له آلمان څخه کډوال کيږي، د اکثريت کسانو هدف سويس، اتريش او د امريکا متحده ايالات وي. ويل سوي چي د پاندمي پر وخت له آلمان څخه تر ټولو زيات کډوال و پاراګوای او سوېډن ته تللي دي.

د آلمان د ايالتونو په دننه کي له يو ايالت څخه بل ايالت ته د کډاول کېدو شمېر ۱،۰۶ مليون کسان ښودل سوي دي. د مخکني کال په پرته په ۲۰۲۱ کال په دغو شمير کي د ۳ سلنې زياتوالی راغلی.

آ./ا.ا./ن.ز.