1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بېربوک په تبعيد کې له افغانانو سره د مرستې ژمنه وکړه

۱۴۰۱ تیر ۸, چهارشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزیرې په تبعيد کې له افغانانو سره د آلمان پر مرستو ټينګار وکړ، همدا راز له هغوی سره هم چې په افغانستان کې ژوند کوي. نوموړې په عين وخت کې يوې بلې مهمې مسئلې ته هم اشاره وکړه.

https://p.dw.com/p/4DPY5
Berlin | Konferenz mit der afghanischen Zivilgesellschaft - Annalena Baerbock
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د بهرنيو چارو وزیرې انالېنا بېربوک، د افغان مدني ټولنې او همدا راز له هغو افغانانو سره هم د مرستې ژمنه کړې ده چې له افغانستان څخه یې آلمان ته پناه را وړې ده. بېربوک د اړونده موضوعاتو يوه کنفرانس په ترڅ کې وويل: «د آلمان حکومت د افغانستان او افغانانو ترڅنګ ولاړ دی.»

بېربوک په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د آلمان حکومت او دلته راغلي افغانان يو ګډ هدف سره يوځای کوي، هغه دا چې: «داسې يوه افغانستان ته د رسېدو د هدف له نظریې څخه لاس نه اخيستل چې کړاونه پکې ډېر نه وي او ټول افغان نارينه او ښځې د جنسيت د نړۍ په اړه د خپل ليد او نژادي تبعيض پرته يو خپلواک او پرانيستي هيواد ولري.»

«د خوراکي توکو د نه شتون مرګونی بحران»

نوموړې وزيرې هغه بشري مرستې ته اشاره وکړه چې د آلمان حکومت د افغانستان له خلکو سره واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ورته هم دوام ورکړی چې په دې وروستیو کې له زلزله ځپلو سره مرسته هم پکې شامله ده او پر دې سربیره نور مرسته هم.

بېربوک په دې ترڅ کې د لوږې له ستونزې او د «خوراکي توکو له خونړي بحران» څخه خبره وکړه چې په ژمي کې په مخکې پروت دی. هغې وويل چې آلمان به خپل ملاتړ نور هم زيات کړي.

بېربوک همدا راز ټينګا وکړه چې له هغو کسانو څخه دوه پر درېمه برخه چې د آلمان له خوا ورته د منل کيدو تائيدي ورکړل شوې وه، په دې منځ کې آلمان ته راغلي دي. نوموړې همدا راز وويل چې په عين حال کې د منل  شويو افغانانو له پاره پروګرامونه او بورسونه پراخ کړل شوي دي.

Berlin | Konferenz mit der afghanischen Zivilgesellschaft - Annalena Baerbock
آلمان د ۲۰۲۱م کال له اګست مياشتې راهيسې کابو ۳۳ زره او ۲۶۳ کسانو ته د منل کيدو تائيدي ورکړې ده.انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

بېربوک زياته کړه: «خو په ورته وخت کې ډېري افغانانې او افغان چې د منل کيدو تائيدي او يا ورته اسناد هم لري او غواړي چې له خپلو کورنيو سره يوځای شي، اوس هم د انتقاليدو په انتظار دي.»

د اي پي دي خبري آژانس په حواله کابو ۱۲ زره هغه افغانان چې آلمان منلي دي، تر اوسه له افغانستان څخه په وتلو نه دي توانيدلي. دا خبره د آلمان حکومت د پارلمان کيڼ اړخه جناح په ځواب کړې ده.

آلمان د ۲۰۲۱م کال له اګست مياشتې راهيسې کابو ۳۳ زره او ۲۶۳ کسانو ته د منل کيدو تائيدي ورکړې ده چې له دوی څخه یې ۲۱ زره او ۳۹۹ آلمان ته انتقال شوي دي. په دې کسانو کې د آلمان د پوځ کابو ۳۶۰۰ پخواني سيمه ایز کارکوونکي او د هغوی کورنۍ هم شاملې دي چې ټول شمير یې ۱۶ زره او ۸۰۰ کسانو ته رسيږي.

ب. ص/ ن. ز (afp, epd)