اوچا: د ایران جګړې افغانستان کې پر بشري وضعیت اغیز پریښی
۱۴۰۵ اردیبهشت ۳, پنجشنبه
د مذاکرې له لارې د ایران د جگړې د ختمولو له پاره پر هلوځلو سربیره، د ایران د جگړې عواقب ورځ تر بلې رابرسیره کیږي.
د ملگرو ملتو د سازمان د بشري مرستو همږغي کوونکي دفتر (اوچا) د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۶ م کال د اپریل۲۲مه) اعلان وکړ چې له دې وضعیت څخه په تیره بیا افغانستان اغیزمن سوی دی.
د اوچا د دې رپوټ له مخې، د ایران په وړاندې د امریکا او اسرائیل د جگړې له پیل راهیسې، ۱۹۱ زره افغان مهاجر له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه سوي دي. د هغوی له ډلې یوازې د اپریل له دریمې څخه تر اوسه ۱۱۵ زره کسان بیرته افغانستان ته ستانه سوي دي چې له هغه څخه د پنځه اونۍ مخکې وخت په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.
د ملگرو ملتو د سازمان د ياد بنسټ په وینا، د غذايي توکو د اساسي اقلامو لگښت ۶،۸ سلنه زیات سوی، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ترانسپورت لگښتونه ۲۰ سلنه لوړ سوي دي.
اړونده موضوع: د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتې؛ د ملکي تلفاتو شمیر لوړ شوی
په سیمه کې عمومي وضعیت هم مخ په خرابوالي دی، په تیره بیا په زیانمنونکو او وارداتو پورې تړلو اقتصادونو کې. د سمندري تجارت خنډونو د خلکو د پیرودلو ځواک کم کړی، خوړو، سوند توکو او خدماتو ته لاسرسی یې له خنډ سره مخامخ کړی او د بشري مرستو رسولو لگښت یې زیات کړی دی.
۴۵،۵ میلیون کسان مرستو ته اړتیا لري
د ملگرو ملتو د سازمان د بشري مرستو د همږغي کوونکي دفتر د اعلامیې له مخې، په سیمه کې په مجموعي توگه ۴۵،۵ میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري. د بشري مرستو له پاره د اړتیا وړ مالي سرچینو لگښت شاوخوا ۳،۶ میلیارډه ډالر (۳،۱ میلیارډ یورو) اټکل سوی دی چې له دې جملې یوازې د افغانستان له پاره ۱،۷ میلیارډه یورو ته اړتیا ده.
د ملگرو ملتو د سازمان د بشري مرستو همږغي کوونکي دفتر خبرداری ورکړی دی چې د انرژۍ او سوداگرۍ د بحران دوام به، د مقابلې ظرفیت مخکې له مخکې کمزوری او غذايی ناډاډمنتیا لاپسې زیاته کړي.
که څه هم له ایران څخه د کډوالۍ مجموعي پروسه محدوده پاتې ده، خو د جگړې بشري عواقب په سیمه کې پر کورنیو باندې د مالي فشار د زیاتوالي او د مرستو د ترسره کولو د وړتیا د کمښت په بڼه په څرگنده توګه لیدل کیږي.