ترمپ: ایران د رهبرۍ تشه لري او مونږ د ښه پرمختګ په حال کې یو
خپور شوی ۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۱, جمعهوروستی بدلون ۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۲, شنبه
هغه څه چي بايد په پوه سئ
-
عراقچي: د امریکا له خوا یو شمیر شرطونو منل کیدو سره خبرو ته تیار یو
-
ترمپ: ایران د رهبرۍ تشه لري او مونږ د ښه پرمختګ په حال کې یو
-
ایران د پاکستان له لارې له امريکا سره د خبرو اترو نوی وړاندیز کړی
-
ولسمشر ترمپ، تر نننۍ جمعې پورې فرصت لري د ایران د جګړې د دوام له پاره له کانګرس څخه اجازه ترلاسه کړي
- خو سپينه ماڼۍ وايي چې اوربند دا ۶۰ ورځنی مهلت ځنډولی دی
- ترمپ به له هسپانيا او ايتاليا څخه امريکايي ځواکونه «احتمالاً» را وباسي
- آلمان کې د مالیاتو مؤقتي کمښت د بنزینو او ډیزلو بیې راکمې کړې
د ایران پوځي چارواکي: له امریکا سره د بیا ځلې جنګ احتمال شته
دایران د وړاندیزونو په هکله د ترمپ تر څرګندونو څو ساعتونه وروسته د ایران یو لوړپوړي پوځي چارواکي د شنبې په ورځ وویل چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د بیا پیلیدو «احتمال» شته دی. ترمپ د ایران وړاندیزونو ته سخت غبرګون ښوولی.
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې ایران د پنجشنبې په ماښام د مذاکراتو د پیل له پاره یو لړ شرایط د امریکا او ایران ترمنځ منځګړي پاکستان ته سپارل شوي، خو د هغې جزییات یې نه دي ورکړي.
د ایران جګړه چې د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې د امریکا او اسراییلو له خوا په ګډه پیل شوې وه، د اپرېل له اتمې راهیسې تر یوه اوربند وروسته درېدلې ده، او تر اوسه په پاکستان کې د سولې د خبرو یوه ناکامه دوره ترسره شوې ده.
ټرمپ خبریالانو ته د ایران د مذاکراتو په هکله وویل: «په دې شیبه کې زه له هغه څه څخه راضي نه یم چې دوی [ایران] یې وړاندیز کوي». ولسمشر ترمپ د خبرو د ټکني کېدو پړه د ایران د مشرتابه ترمنځ «لوی اختلاف» وباله. ترمپ زیاته کړه: «ایا موږ غواړو لاړ شو او هغوی په بشپړه توګه وځپو او د تل له پاره یې ختم کړو. که موږ غواړو هڅه وکړو چې یوه موافقه وکړو؟» هغه وویل چې دی به «د انساني لحاظه» لومړۍ لارې ته «ترجیح ورنه کړي».
د شنبې په سهار، د ایران د پوځ د مرکزي قوماندې یو لوړپوړي چارواکي محمد جعفر اسدي، د فارس خبري اژانس له قوله وویل چې «د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې بیا پیل احتمالي دی». اسدي زیاته کړه: «شواهدو ښودلې ده چې امریکا له هېڅ ژمنې یا هوکړې ته ژمنه نه ده.»
عراقچي: د امریکا له خوا یو شمیر شرطونو منل کیدو سره خبرو ته تیار یو
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې که امریکا یې یو شمیر شرایط پوره کړي، تهران چمتو دی چې د جګړې پای ته رسولو او دیپلوماتیک بهیر د دوام له پاره مذاکرات وکړي.
د ایران پورې تعلق لرونکې تلویزوني شبکې «پرس ټي وي» د عراقچي په حواله رپوټ ورکړی دی چې ایران به هغه وخت د دیپلوماتیکو خبرو اترو دوام ته تیار وي، چې «د امریکا له خوا افراطي غوښتنې، ګواښوونکې لهجه او تحریک کوونکي اقدامات» تغیر وکړي.
په ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ویلي چې یوې پایداره موافقې ته رسیدلو او جګړې پای ته رسولو له پاره د ایران له وروستیو وړاندیزونو څخه خوښ نه دی.
د سیمې له هیوادونو سره د عراقچي اړیکې
په داسې حال کې چې د ایران او امریکا ترمنځ شخړې دوام لري عراقچي هم خپلې دیپلوماتیکې هڅې ګړندۍ کړي دي.
نوموړي د سیمې د شپږو هیوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره په جلا جلا تلیفوني خبرو کې، هغوي د جګړې پای ته رسولو او امریکا او اسرائیل د بریدونو په اړه د ایران د دریځ په هکله په جریان کې اچولي دي.
د «ایرنا» دولتي خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې عراقچي د جمعې (د می میاشتې لومړی نیټه) په ورځ د ترکیې، مصر، قطر، سعودي عربستان، عراق او اذربایجان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیران په دې هکله د ایران له تازه دریځ څخه خبر کړي دي.
د دغه رپوټ پر بنسټ د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدرانګه د جمعې په ورځ د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو سیاست له مسئولې کایا کالاس، سره هم تلیفوني خبرې کړي دي.
د ایران او امریکا مذاکرات عملاً بن بست سره مخامخ شوي او شخړو اوسمهال د یوې «اقتصادي جګړې» ماهیت ته تغیر کړی دی.
امریکا د ایران بندرونه محاصره کړي دي او ایران ته د نفتو صادرولو اجازه نه ورکوي.
د انرژۍ چارو کارپوهان وایي چې د ایران د بندرونو د محاصرې پیلیدو راهیسې تر اوسه پورې د ایران د نفتو پلور درول شوی دی. دوی خبرداری ورکوي دا چې د ایران له ۵۵ سلنې ډیر صادرات د نفت او ورڅخه ترلاسه کیدونکو توکو پورې تعلق پيدا کوي، نو د ایران اقتصاد به له پاشل کیدو سره مخامخ شي.
ترمپ: ایران د رهبرۍ تشه لري او مونږ د ښه پرمختګ په حال کې یو
دونالد ترمپ د خپلو تازه څرګندونو په ترڅ کې ویلي چې امریکا د ایران پر وړاندې په پوځي عملیاتو کې د پرمختګ په حال کې ده. نوموړي زیاته کړې چې ایران د رهبرۍ له تشې سره مخ دی او دا یوازنی هیواد دی چې نه غواړي رهبر یې اوسي.
د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل جګړه د ۲۰۲۶م کال د فیبرورۍ په ۲۸ نیټه پیل شوه. د ایران رهبر او مذهبي مشر علي خامنه اي او د دغه هیواد په لسګونو لوړ پوړي چارواکي په دغو بریدونو کې ووژل شول.
ایران د امریکا او اسرائیل د ګډو بریدونو په غبرګون کې د اسرائیل خاوره او د فارس خلیج سیمې څو هیوادونه، د هغو له جملې څخه قطر، کویت، سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي امارات او حتی اذربایجان هم په نښه کړل.
ایران او متحده ایالات د دونالد ترمپ له خوا د ایران پر پلونو او د انرژۍ پر تاسیساتو د پراخو بریدونو په اړه د ورکړل شوي مهلت له پای ته رسیدو شا او خوا یو ساعت مخکې، د چهارشنبې (د اپریل میاشتې ۸ نیټه) ورځې په لومړیو ساعتونو کې پر یوه دوه اونیز اوربند موافقې ته ورسیدل.
د امریکا ولسمشر د مهلت پای ته رسیدو په وروستیو شیبو کې له ایران سره د دوه اونیز اوربند اعلان وکړ چې د یو شمیر پاکستاني چارواکو په غوښتنه یې په موقت ډول پر ایران د احتمالي بریدونو د بیا پيلیدو مخه ونیوله او دغه اوسنی اوربند یې تمدید کړی دی.
له هغه وخت راهیسې د پاکستان په منځګړیتوب د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ غیر مستقیمې خبرې اترې دوام لري.
د ایران دولتي رسنۍ: ایران له امريکا سره د مذاکراتو له پاره پاکستان ته خپل نوی وړاندیز سپارلی
په داسې حال کې چې د ايران او امريکا متحده ایالاتو ترمنځ خبرې اترې له څو ورځو راهېسې په ټپه ولاړې دي، د ایران يوې دولتي رسنۍ خبر ورکړی چې دغه هېواد له امريکا سره د خبرو اترو له پاره نوی وړاندیز منځګړي هېواد پاکستان ته سپارلی دی.
د ايرنا دولتي خبري آژانس د دغه خبرونو سرچينه خپل رپوټونه ياد کړي دي.
د ایران د «آې آر آې بي» په نامه دولتي تلویزيوني شبکې هم ويلي دي چې د هېواد د بهرنيو چارو وزيرعباس عراقچي، د سيمې د يو شمیر هېوادونو له خپلو سيالانو سره په تلیفوني خبرو اترو کې هغوی ته «د جګړې د ختمولو په اړه د نويو نوښتونو» په تړاو خبر ورکړی.
زياته شوې چې په دې هېوادونو کې ترکيه، مصر، قطر، سعودي عربستان، عراق او آذربايجان شامل دي.
د ایران د معلوماتو په حواله تر دې دمخه عراقچي، د اروپايي اتحادیې د بهرنيو چارو له مسئولې کايا کالاس، سره هم تليفوني تماس نيولی وو.
خو پاکستان تر اوسه د نوي وړاندیز د ترلاسه کولو په تړاو کوم تائيد نه دی وړاندې کړی. د دې نوښت جزیات هم نه دي شریک شوي.
په دې تیرو اوونيو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې اترې د ځنډ ښکار شوې وې. دمګړۍ اوربند نافذ دی چې ترمپ، په يو اړخیزه توګه د وخت يا مودې د محدوديت پرته غځولی دی.
د هرمز تنګي بندول؛ ایران به تر کله مقاومت وکړای شي؟
امريکا متحده ایالات هڅه کوي چې د سمندري بندرونو د کلابندۍ او دوامداره ګواښونو پر مټ ایران مجبور کړي چې د هرمز تنګی د تجارتي کښتيو د تګ راتګ له پاره پرانیزي. خو مهمه پوښتنه دا ده چې ایران به تر کومه وخت دغه لاره بنده وساتلی شي؟
د فيبرورۍ پر ۲۸مه نيټه پر ایران د امريکا متحده ایالاتو او اسرئيل له هوايي بريدونو سره پېل شوې د ایران په جګړه کې دمګړۍ اوربند نافذ دی. په همدې حال کې د ایران حکومت له تېرو څو اونيو راهېسې د انرژۍ د نړيوال انتقال له پاره ډېره مهمه لاره يعني د هرمز تنګی د تجارتي کښتيو د تګ راتګ له پاره تړلی دی.
امريکا متحده ایالات په دوامداره توګه هڅه کوي چې ایران مجبور کړي د کليدي اهميت دا سمندري تجارتي لاره ژر تر ژره بیرته پرانيستله شي.
په دې موخه امريکا د ایران د بندرونو کلابندي پېل کړې ده. په عين حال کې ولسمشر دونالد ترمپ، او نور امريکايي چارواکي وخت پر وخت ایران ته ګواښونه او ګوتڅنډنه هم کوي.
د ایران يوه مهمه غوښتنه دا ده چې لومړی دې امريکا د دغه هېواد د بندرونو کلابندي ختمه کړي. ولسمشر ترمپ، دې کار ته چمتو نه دی او وايي چې لومړی دې ایران د هرمز تنګی بیرته پرانیزي.
په داسې يوه وضعيت کې د مذاکراتو په کچه د کوم نوي سملاسي پرمختګ اميدونه ځکه کم دي چې د پاکستان په منځګړيتوب د امريکا او ایران ترمنځ ترسره شوې سفارتي هلې ځلې نه يوازې تر اوسه بې پایلې پاتې دي بلکې دمګړۍ په ټپه ولاړې دي.
اوس دا پوښتنه راپورته کيږي چې ایران تر کوم وخته پورې هرمز تنګي همداسې تړلی ساتلی شي او امريکا د کارګو کښتيو د تګ راتګ د دې مهمې لارې د پرانیستلو له پاره نورې کومې احتمالي لارې لري؟
که ایران ته وکتل شي نو دغه هېواد ظاهراً کوم نرمښت ته چمتو نه دی او پرون، د پنجشنبې په ورځ د ایران روحاني مشر مجتبی خامنه اي دا هم ويلي ول چې په هر حال کې به د ایران له اټومي پروګرام او توغنديو له پروګرام څخه د هېواد د ملکي شتمنيو په توګه ساتنه وشي.
بل لوري ته امريکا د ایران ماتولو د خپلو هڅو په ترڅ کې دوه کارونه کولی شي: يا خو به د ایراني بندرونو کلابندي جاري وساتله شي يا دا چې پر ایران د بریدونو يوه نوې لړۍ پېل کړي.
اړونده موضوع: قالیباف: په مذاکراتو کې د پرمختګ سربېره د هرمز تنګي پر سر توافق ته لا ډېره فاصله ده
دا خبره سمه ده چې ایران د امريکا له لوري د سمندري بندرونو د کلابندې له اغیزو سره لاس او ګریوان دی خو د دې له کبله رامنځته شوې تجارتي او اقتصادي ستونزې هم په پوره شدت سره ګالي او تر اوسه له خپل دريځ څخه پر شا شوی نه دی.
خو که چېرې امريکا او اسرائيل پر ایران بیرته بريدونه پيل کړي نو په دې شخړه کې تر اوسه د ترسر شويو ديپلوماتيکي هلو ځلو او اوربند له کبله ترلاسه شوې پایلې به هم له منځه ولاړې شي.
دا چې د هرمز تنګی به د تجارتي کښتو له پاره کله بیرته پرانیستل شي او د مذاکراتو له لارې به د ایران جګړه عملاً کله پای ته ورسيږي، دا پوښتنې چې څومره څرګندې دي، د دې ممکنه ځوابونه همدومره غير واضح دي.
ترمپ له هسپانيې او ایټالیې څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو ګواښ کړی
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ هسپانيې او ایټالیې ته خبرداری ورکړی چې خپل ځواکونه به له دغو هیوادونو راوباسي. ددغه گواښ دلیل د ایران په جگړه کې د امریکا متحده ایالاتو له چلند سره د هغوي مخالفت دی. ترمپ مخکې آلمان هم په ورته ډول د امریکايي ځواکونو په ممکنه کمښت گواښلی و.
ترمپ د سيمې په وخت د پنجشنبې په ورځ د سپیني ماڼۍ په بیضوي دفتر کې له دغو دواړو هیوادونو څخه د ځواکونو د ممکنه اخراج په هکله د یوه خبریال پوښتنې ته په جواب کې وویل: «ممکن دا کار وکړم، ولې یې ونه کړم؟»
نوموړي د ایران په جگړه کې ددغو داړو هیوادونو دریځ ته په اشارې سره زیاته کړه: «ایټالیا اصلاً زموږ سره مرسته ونکړه او هسپانيا وحشتناکه وه، ډیره وحشتناکه.»
۱۲۶۶۲ امریکايی سرتیري د ۲۰۲۵ م کال د ډسمبر تر ۳۱ مې په ایټالیا او ۳۸۱۴ سرتیري هم هسپانيا کې د فعالې دندې د ترسره کولو په حال کې وو. په آلمان کې دغه شمیر ۳۶۴۳۶ تنه وو.
ترمپ په دا وروستیو کې د امریکا د ناټو پر متحدینو له دې کبله سخت انتقاد کړی وو چې ګواکې د ایران پر ضد جگړې او د هرمز تنگي د پرانیستلو له هلو ځلو څخه یې ملاتړ نه دی کړی.
نوموړي د اپریل په اوایلو کې له ایټالیايي ورځپاڼې «کوریره دلا سرا» سره، د ایټالیا صدراعظمې، جورجا مېلوني د ایران په موضوع کې د کافي «زړه ورتیا» په نه درلودلو تورنه کړه. تیره اونۍ یوه رسنیز رپوټ د امریکا د حکومت د یوه نامعلوم چارواکي له خولې، له ناټو څخه د هسپانیې د حذفولو په هکله د واشنگټن ملاحضاتو ته هم اشاره وکړه.
د چهارشنبې په ورځ ترمپ څرگنده کړه چې واشنگټن په آلمان کې د امریکايي ځواکونو د شمیر د ممکنه کمښت د ارزونې په حال کې دی. د آلمان صدراعظم، فریدریش میرڅ د ایران پر جگړې د انتقاد له امله د امریکا د ولسمشر غوصه راپارولې ده.
آلمان کې د مالیاتو مؤقتي کمښت د بنزینو او ډیزلو بیې راکمې کړي
په آلمان کې پر بنزینو او ډیزلو باندې د مالیاتو مؤقتي کمښت، د تیلو په ټانکونو کې بیې تر یو حده راکښته کړې دي. د مالیاتو دغه کمښت د جمعې په ورځ د می د میاشتې پر اوله عملي سو.
آلماني قانون جوړونکو تیره میاشت، د ایران د جگړې له امله د مصرف کونکو د لوړو لګښتونو د بار د کمولو له پاره د اقداماتو د یوې برخې په توگه د پټرولو او ډیزلو په مالیاتو کې کمښت تصویب کړ. په پام کې ده چې د مالیاتو دغه کمښت د جولای تر پایه پورې د دوو میاشتو له پاره ادامه پیدا کړي.
د سوند توکو بیې د ایران له خوا د هرمز تنگي د بندیدو له امله ډیرې لوړې سوې دي. د اوبو دغه لار د تیلو د نړیوال تجارت له پاره ډیره مهمه ده.
د مالیاتو د مؤقتي کمښت په پلي کیدو سره په آلمان کې د تیلو په ټانکونو کې د بنزینو او ډیزلو رسمي بیې په هر لیټر کې له دوه يورو ټيټې سوي دي.
دا لا روښانه نه ده چې ایا د شاوخوا ۱۷ سینټو بشپړ مالیاتي تخفیف به مصروف کوونکو ته هم انتقال شي او که څنګه؟
کارپوهان تمه لري چې دا تخفیف به په تدریجي ډول د تیلو په ټانکونو کې پلي سي.
امريکايي چارواکی: اوربند تر دې مخه له ایران سره د نښتو له کبله «پای» ته رسېدلی
د هغه ۶۰ ورځني مهلت پای ته د رسېدو د مودې له رانزدې کیدو سره چې ترمپ، مجبور دی له کانګرس څخه د ایران د جګړې د دوام په موخه اجازه ترلاسه کړي، د نوموړي حکومت وايي چې د اپريل میاشتبې په پېل کړې رامنځته شوی اوربند په دې معنا دی چې له ایران سره جګړه لا دمخه پای ته رسېدلې ده.
د ۱۹۷۳ م کال کې د جنګي صلاحتونو د قطعنامې پر اساس د متحده ايالاتو ولسمشر مجبور دی چې د نظامي ګام د پورته کولو ۶۰ ورځې وروسته له کانګرس څخه د جواز درخواست وکړي.
د ایران جګړه د فيبرورۍ پر ۲۸مه نيټه د امريکا متحده ایالاتو او اسرائيل له بريدونو سره پېل شوه. خو ولسمشر دونالد ترمپ د جګړې ۴۸ ساعته وروسته کانګرس په رسمي توګه د دې نښتو په اړه خبر ورکړ. دا په دې معنا ده چې ۶۰ ورځنی مهلت نن، جمعه د می پر لومړۍ نيټه پای ته رسېږي. دا قطعنامه همدا راز اجازه ورکوي چې دا مهلت د ۳۰ ورځو له پاره تمديد شي.
يوه لوړپوړي چارواکي چې نه غوښتل نوم یې په ډاګه شي، وويل چې د اوربند له پېل راهېسې چې شا او خوا درې اونۍ تر مخه وشو، د امريکايي او ایراني ځواکونو ترمنځ هېڅ ډزې نه دي سره تبادله شوي.
اړونده موضوع: د ایران جګړه: ولي روسیه د ایران مرستي ته نه وردانګي؟
دې چارواکي زياته کړې: «د جنګي اختياراتو د قطعنامې د اهدافو له پاره هغه دښمنۍ چې شنبه د فیبرورۍ پر ۲۸مه نيټه پيل شوي، پای ته رسېدلي دي.» دا موضوع په دې معنا ده چې ترمپ به کانګرس ته د درخواست وړاندې کولو اړتيا ونه لري.
دا څرګندونې تر هغه وروسته مطرح شوي چې د امريکا د دفاع وزير پېټ هېګيست، د سنا په استماعیه غونډه کې وويل چې د حکومت «برداشت» دا دی چې اوربند ۶۰ ورځنی مهلت متوقف کړی دی.
اړونده موضوع: ایران په عربي هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي
ديموکراتانو دا تفسير رد کړی دی او وايي چې د دې له پاره هیڅ قانوني اساس موجود نه دی.
تر دې مخه شنونکو ويلي ول چې دوی داسې انګیري چې ترمپ، به يا مهلت ته پاملرنه وکړي يا به کانګرس ته اطلاع ورکړي چې د ۳۰ ورځو د تمديد غوښتونکی دی.