1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

د هرمز تنګي پر سر لانجې د اوربند پر خبرو سيوری غوړولی

بريښنا صابر | گل غوټۍ پوپل | د آلمان خبري آژانس، رويترز، ای پي، ای اف پي
خپور شوی ۱۴۰۵ اردیبهشت ۳, پنجشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ اردیبهشت ۳, پنجشنبه

د سولې د تازه خبرو اترو له پاره هیلې تر هغه وروسته تتې شوي چې ایران په هرمز تنګي کې دوه نړيوالې بيړۍ ونيولې. په دې منځ کې په سنا مجلس کې د ترمپ، د پوځي واک د راکمولو هڅه له ناکامۍ سره مخ شوې.

https://p.dw.com/p/5CgTG
په مرهز تنګي کې د لمر ډوبيدو شيبه، يوه کښتۍ هم ليدل کیږي.
د هرمز تنګي لانجې دمګړۍ يو بن بست رامنځته کړی.انځور: Asghar Besharati/AP Photo/picture alliance
د هغه څه چي بايد په پوه سئ له برخې تیريدل

هغه څه چي بايد په پوه سئ

  • ایراني چارواکي په هرمز تنګي کې د لومړي حق العبور د ترلاسه کولو څخه خبر ورکړ
  • د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف، ويلي دي چې بشپړ اوربند به هغه وخت عملي شي چې واشنګټن د ایران د بندرونو محاصره له منځه يوسي
  • ایراني چارواکو ويلي د کلابندې تر ختمیدو به هیڅ پلاوی پاکستان ته سفر ونه کړي
  • نامعلوم وضعيت د هرمز تنګي د بندیدو باعث ګرځیدلی
  •  ایران يو کس د «مجاهدين خلق سازمان» د غړيتوب او اسرائيل سره د اړیکو به تور اعدام کړی
  • يوه لبنانۍ خبرياله د اسرائيل په هوايي بريد کې وژل شوې

په دې مطلب که تاسې د ایران د کړکيچ په اړه د پنجشنبې، د اپريل د ۲۳مې نیټې تازه تحولاتو په اړه لوستلی شئ. 

د يوه لبنانۍ خبرياله د اسرائيل په هوايي بريد کې وژل شوې له برخې تیريدل
خپور شوی ۱۴۰۵ اردیبهشت ۳, پنجشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ اردیبهشت ۳, پنجشنبه

يوه لبنانۍ خبرياله د اسرائيل په هوايي بريد کې وژل شوې

وژل شوې خبرياله امال خلیل موبایل په لاس ولاړه ده.
د رپوټونو پر اساس لبنانۍ خبرياله امال خليل د اسرائيل په بريد کې وژل شوی. انځور: Mohammed Zaatari/AP Photo/picture alliance

مرسته کوونکو د لبنان په جنوب کې د لبنانۍ خبريالې امال خليل، جسد چې د اسرائيل په يوه هوايي بريد کې وژل شوې وه، له ويجاړيو را ايستلی دی.
د لبنان د روغتيا وزارت اعلان کړی چې د الطيري پر کليو دوه بریدونه شول چې په پایله کې یې د امال خليل په ګډون درې کسان ووژل شول او يو بل خبريال ټپي شوی دی.
له خبريالانو څخه د حفاظت کمیټې ويلي دي: «پر يوه ځای تکراري بريدونه، د هغې سيمه په نخښه کول چې خبريالانو پکې پناه اخیستې وه او د طبي او بشري مرستو د ډلو د لاس رسي مخنيوی، له نړيوالو بشري حقونو څخه په جدي سرغړونو کې شمیرل کيږي.»
د اسرائيل پوځ ويلي دي هغه کسان چې په الطيري کې یې حضور درلود، له اوربند څخه یې سرغړونه کړې او د دغه هېواد ځواکونو ته ګواښ ګڼل کيږي. د اسرائيل پوځ مرستندويه ډلو ته د لارو بندول رد کړي او ویلي یې دي چې خبريالان نه په نخښه کوي. 

https://p.dw.com/p/5CiTU
د ایراني چارواکي په هرمز تنګي کې د لومړي حق العبور د ترلاسه کولو څخه خبر ورکړ له برخې تیريدل
خپور شوی ۱۴۰۵ اردیبهشت ۳, پنجشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ اردیبهشت ۳, پنجشنبه

ایراني چارواکي په هرمز تنګي کې د لومړي حق العبور د ترلاسه کولو څخه خبر ورکړ

يوه لوړپوړي ایراني چارواکي د پنجشنبې په ورځ وویل چې تهران د هرمز تنګي د حق العبور څخه چې د ایران پر وړاندې د اسرائيل او امريکا د جګړې په ترڅ کې یې وضع کړی دی، لومړۍ ګټه په لاس راوړې ده. 
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ په حواله د ایران د پارلمان مرستيال مشر حميد رضا جاجي بابايي، وويل: «د هرمز تنګي د محصول لومړنۍ ګټه د مرکزي بانک حساب کې جمع شوې ده.»


نورو ایراني رسنيو هم د ډېرو جزياتو د ورکولو پرته، همدا څرګندونې نشر کړي دي.
د دې خبر د نشریدو د مخه د ایران پارلمان دا موضوع ارزوله چې آيا له هرمز تنګي څخه پر تېریدونکو کښتيو باندې حق العبور عملي کيږي او که نه. ایراني چارواکو خبرداری ورکړی وو چې له هرمز تنګي څخه د کښتیو تګ راتګ به «د جګړې مخکې وضعيت ته ور ونه ګرځي.»
د مارچ پر ۳۰م نیټه د ایران دولتي رسنیو رپوټ ورکړی وو چې د پارلمان د امنيت کمېسيون د حق العبور د عملي کولو طرحې تصويب کړي خو مشخصه نه ده چې آیا د دې وړاندیز په اړه په پارلمان کې وورستۍ رايه اچوونه ترسره شوې او که نه.   

https://p.dw.com/p/5CinH
د ایران يو کس د «مجاهدين خلق سازمان» د غړيتوب او اسرائيل سره د اړیکو به تور اعدام کړی له برخې تیريدل
۱۴۰۵ اردیبهشت ۳, پنجشنبه

ایران يو کس د «مجاهدين خلق سازمان» د غړيتوب او اسرائيل سره د اړیکو به تور اعدام کړی

د ایران د میزان په نوم  د قضایه قوې اړوند خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ وويل ایران په تبعيد کې د اپوزيسيون د «مجاهدين خلق سازمان» له ډلې سره د تړاو او د اسرائيل د استخباراتي ادارې سره د اړيکو په تور يو کس اعدام کړی دی. 
د دغه رسنۍ په حواله سلطاني شير زادي فخر، له اوږدې مودې راهېسې د «مجاهدين خلق سازمان» غړی وو او د اسرائيل له استخباراتي ادارې سره د همکارۍ له کبله مجرم پيژندل شوی وو. 

اړونده موضوع: فعالان: په ۲۰۲۵م کال کې په ایران کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان اعدام سوي
په رپوټ کې ويل شوي دي چې سترې محکمې د قانوني پروسو تر بشپړېدو وروسته د مرګ سزا تائيد کړه. 
د چهارشنبې په ورځ ایراني چارواکو د مهدي فريد، په نوم نارينه د مرګ سزا چې د اسرائيل د استخباراتي ادارې موساد سره په اړيکو تورن وو، په ځوړولو سره عملي کړه.  

https://p.dw.com/p/5Ch7b
د د ایران په وړاندې د ترمپ د پوځي واک له محدودولو سره د امریکا د سنا مخالفت له برخې تیريدل
خپور شوی ۱۴۰۵ اردیبهشت ۳, پنجشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ اردیبهشت ۳, پنجشنبه

د ایران په وړاندې د ترمپ د پوځي واک له محدودولو سره د امریکا د سنا مخالفت

USA Washington D.C. 2026 | Kapitol nach US‑israelischem Angriff auf Iran
انځور: Kevin Dietsch/AFP/Getty Images

د ترمپ د پوځي واک د محدودولو له پاره د امریکا د ډیموکراټ گوند د غړو  بیاځلي هڅه له ناکامۍ سره مخامخ سوه. د امریکا سنا د چهارشنبې په ورځ(۲۰۲۶ م کال د اپریل ۲۲ مه) د ۴۶ موافقو رایو په وړاندې په ۵۱ مخالفورایو سره یې، د ایران د اسلامي جمهوریت په وړاندې له پوځي ځواکونو څخه په استفادې کې د دونالډ ترمپ د اختیاراتو د محدودولو له پاره د ډیموکراټانو هلې ځلې رد کړې.

 دا د ایران په وړاندې د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل د وروستۍ جگړې له پیل راهسې د ديموکراتانو د استازو پنځمه هڅه شمیرل کيږي. هغه طرحه چې ونه توانیده لازم اکثریت په لاس راوړي، د تمي بالدوین تر لارښوونې لاندې وړاندې سوې او له اسلامي جمهوریت سره د کانگرس له اجازې پرته جګړې څخه یې د امریکايی ځواکونو د راايستلو غوښتنه کړې وه.

په دغې رایې اخیستنې کې، له ډیموکراټانو څخه، جان فترمن له جمهوري غوښتونکو سره یو ځای سو او له جمهوري غوښتونکو څخه بیا رند پال دغې طرحې ته مثبته رایه ورکړه. ډيموکرات ګوند اعلان کړی دی چې د جنگي اختیاراتو په هکله به د رایه اخیستنې له پاره خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړي. 
 

https://p.dw.com/p/5CgTw
د ترمپ: د اوربند، مذاکراتو او جگړې د پای په اړه عجله په کار نه ده له برخې تیريدل
خپور شوی ۱۴۰۵ اردیبهشت ۳, پنجشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ اردیبهشت ۳, پنجشنبه

ترمپ: د اوربند، مذاکراتو او جگړې د پای په اړه عجله په کار نه ده

USA Dover 2026 | Donald Trump besteigt Air Force One nach Gedenkzeremonie
انځور: Jim Watson/AFP

د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ترمپ په وینا د اپریل پر ۱۲ مه د تهران او واشنگټن ترمنځ د مذاکراتو له توقف وروسته، له ایران سره  د مذاکراتو په هکله د تازه نیټې په تړاو د اوربند یا توافق په اړه هیڅ ډول
 "زمانی فشار" وجود نه لري. هغه د چهارشنبې په ورځ د اپریل پر ۲۲ مه د فاکس نیوز له شبکې سره په خبرو اترو کې  څرگنده کړه چې د اوربند له پاره  "له درې څخه تر پنځه ورځني فرصت" په هکله خپاره سوي رپوټونه ناسم دي. ترمپ د جگړې د پای د وخت په هکله روانو بحثونو ته په اشارې سره وویل چې  "کوم ټاکلی زمانی چوکاټ" موجود نه دی او "کومې عجلې ته اړتیا نسته".

مخکې له دې د اکسیوس خبري آژانس د باخبره آژانسونو له خولې  رپوټ ورکړی وو چې ترمپ د ایران په حکومت کې ښکیلو خواوو ته لنډ وخت ورکړی دی تر څو د مذاکراتو په بهیر کې د یوه منسجم پیشنهاد د وړاندې کولو له پاره یوې هوکړې ته ورسیږي. اکسیوس د یوې امریکايي سرچینې له خولې لیکلي و، " ترمپ حاضر دی له دریو څخه تر نورو پنځو ورځو پورې اوربند وغځوي تر څو ایرانیان خپل وضعیت سمبال کړي او دا پروسه به تر نامعلومې مودې پورې ادامه پیدا نه کړي."

ترمپ د چهارشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په خبرو اترو کې همدارنگه د هغو بیړیو په اړه خپاره سوو خبرونو ته غبرگون وښود او وې ویل چې په هم هغه ورځ د هرمز په تنگي کې په نښه او یا هم د ایران له خوا ودرول سوې "هغه دامریکا متحده ایالاتوبیړۍ نه وې." هغه زیاته کړه چې وضعیت به تر څارنې لاندې ولري.

د امریکا ولسمشر له فاکس نیوز سره د مرکې په یوې برخې کې د ایران حکومت ته خطاب وکړ. د ټرمپ په نظر، "محاصره، هغوی له بمبارۍ څخه هم ډیر ویروي. هغوی له کلونو راهیسې بمبار سوي دي، هغوی له محاصرې څخه کرکه کوي." نوموړي د ایران د تیلو د څاګانو وضعیت ته په اشارې سره، وویل: کله چې دا څاګانې له کاره ولویږي، ځینې وختونه هغه د تل له پاره له منځه ځي.
 

https://p.dw.com/p/5CgTy
د د هرمز تنګي پر سر لانجې د اوربند پر خبرو سيوری غوړولی له برخې تیريدل
۱۴۰۵ اردیبهشت ۳, پنجشنبه

د هرمز تنګي پر سر لانجې د اوربند پر خبرو سيوری غوړولی

د چهارشنبې په ورځ د ایران له لوري په هرمز تنګي کې پر دريو کښتيو د فېرونو او د دوو تر نیولو وروسته د منځني ختیځ حساسه سوله له ګواښ سره مخامخ شوه او د سولې له پاره د تازه خبرو هیلې راکمې شوې. 
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د سه شنبې په وويل چې اوربند تمديدوي څو د پاکستان په منځګړيتوب خبرو اترو له پاره کافي وخت ورکړل شي. د چهارشنبې په ورځ سپينې ماڼۍ وويل چې ترمپ، د اوربند د مودې د ختميدو له پاره کوم نوی ضرب الاجل نه دی ټاکلی.

اړونده موضوع: قالیباف: په مذاکراتو کې د پرمختګ سربېره د هرمز تنګي پر سر توافق ته لا ډېره فاصله ده


خو ایراني چارواکو په ښکاره له دې ګام څخه ملاتړ څرګند نه کړ او ویې ویل چې د خبرو اترو د نوي پړاو په اړه کوم تصميم نه دی نيول شوی. 
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف، وويل چې بشپړ اوربند به هغه وخت عملي شي چې د واشنګټن د ایراني بندرونو محاصره ختمه کړي. 
ایران دې محاصرې ته د جګړه ایز ګام په سترګه ګوري. قاليباف، د ايکس پر شبکه وليکل: «له اوربند څخه د داسې ښکاره يا زشتې سرغړونې سره د هرمز تنګي بیرته پرانيستل امکان نه لري.»
د ایران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي، وويل چې ایران تر اوسه په دې اړه پريکړه نه ده کړې چې آيا په نويو خبرو اترو کې به ونډه واخلي او که نه. تهران پر واشنګټن تور لګولی چې خبرې اترې په ښه نيت نه کوي.


په هرمز تنګي کې هیڅ ترافيک نشته


دې بن بست او ناڅرګند وضعيت د هرمز تنګي مهم لاره په اغیزناکه توګه تړلې ده، چې د ټولې نړۍ اقتصاد اغیزمنوي.  
د تهران يوه ۵۹ کلن اوسيدونکی ماشاالله محمد صديق، د اسوشتيد پريس خبري آژانس ته وويل: «موږ بايد وپوهيږو چې چېرې قرار لرو. آیا اوربند دی، سوله ده او يا جګړه بیرته دوام پيدا کوي؟» هغه وويل: «اوس چې کوم ډول وضعيت دی سړی هیڅ نه پوهيږي څه وکړي.»

https://p.dw.com/p/5CgTM
د نورو پستونو ښودل
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.