1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

په آلمان کې د خپلو عسکرو د شمير راکمولو په اړه د ترمپ ګواښ

گل غوټۍ پوپل | د آلمان خبري آژانس، رويترز، ای پي، ای اف پي | بريښنا صابر
خپور شوی ۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۰, پنجشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۰, پنجشنبه

د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، په حواله د نوموړي اداره په آلمان کې د میشتو امريکايي ځواکونو پر «احتمالي کمښت» باندې غور کوي. آلمان د اروپا هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېر امريکايي عسکر پکې میشت دي.

https://p.dw.com/p/5D2rD
په آلمان کې میشت امريکايي عسکر
آلمان د اروپا هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېر امريکايي عسکر پکې میشت دي. انځور: Daniel Karmann/dpa/picture alliance
د هغه څه چي بايد په پوه سئ له برخې تیريدل

هغه څه چي بايد په پوه سئ

  • د نفتو بیې د لنډې مودې له پاره تر لوړېدو وروسته د بیرل پر سر ۱۱۰ ډالرو ته را کښته شوي
  • په آلمان کې د خپلو عسکرو د شمير راکمولو په اړه د ترمپ ګواښ
  • واشنګټن پوست: د جرالډ فورډ بیړۍ له منځني ختیځ څخه وزي
  • سنتکام وايي د ایران د سمندري کلابندۍ په پایله کې د دغه هېواد د تیلو عايدات راکم شوي
  • په دې مطلب کې تاسې د ایران د کړکيچ په اړه د پنجشنبې، د اپريل د ۳۰مې نیټې تازه تحولاتو په اړه لوستلی شئ. 
د په آلمان کې د خپلو عسکرو د شمير راکمولو په اړه د ترمپ ګواښ له برخې تیريدل
۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۰, پنجشنبه

په آلمان کې د خپلو عسکرو د شمير راکمولو په اړه د ترمپ ګواښ

د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، په حواله د نوموړي اداره په آلمان کې د میشتو امريکايي ځواکونو پر «احتمالي کمښت» باندې غور کوي. ترمپ، دا ګواښ تر هغې پېښې يوازې څو ورځې وروسته وکړ چې په ترڅ کې یې د آلمان صدراعظم فريدرش میرڅ، ويلي ول چې د امريکا مشرتابه د ایران له خوا «تحقیر» شوی دی. 
ترمپ، په دې تړاو ويلي ول چې په آلمان کې د مستقرو امريکايي ځواکونو شمیر ډېر زيات دی او دا ستر پوځي حضور دی خو امريکا به ډېره ژر دا پريکړه وکړي آیا په آلمان کې د خپلو عسکرو شمیر کم کړي او که څنګه. 
ترمپ، چهارشنبه د شپې د تروت سوشل پر خپل ټولنیز پليټفارم وليکل: «امريکا په آلمان کې د خپلو ځواکونو د شمیر پر احتمالي کمښت باندې غور کوي او په دې اړه به پريکړه لږه موده وروسته ترسره شي.»

د آلمان صدراعظم فريدرش میرڅ، د ایران د جګړې په اړه په خپلو څرګندونو کې ويلي ول چې ایرانيان «د مذاکراتو په برخه کې ماهر دي يا به داسې ووايو چې له مذاکراتو څخه په ډډه کولو کې ماهر دي، هغه داسې چې لومړی د امريکا استازي د خبرو اترو په موخه اسلام آباد ته ولاړ شي او بيا بې له کمې پایلې بیرته له هغه ځايه راستانه شي.»
میرڅ، په خپلو دې څرګندونو کې همدا راز ويلي ول چې امريکا د ایران له خوا د «تحقيرېدو» په حال کې ده. 

د آلمان په رمشټاين کې د امريکا پوځي هوايي اډه
آلمان د اروپا هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېر امريکايي عسکر پکې میشت دي. انځور: Oliver Dietze/dpa/picture alliance


په آلمان کې تر ټولو ډېر امريکايي عسکر


آلمان د اروپا هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېر امريکايي عسکر پکې میشت دي. 
د امريکا د دفاع وزارت د پرسونل په اړه معلوماتو د مرکز په حواله د تېر کال په ډسمبر میاشت کې په آلمان کې د فعالو امريکايي عسکرو ټولټال شمير تر ۳۶۰۰۰ ډېر وو. 
په دې شمیرو کې د آلمان په لوېديځ کې د رامشټاين په پوځي هوايي اډه کې پراته عسکر هم شامل دي. د رامشټاين اډه د امريکا دباندې د دغه هېواد تر ټولو ستره پوځي هوايي اډه بلل کيږي.
امريکا په اروپا کې په ټولیزه توګه ۷ پوځي اډې لري چې له دې څخه یې پنځه په آلمان کې دي. تر آلمان وروسته بریتانيا او ايټاليا هغه هېوادونه دي چې د تر ټولو ډېر امريکايي عسکر پکې میشت دي 

https://p.dw.com/p/5D5Xq
د د نفتو بیې د لنډې مودې له پاره تر لوړېدو وروسته د بیرل پر سر ۱۱۰ ډالرو ته را کښته شوي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۰, پنجشنبه

د نفتو بیې د لنډې مودې له پاره تر لوړېدو وروسته د بیرل پر سر ۱۱۰ ډالرو ته را کښته شوي

په اروپا کې د نيمې شپې په شا او خوا کې د تیلو بیې د لنډې مودې له پاره تر لوړېدو وروسته د پنجشنبې پر سهار بیرته راښکته شوې.
د اومو برنت نفتو بيه په تیره بيا د پنجشنبې سهار مهال د بیرل پر سر له ۱۱۰ ډالرو څخه لږه لوړه وه. تر دې دمخه دا بيه بيګا نيمه شپه په موقت ډول د بیرل پر سر له ۱۲۰ ډالرو څخه لوړه شوې وه. په دې منځ کې د «ويست تګزاس اينترمديت» د نفتو بیه له ۱۱۰ ډالرو څخه لږه ټيټه وه.
د ایران پر وړاندې د امريکا او اسرائيل د جګړې له پېل او هرمز تنګي له تړل کیدل راهېسې په نړۍ کې د نفتو بيې لوړې شوي چې په اکثره هېوادونو کې د قيمتونو د لوړيدو باعث شوي.  

 

https://p.dw.com/p/5D5C0
د سنتکام: د سمندري محاصرې په نتیجه کې د ایران د تیلو د عوایدو کمښت له برخې تیريدل
۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۰, پنجشنبه

سنتکام: د سمندري محاصرې په نتیجه کې د ایران د تیلو د عوایدو کمښت

په منځني ختیځ کې د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د پنجشنبې په ورځ د اپریل ۳۰ مه د ایکس پر شبکې د یوه پیغام په خپرولو سره اعلان وکړ چې امریکايی ځواکونو د ایران د اسلامي جمهوریت په وړاندې د اغیزمنې سمندري محاصرې په ترسره کولو سره د تجارتي بیړیو له تگ راتگ څخه مخنیوی کړی دی. د سنتکام قوماندان، برد کوپر په دغه پیغام کې ټینگار کړی چې ددغې محاصرې په نتیجه کې د ایران د تیلو په میلیارډونو ډالر عایدات بند سوي دي.
د کوپر په وینا امریکايی ځواکونو تر اوسه ۴۲ هغه تجارتي بیړۍ چې د محاصرې د ماتولو هڅه یې کوله، مجبورې کړي چې لاره بدله کړي، په دې توگه د ایران سوداګریز بندرونه یې په سمندر کې تړلي پاته کړي دي.

د کوپر په وینا، ۴۱ ټانکرونه چې شاوخوا ۶۹ میلیون بیرل تیل لیږدوي اوس مهال په داسې حالت کې دي چې ایران یې د پلورلو امکانات نه لري. د مرکزي قوماندانۍ قوماندان اټکل کوي چې د دې بار وړونکو توکو ارزښت له ۶ ملیارد ډالرو څخه ډیر دی، داسې مالي سرچینې چې د هغه په وینا اوس "د ایران د حکومت له لاسرسي څخه بهر دي."

دغه پوځي چارواکي ټینگار وکړ چې د امریکا له خوا وضع سوې سمندري محاصره  "ډیره اغیزمنه" وه او د امریکا متحده ایالاتو ځواکونه به د هغوی د بشپړ پلي کولو ته په ژمنې سره، خپل د څارنې او کنټرول عملیاتو ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/5D2t8
د واشنگټن پوست: د جرالډ فورډ بیړۍ له منځني ختیځ څخه وزي له برخې تیريدل
۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۰, پنجشنبه

واشنگټن پوست: د جرالډ فورډ بیړۍ له منځني ختیځ څخه وزي

تیره اونۍ لا دامریکا متحده ایالاتو پوځ اعلان وکړ چې ددغه هیواد درې الوتکې وړونکې بیړۍ  یو وار بیا په گډه په منځني ختیځ کې حضور لري؛ داسې یو امر چې د واشنگټن پوست په لیکنه به ډیر ژر بدلون ومومي. دغې ورځپاڼې د څو امریکايی چارواکو له خولې رپوټ ورکړ چې د یو اس اس جرالد فورډ بیړۍ به په راتلونکو ورځو کې امریکا ته د بیرته ستندیو لار غوره کړي. ویل کیږي چې ددغې الوتکې وړونکې بیړۍ څو میاشتني ماموریتونو د بیاکتنې او پراخو ترمیمونو ترسره کول ضروري کړي دي.  

د رسنیو په حواله د سیمې له اوبو څخه د امریکا د تر ټولې لویې الوتکې وړونکې بیړۍ، یو‌اس‌اس جرالد فورد وتل به له ایران سره په جگړه کې د امریکا متحده ایالاتو پوځي وړتیا کمزورې کړي، په داسې وخت کې چې د اوربند له دوام سره سره د ښکیلو خواوو ترمنځ د خبرو اترو امکانات په بشپړه توګه نامعلوم دي. 

اړونده موضوع:قالیباف: په مذاکراتو کې د پرمختګ سربېره د هرمز تنګي پر سر توافق ته لا ډېره فاصله ده

د امریکا پوځ لنډ وخت مخکې په منځني ختیځ کې د الوتکې وړونکې بېړۍ USS George H.W. Bush په ځای پر ځای کولو سره خپل پوځي حضور پیاوړی کړ. دا له ۲۰۰۳ کال راهیسې لومړی ځل دی چې درې امریکایي الوتکې وړونکې بېړۍ په يو وخت کې په سیمه کې فعالیت کوي. دغه درې الوتکې وړونکې بېړۍ په ګډه له ۲۰۰ څخه زیاتې جنګي الوتکې او ۱۵۰۰۰ سمندري سرتیري او ځواکونه لیږدوي.

په دې ترڅ کې د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د پنجشنې په ورځ د اپریل پر ۳۰ مه د ایکس پر شبکې د یوه پوست په خپرولو سره چې انځورونه هم ورسره وو، خبر ورکړ چې دغه بیړۍ په سور سمندگي کې د حرکت په حال کې ده او د الوتنې معمولي عملیاتو ته ادامه ورکوي.

https://p.dw.com/p/5D2rG
د نورو پستونو ښودل
Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber