You need to enable JavaScript to run this app.
محتوا ته تګ
اصلي مینو ته تګ
د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټول ویډیويي راپورونه
سیمې
افغانستان
آلمان
آسیا
اروپا
منځنی ختیځ
امریکا
موضوعګاني
مهاجرت
بشري حقونه
چاپیریال
برخي
سیاست
اقتصاد
ټولنه او فرهنګ
پوهه
مهمي موضوعګاني
په افغانستان کې د ښځو حقونه
پښتونخوا
ټول ویډیويي راپورونه
تلویزیون په ژوندۍ بڼه
اعلان
پاکستان
په دې برخه کې د پاکستان د ټولنې او سیاست اړوند راپورونه ترلاسه کولای شئ.
د د دې موضوع په اړه ټول مطالب له برخې تیريدل
د دې موضوع په اړه ټول مطالب
طالبان: د پاکستان په تازه حملو کې ۱۵ ملکیان وژل شوي
طالبان وايي د کندهار په سپین بولدک کې د افغانستان او پاکستان تر منځ تازه نښتې شوي چې پکې ۱۵ ملکیان وژل شوي دي.
د طالبانو او پاکستان نښته او د يوې سترې جګړې اندېښنه
د افغانستان د طالبانو ادارې ځواکونو او پاکستاني قواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې یوه خونړۍ جګړه وکړه.
پاکستان؛ وسله والو د پوليو ډلې ساتونکی پولیس وژلی
وسله والو په خيبر پښتونخوا کې يو پوليس وژلی دی چې د پوليو واکسيناتورانو يوې ډلې امنیتي مسوولیت یې درلود.
له ديوبند دارلعلوم څخه د امیرخان متقي ليدنې ته غبرګونونه
د دیوبند دارلعلوم د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د «قاسمي» افتخاري لقب او د حدیث د تدریس اجازه ورکړې ده.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدونو بند پاتې کیدو انديښنه
د طالبانو ادارې او پاکستان د امنيتي ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ ټول سرحدي بندرونه تړل شوي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکيچ په هکله د چين اندیښنه
چين د افغانستان او پاکستان له لوري پر يو بل باندې د بريدونو له کبله انديښمن دی.
لاهور: د لاریون پر مهال د پاکستاني پولیسو افسر وژل شوی
د پاکستاني پولیسو یو افسر نن هغه مهال په ډزو ووژل شو چې چارواکو هڅه کوله د فلسطینیانو په ملاتړ د یو لاریون مخه ونیسي.
د افغانستان او پاکستان شخړه؛ ترمپ د منځګړيتوب وړاندیز کړی
قطر او سعودي هم له دواړو خواو غوښتي چې له تاوتریخوالي څخه دې ډډه وکړي او د زغم او خبرو اترو لاره دې خپله کړي.
د طالبانو او پاکستان تر منځ نښتو کې د سوداګرۍ زیانمنېدل
د پاکستان له خوا د تورخم او چمن ـ سپين بولدک دروازو تړل کيدو دواړو غاړو ته پراته ولسونه يو ځل بيا له ستونزو سره مخ کړي.
شهباز شریف: د طالبانو بریدونه به له کلک غبرګون سره مخ شي
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وویل، چې د دوی خلاف هر ډول حرکتونه به له «قوي او اغیزمن ځواب» سره مخ شي.
مجاهد: ۵۸ پاکستاني ځواکونه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي
طالبان وايي چې د ډيورنډ په اوګدو کې د پاکستان پر پوستو د تېرې شپې حملو کې ۵۸ پاکستاني ځواکونه وژل او ۳۰ نور ټپیان شوي.
پاکستان؛ جلا بریدونو کې ۲۰ سرتیري او ۳ ملکي وګړي وژل شوي
خیبرپښتونخوا کې د بېلابېلو نښتو پر مهال ۲۰ امنیتي سرتېري، ۶ وسله وال او ۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.
طالبان: پاکستان د «افغانستان پر حريم تیری» کړی
د طالبانو دفاع وزارت په کابل او د افغانستان په ختيځ کې وروستۍ بمبارۍ پاکستان پورې تړلي او په کلکه يې غندلي دي.
استخباراتي سرچينو پر کابل د پاکستان هوايي بريد تائيد کړ
استخباراتي سرچينو ويلي دي چي پاکستان پر کابل باندي په بې پيلوټه الوتکو سره بريد کړی او موخه يې د پاکستاني طالبانو مشر وو
د پاکستان پوځ: په اورکزو کې مو ۳۰ وسله وال وژلي
د پاکستان پوځ ويلي دي چې هغه دیرش وسله وال یې وژلي دي چې د اکتوبر پر ۷مه یې د يوه کمين په ترڅ کې يو شمیر عسکر وژلي ول.
هند ته د امیر خان متقي سفر او د پاکستان غبرګون
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر لومړی ځل هند ته په رسمي سفر تللی او د هند له لوړپوړو چارواکو سره به ملاقاتونه وکړي.
هند ته د متقي سفر؛ نوی ډيلي د څه په لټه کې دی؟
په داسې حال کې چې د طالبانو له رژیم سره د پاکستان اړيکې مخ په خرابېدو ښکاري، نوی ډیلی کابل سره پر خپل سیاست بیا کتنه کوي
«په وسله واله نښته کې ۱۱ عسکر او ۱۹ وسله وال وژل شوي»
د پاکستان پوځ وايي د پاکستاني طالبانو پر يو پټنځای د عملیاتو په جریان کې ۱۱ سرتيري او ۱۹ وسله وال وژل شوي دي.
په افغانستان کې د بهرنۍ پوځي اډې له رامنځته کولو سره مخالفت
د مسکو فارمټ ګډون کوونکو په افغانستان کې د ځینو هیوادونو له خوا د پوځي اډو رامنځته کولو هڅې د نه منلو وړ وبللې.
رپوټ: په پاکستان کې وسله وال تاوتريخوالی ډير شوی
د يوه څيړنیز مرکز د رپوټ په حواله په پاکستان کې په تېرو دريو میاشتو کې تاوتريخوالی ډیر شوی دی.
پېښور د پښتو موسیقۍ تپانده زړه
پيښور هغه ښار دی چې اوس هم پکې تر بل هر ښار ډېر د پښتو موسيقۍ هنري کارونه او ثبت ترسره کيږي.
د پاکستان پوځ په بلوچستان کې د ۷ وسله والو د وژلو ادعا کړې
د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ وویل چې په بلوچستان ایالت کې ېې د وسله والو پر یو پټنځای چاپه کې ۷ وسله وال وژلي دي.
په کشمیر کې مظاهرې؛ څلور کسان وژل شوي
د پوليسو په وينا د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د چهارشنبې په ورځ د اخ و ډب په ترڅ کې تر سلو ډېر کسان ټپيان شوي هم دي.
د پاکستان پوځ: يو اوږد واټنه توغندی مو آزمویلی
د پاکستان پوځ ويلي دي چې د اوږد واټن کروز توغندی يې په برياليتوب سره آزمويلی دی.
کويټه: د موټربم په چاودنه کې اته کسان وژل شوي
د پاکستان د لوچستان ایالت په مرکز کويټه ښار کې نن سه شنبه د ملیشه ځواکونو یوه مرکز مخې ته د موټر بم درنه چاودنه شوې.
په پاکستان کې د افغانستان د سیاسي او مدني څېرو غونډه پیل سوې
په پاکستان کې د افغانستان د یو شمېر سیاسي څېرو اومدني ټولنو د غړو په گډون یوه دوه ورځنۍ غونډه جوړه سوې ده.
پاکستان کې د پوليو دوه نوې پېښې ثبت شوي
د پاکستان روغتيايي چارواکو ويلي دي چې د دغه هېواد په سيند ايالت کې د پوليو دوه نوې پېښې رپوټ شوي دي.
کرېکټ: د آسيا جام هند وګاټه خو ناندرۍ لا دوام لري
د هند لوبډلې د کرېکټ د آسيایي شورا د مشر په لاس چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير هم دی، د جام له اخيستو څخه انکار وکړ.
پاکستان؛ د پخوانۍ ملي اردو د سرتېرې پټ او ستونزمن ژوند
د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو یوه سرتېرې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پاکستان کې د پوليسو له ویرې په پټه ژوند کوي.
د آسیا کپ هېجاني پایلوبه؛ کپ به کوم هېواد ته ځي؟
هند او پاکستان نن په دوبۍ کې د کریکټ د اسیا جام ټورنمنت پایلوبې کې سره مخ کيږي.
شهباز شریف: نوي ډيلي سره خبرو اترو ته تیار یو
د پاکستان صدراعظم له هندوستان سره خبرو اترو ته چمتووالی ښوولی او ترڅنګ ېې د ترمپ د رول ستاینه کړې.
د پاکستاني ځواکونو د ۱۷ پاکستاني طالبانو د وژلو ادعا کړې
پاکستاني چارواکو د خیبر پښتونخوا ایالت په کرک علاقه کې د ۱۷ پاکستاني طالبانو د وژلو ادعا کړې ده.
یو شمیر هیوادونه افغانستان کې د بهرنیو حضور سره مخالف دي
افغانستان کې د بهرنیو پوځي اډو پر جوړېدو د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو مخالفت څرګند کړ.
له ترمپ سره د پاکستان د لومړي وزیر او پوځ د مشر ملاقات
د پاکستان لومړي وزیر او د دغه هیواد د پوځ مشر په سپینه ماڼۍ کې د بندو دروازو تر شا له دونالد ترمپ سره لیدلي دي.
هند او پاکستان د کرېکټ نړیوالې شورا ته کوم شکايتونه کړي؟
د هند کرېکټ بورډ د احتمالي «پاروونکو» اشارو له وجې د دوو پاکستاني لوبغاړو پر وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا ته عريضه کړې.
افغانستان ته د میلیونو کډوالو بېرته ستنېدا او امنيتي اندېښنې
له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د ميليونو افغان کډوال اخراج او بيرته ستنېدا د امنيتي سرچينو د انديښنې باعث شوې ده.
د پاکستان پوځ د ۱۳ پاکستاني طالبانو له وژلو خبر ورکړی دی
د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د افغانستان سرحد ته نیژدې د امنیتي ځواکونو په برید کې لږترلږه ۱۳ پاکستاني طالبان وژل سوي .
پاکستان کې د نیول کیدو ویره؛ افغان ناروغان روغتونو ته نه ځي
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون روغتونونو ته د افغان ناروغانو د نه ورتګ له کبله انديښنه ښودلې ده.
په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټينګښت د پاکستان ټینګار
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ويلي دي چې افغانستان په انزوا کې نه شي پاتې کیدلی.
تر پنځه کلن ځنډ وروسته بريتانیې ته د «پي آې اې» پروازونه
د پاکستان نړيوال هوايي شرکت «پي آی اې» ويلي دي چې په راتلونکې میاشت کې به بريتانیې ته بیرته مستقيم پروازونه پيل کړي.
پاکستان؛ د اخراج له ویرې د افغان هنرمندانو ستونزمن ژوند
یو شمیر هغه ځوان افغان هنرمندان، چې نورو هېوادونو ته د تګ په تمه پاکستان کې ژوند کوي وايي، له ناڅرګند حالت سره مخ دي.
د منلو د پروگرام په چوکاټ کې آلمان ته د افغانانو پرواز
د آلمان د حکومت د منلو د پروگرام له ځنډیدو سربیره هم ځینو افغانانو ته اجازه ورکول سوې چې آلمان ته راسي.
«په تیرا کې هوايي بريدونو ۲۳ کسان وژلي»
امنيتي سرچينو ويلي دي چې د خيبر پښتونخوا په تیرا سيمه کې هوايي بريدونو لږ تر لږه ۲۳ ملکيان وژلي دي.
کراچۍ: د سړک پر غاړه د دریو ترانس جندرانو جسدونه موندل سوي
نن یکشنبي د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر ۲۱ مه د پاکستان په کراچۍ لوی ښار کې د سړک پر غاړه د دریو ترانس جندرانو مړي موندل سوي دي.
له مزرو د کور توکي جوړول؛ هغه هنر چې په هېرېدو دی
په بلوچستان کې ځینې هنرمندان لا هم د مزرو له بوټي لاسي توکي جوړوي، چې پخوا یې د زرګونو کورونو اړتیاوې پوره کولې.
د پاکستان اتومي وسلې د سعودي عربستان په اختيار کې؟
پاکستان وايي د دفاعي تړون له مخې یې اتومي پروګرام د سعودي په اختيار کې ورکول کيدای شي.
د افغان ماشومانو په درملنه کې مرسته کوونکی رضاکار
د خیبر سيمی اسلام باچا هغه افغان ماشومان د پښتونخوا تر روغتونونو رسوي، چې مور او پلار یې د پاکستان وېزې ونه لري.
په بلوچستان کې دوو بريدونو مرګ ژوبله اړولې
بلوچستان کې د پرله پسې چاودنو په پايلې کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او يو شمیر نور ټپيان شوي دي.
پاکستان؛ له افغانستان څخه فعال ترهګر راته خطر پېښوي
پاکستان د امنيت شورا ته ويلي دي چې له افغانستان څخه فعاليت لرونکي ترهګر یې امنيت ته تر ټولو ستر خطر دی.
آيا له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د حکومت خبرې ممکنې دي؟
شهباز شریف په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړ چې يا له پاکستان سره ودرېږي او یا د نوموړي په خبره له هغو «ترهګرو» سره چې پاکستاني پوځیان او عام وګړي وژني. خو بل لوري ته زلمي خليلزاد بيا پر پاکستان غږ کړی وو چې له «ټي ټي پي» سره جګړه د حل لاره نه ده. خو آيا له پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې ممکنې دي او افغان طالبان پکې نقش لوبولی شي؟ د پخلاينې د دې اونۍ په خپرونه کې پر همدې بحث شوی.
مخکينۍ پاڼه
د 102 پاڼو څخه 7
بله پاڼه