1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: په سالنګ کې واورې ښوېدنې تلفات اړولي

۱۴۰۴ بهمن ۳, جمعه

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت په سالنګ کې د واورې ښوېدنې په پېښه کې د دوه تنو د مړينې او ۱۲ کسانو د ټپي کيدو خبر ورکړی دی. د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې په دې وروستيو کې درنه واوره اورېدلې ده.

https://p.dw.com/p/57IaW
په بدخشان ولايت کې پر وارو پوښل شوی يو کلی
د رپوټونو پر اساس د واورې له کبله د افغانستان يو شمیر سيمو ته غځيدلې لارې بندې دي.انځور: Omer Abrar/AFP/Getty Images

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وياند محمد اشرف حق شناس، په ايکس شبکه کې د يوه خبر په نشرولو سره ویلي دي  چې درنې واورې ، طوفان او د واورې ښوېدو له کبله د سالنګ په دوشاخ سيمه کې يو هوټل او څو دوکانداران تر واورو لاندې شول. 
نوموړي ويلي دي چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست عملياتي ټيمونو بند پاتې کسان وژغورل. د هغه په خبره په دې پېښه کې دوه تنه مړه شوي دي چې د دويم کس جسد نن د ژغورنې ټيمونو د هڅو په پایله کې تر واورو لاندې موندل شوی دی. هغه زياته کړې چې نور ۱۲ کسان ټپيان شوي دي. 
حق شناس، وويل چې نن جمعه هم په ځينو ساحو کې په ځانګړي توګه په جنوبي سالنګ کې طوفان او تیز بادونه جريان لري. 

په افغانستان کې درنه واوره او سخت بارانونه


د طالبانو د فوايد عامې وزارت له خلکو غوښتي دي چې د واروې اورېدو او خراب موسم پر وخت پر هغو لارو له راتګ راتګ ډډه وکړي چې د ترافيکو پر مخ تړلي وي. 
په دې وروستيو دوو ورځو کې د افغانستان يو شمیر ولایتونه د واورې او اورښتونو شاهد ول او د رپوټونو پر اساس د واورې له کبله د افغانستان يو شمیر سيمو ته غځيدلې لارې بندې دي. وروستيو اورښتونو تلفات هم درلودل. 
تېره ورځ د طالبانو د طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې اعلان کړی وو چې د بارانونو او واورې له کبله په پروان، باميان، ميدان وردک، کندهار، جوزجان او فارياب کې ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپيان شوي دي. 
په يوه جلا پېښه کې په نورستان ولايت کې د چهارشنبې په ورځ تر سختو اورښتونو وروسته ځمکې ښوېدو يو کور لاندې کړی وو چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ دريو غړيو ژوند له لاسه ورکړی او نور دوه ټپيان شوي دي. 

پروانه علی زاده د افغانستان له پاره د ډویچه ویلې د دري ژبې په برخه کی کار کوي.