1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو بیا راتګ د ښځو ژوند څنګه بدل کړی؟

۱۴۰۰ اسفند ۱, یکشنبه

په افغانستان کې د طالبانو په اوسني نظام کې لیدل کیږي چې ښځې له خپلو ډیرو حقونو څخه محرومې دي. دغې اسلامپالې ډلې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې له نیمایي څخه د افغانستان د حکومت چارې سمبالې کړي دي.

https://p.dw.com/p/47IwJ
Afghanistan | Bäckerei in Kabul spendet Brot
انځور: Ali Khara/REUTERS

تیر کال په ناڅاپي توګه له افغانستان څخه د امریکا او د لویدیځ پوځي ائتلاف «ناټو» ځواکونو تر وتلو وروسته، طالبانو په ډیره بیړه د ټول هیواد کنترول په خپل لاس کې ونیوه او وتوانیدل چې په کابل کې یو حکومت جوړ کړي. په دې حکومت کې د طالبانو چلند تر هغې مخکې دورې واکمنۍ ډیر نرم معلومیږي.

دوی تر اوسه پورې د خپلې تیرې واکمنۍ په څیر سخت شرعي احکامات نه دي نافذ کړي. د طالبانو په تیر نظام کې ښځې له خپلو ټولو اساسي حقونو څخه محرومې کړای شوې وې. خو دا وار یي چلند یو څه مختلف دی. دوی په یو شمیر ادارو کې په ولایتي کچه د ښځو د کار کولو له پاره ځیني اصول ټاکلي دي.

ښځو ته د کار کولو مشروطه اجازه

طالبان په خپل اوسني حکومت کې وایي چې ښځو ته د کار کولو اجازه ورکوي، البته نه له سړو سره څنګ په څنګ. په عملي توګه تر اوسه پورې ښځې په حکومتي ادارو کې له کار کولو څخه محرومې دي. اوسمهال ښځې عملاً یوازې د روغتیا او تعلیم په شان مسلکي څانګو کې د کار کولو اجازه لري.

په خصوصي سکتور کې کار کوونکي ښځې وایي چې دفتر ته د تګ او راتګ پر مهال د ویرې احساس لري. په دا ډول خصوصي سکتورونو کې د طالبانو استخباراتي اجنټان په ناببره توګه چاپه وهي او ګوري چې ښځې له سړو څخه جلا کار کوي او که نه. په ځینو مواردو کې ښځې د احتیاطي اقدام په توګه له دندو ایستلې شوي دي.

په هرات کې یو شمیر ښځې دندې لري

په ځینو ځایونو کې، د ښځو کوچنۍ ډلې لیدل کیږي چې ځانګړي دندې ترسره کوي. په هغو کې ځینې کوپراتیفې دندې هم شاملې دي، لکه د زعفرانو او یاسمین ګلانو پروسس او راټولول. دا کار د افغانستان په هرات ولایت کې عموماً د ښځو له خوا ترسره کیږي.

د افغانستان د ټولنیزو ارزښتونو له مخې د هرات ښار ته د کلونو راهیسې تر یوې اندازې د لیبرال ښار په توګه کتل کیږي. بل لور ته د طالبانو په واکمنۍ کې اوس هم په زرګونو میرمنې له دندو محرومې دي. په پخواني حکومت کې یو شمیر دغو ښځو په پولیسو او محاکمو کې دندې درلودې.

د نجونو تعلیم

طالبانو ویلي دي چې نجونې زده کړې کولی شي، خو له ۱۳ څخه تر ۱۸ کلنۍ پورې د لیسې دورې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې د اګست میاشتې راهیسې تړلي دي او تر اوسه پورې بیرته نه دي پرانیستل شوي. اوس طالب چارواکو ویلي دي چې د مارچ میاشتې تر پایه پورې به ټول ښوونځي پرانیزي.

د نجونو د ډیر شمیر ښوونکو له هیواده بهر تګ او نجونو ته د نارينه ښوونکو له خوا د تدریس ممانعت ته په کتلو سره داسې احساسیږي چې په مارچ میاشت کې هم د ټولو ښوونځیو پرانیستل به ممکن نه وي.

که څه هم په یو شمیر خصوصي تعلمي ادارو کې روزنیز بهیر پيل شوی دی، خو په هغو کې هم د ښوونکو شدید کمی لیدل کیږي. همدارنګه شاوخوا دوه اونۍ مخکې یو شمیر حکومتي پوهنتونونه او جامعې یا مدرسې هم پرانستل شوي دي چې په هغو کې د زده کوونکو او محصلینو شمیر په غیر عادي ډول کم دی.

د ښکلو هنرونو په برخه کې ستونزې

طالبانو د حکومت سمبالولو وروسته د افغانستان تلویزوني شبکو ته لارښوونه وکړه چې په کومو ډرامو، سیریالانو او د لوبو په پروګرامونو کې چې ښځینه هنرمندانې کار کوي، د هغو خپرونې دې په عاجل ډول بندې کړای شي. په خبرونو او نورو پروګرامونو کې ګډون کوونکي ښځینه ژورنالیستانې دې له حجاب سره د کمرې مخې ته را څرګندې شي.

یوه لوړپوړي طالب چارواکي په لوبو کې د ښځو ګډون غیر ضروري بللی دی. که طالبان په لوبو کې د ښځو ګډون محدود کړي، له دې سره به په نړیواله کچه د مالي مرستې ترلاسه کولو په برخه کې له مشکلاتو سره مخامخ شي.

بل لور ته د افغانستان نږدې ټول مشهور سندرغاړي، موسیقي غږونکي، هنرمندان او عکاسان د طالبانو د بیرته راتګ په وخت کې له افغانستان څخه وتلي دي. د ښکلو هنرونو پورې اړوند کوم لږ شمیر کسان چې په دغه هیواد کې پاتې دي، هغوي هم مجبوره دي چې ځانونه پټ کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن .ص