1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

د کریکټ شل اوریز نړېوال جام؛ د بنګله دېش پر ځای سکاتلنډ

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ بهمن ۵, یکشنبه

بنګله دېش د کریکټ ۲۰ اوریز نړېوال جام له سیالیو وښکل شو او پر ځای به ېې سکاټلند په دغه ټورنمنټ کې لوبیږي. سکاتلند د شنبې په ورځ د آی سي سي دغه وړاندیز ومانه. بنګله دېش ويلي د امنيتي ستونزو په دلیل هند ته لوبغاړي نه لیږي.

https://p.dw.com/p/57PYu
آرشیف ۲۰۲۱ - د بنګله دېش نورالحسن (کيڼ لور) او سکاتلند ټیم بېټسمن کریس ګریفیز
بنګله دېش د کریکټ ۲۰ اوریز نړېوال جام له سیالیو وښکل شو او پر ځای به ېې سکاټلند په دغه ټورنمنټ کې لوبیږيانځور: Kamran Jebreili/AP Photo/picture alliance

د کریکټ نړېوالې شورا (آی سي سي) دغه پریکړه د شنبې په ورځ د جنوري ۲۴مه اعلان کړ.

 تر دې مخکې د بنګله دېش کریکټ بورډ له آی سي سي غوښتنه کړې وه چې د کریکټ په راراوان شل اوریز نړېوال جام له پاره ېې هغه سیالۍ چې په هندوستان کې تنظیم شوي، د امنيتي اندېښنو په دلیل دې سریلانکا ته انتقال کړي. د کریکټ نړېوالې شورا دغه غوښتنه رد او ويلي دي چې په هندوستان کې د بنګله دېش خلاف هېڅ امنیتی ګواښ نشته.

 دغې شورا د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې «په هندوستان کې د بنګله دېش ملي ټيم له پاره کوم معتبر او د اثبات وړ امنيتي ګواښ» نشته.

 آی سي سي زیاته کړې «دغو موندنو ته په کتو او په دقیقه توګه د پراخو عواقبو تر ارزولو وروسته آی سي سي تشخیص کړه چې د لوبو خپور شوی جدول مناسب نه دی.»

  د آی سي سي د پرېکړې پر اساس بنګله دېش د لومړي ځل له پاره د نارینه کریکټ د شل اوریز نړېوال جام په تورنمنټ کې له ګډونه بې برخې کیږي. د ۲۰۲۶ کریکټ شل اوریز جام دوه اوونۍ وروسته پیليږي چې کوربه هېوادونه ېې هندوستان او سریلانکا دي.  

کرېکټ؛ د بنګله دېش لوبغاړي ولې هند ته نه ځي؟

سکاټلنډ منلې چې بنګله دېش پر ځای لوبيږي

 د بنګله دېش ځای سکاټلند ته ورکړل شوی دی. د سکاتلنډ کریکټ بورډ د شنبې په ورځ وویل چې د آی سي سي غوښتنه ېې منلې چې په نړېوال جام کې به د بنګله دېش پر ځای لوبيږي.

سکاټلند له مخکې په ۱۴م ځای کې د بنګله دېش ځای ناستۍ ته په نظر کې نیول شوی و. سکاتلنډ په تر ټولو لوړ ځای کې وو چې شل اوریز نړېوال جام ته کوالیفای شوي نه و. 

 سکاټلند به په سي ګروپ کې د اینګلنډ، ویست انډيز، نيپال او ايټالیا پر وړاندې لوبې کوي. 

د هند او بنګله دېش ترمنځ خفګان وروسته له هغې رامنځ ته شو چې د هندوستان د کریکټ ادارې د بنګله دېش تېز توپ اچوونکی مصتفیض الرحمن د هندوستان له غوره لیک يا آی پي ال څخه وښکه. بنګله دېش درې اوونې هڅې وکړي تر څو آی سي سي قانع کې چې د نړېوال جام په ټورنمنټ لوبې ېې له هندوستان نیپال ته واړوي.

د بنګله دېش کریکټ بورډ ويلي دي چې هندوستان ته د ټیم د نه استولو پريکړه حکومت کړې ده.

آرشیف ۲۰۱۶ - د بنګله دېش تېز توپ اچونکی مصتفیض الرحمن
د هند او بنګله دېش ترمنځ خفګان وروسته له هغې رامنځ ته شو چې هند د بنګله دېش مصتفیض الرحمن له خپل غوره لیک یا آی پي ال څخه وښکهانځور: DIBYANGSHU SARKAR/AFP/Getty Images

له بنګله دېش د پاکستان ملاتړ

پاکستان پر آی سي سي نیوکه کړې چې د بنګله دېش لوبې ېې سریلانکا ته ندي بدلې کړې.  

پاکستان هند سره د سیاسي اختلافاتو په دلیل خپلې لوبې په سریلانکا کې کوي. تر دې مخکې رپوټونو کې راغلي و که چېرته د دغه تورنمنټ پایلوبې ته پاکستان او هندوستان وځي په هغه صورت کې به پایلوبه په سریلانکا کې کيږي.

افغانستان به هم په دغه تورنمنټ کې ولوبیږي. د افغانستان کریکټ بورډ د ۲۰۲۶ شل اوريز نړېوال جام تورنمنټ له پاره خپله لوبډله د راشد خان په مشرۍ اعلان کړې. د بورډ په اعلامیه کې راغلي چې افغان لوبغاړي د دغه تورنمنټ په «څلورم ګروپ کې له سویلي افریقا، نیوزیلنډ، متحده عربي امارات او کاناډا» سره دي.

له خړو خاورو تر هسکو هیلو؛ د افغان کریکټ بې ساری مزل