پاکستان: له ۶۰۰ ډېر آلمان ته د تلو په تمه افغانان نیول شوي
۱۴۰۴ شهریور ۲۱, جمعه
د فونکه په نوم د آلمان د رسنيو ډلې د د دغه هيواد د کورنیو او د بهرنیو چارو د وزارتونو د معلوماتو له قوله راپور ورکړی چې تر يوې مياشتې څخه په کم وخت کې په پاکستان کې ۶۶۱ هغه افغانان نيول شوي چې آلمان ته د تلو په تمه ول. د راپور له مخې له دغو کسانو څخه ۲۴۸ تنه بېرته افغانستان ته اخراج شوي دي.
د راپور له مخې په پاکستان کې د اګست له نيمايي څخه له نيول شوو افغانانو څخه ۵۱ محلي همکاران، ۱۲۴ افغانان او افغانانې چې د فدرالي منل کېدو د پروګرام برخه دي او ۷۳ نور کسان شامل دي چې په نورو بشري پروګرامونو کې آلمان ته د انتقال لپاره انتخاب شوي وو.
د فدرالي حکومت په خبره له پاکستاني حکومت سره په «جدي اړيکه» کې دی چې دغه پرېکړې بېرته بدلې کړل شي. ویل شوي چې په ځینو مواردو کې دا هدف تر لاسه شوی دی. د وزارتونو ځوابونه د پارلمان د کیڼ ګوند د پوښتنې په ترڅ کې ورکړل شوي، لکه څنګه چې فونکه ورځپاڼو راپور ورکړی.
د فونکه ورځپاڼو په وينا د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې اوس مهال د ټولو هغو کسانو لپاره «انفرادي ارزونې» روانې دي «چې د افغان اتباعو د منل کېدو پروګرامونو کې شامل دي، ترڅو وکتل شي چې د منلو معیارونه لا هم پوره کېږي او که نه.» که چېرې ټول شرایط پوره نه شي، لکه د امنیتي ارزونو منفي پایلې، «نو وبه نه منل شي.»
په تېره اونۍ کې له ۲۰۰ ډېر افغانان او افغانانې چې د آلمان د منلو ژمنه یې ترلاسه کړې وه خو له پاکستانه خپل هېواد ته اخراج شوي ول، فدرالي حکومت ته یو لیک ولیږلی. هغوی غوښتنه وکړه چې «سمدستي مداخله» وکړي چې «زموږ ژوند وژغوري او زموږ امنیت خوندي کړي». هغوی ولیکل چې له طالبانو څخه وېره لري، او د «غچ، بې دلیله نیونې، تښتونې، شکنجې یا مرګ» ګواښ ورسره دی. صدراعظم فریدریش مېرڅ په احتیاط سره پر دغه لیک غبرګون وښود او د انفرادي ارزونو یادونه یې وکړه.
طالبانو د ۲۰۲۱ م کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک تر لاسه کړ. له هغه وخت راهیسې هلته د بشري حقونو جدي سرغړونې کېږي چې په ځانګړي ډول ښځې یې تر ټولو ډېرې له حقونو بې برخې کړي دي. د هغه باوجوده د آلمان د ائتلافي حکومت د ګوندونو، مسيحي اتحاد او سوسیال ډیموکرات ګوند په خپل ائتلافي تړون کې د بهرنيانو د منلو د پروګرامونو «د امکان تر حده» د ختمولو پرېکړه کړې وه.
د دغو پروګرامونو له مخې هغه کسانو ته د منلو ژمنې ورکړل شوې وې چې د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې یې د آلمان له پوځ یا نورو ادارو لپاره کار کړی و، یا د نورو دلایلو له مخې د ځانګړې خطر سره مخ ګڼل شوي وو، لکه د ښځو د حقونو فعالانې یا د بشري حقونو لپاره فعاليت کوونکي.