1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيافریقا

نایجریا: په مسجد کې چاودنه شوې ۵ کسان مړه او ۳۵ ټپیان شوي

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ دی ۴, پنجشنبه

په نایجریا کې یوه مسجد کې چاودنه شوې چې پکې ۵ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. پولیس وايي دغه چاودنه چې ظاهراً د ځانمرګی برید ښکاري د چهار شنبې په ماسختن داسې وخت وشوه چې خلکو په مسجد کې لمونځ کاوه.

https://p.dw.com/p/55x4x
د دسمبر په ۲۴مه د نایجریا په یوه مسجد کې په چاودنه کې ټپی شوي کسان د بورنو ښار یوه روغتون ته راوړل شوي
په نایجریا کې یوه مسجد کې چاودنه شوې چې پکې ۵ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان ديانځور: Ahmed Kingimi/REUTERS

دغه چاودنه د نایجریا په شمالشرقي ښار مایدوګوري کې شوې ده. پولیس وايي له شواهدو داسې ښکاري چې دا یو ځانمرګی بمي برید و. په بورنو ښار کې د پولیسو یو ویاند ناهوم داسو وویل: «د ځان وژونکي برید واسکټ د موندل شوو ټوټو او ثبت شوو معلوماتو پر اساس، ابتدايي تحقیقات تر ډېره داسې ښيي چې دا يو ځانوژونکي برید وي، خو تحقیقات ادامه لري تر څو د پېښې اصلي لاملونه او حالات څرګند شي.»

ویاند زیاته کړه چې پولیسو د نورو وسایلو د موندلو په موخه لټون پیل کړی دی.

دا د نایجریا په شمال کې د بریدونو په لړ کې تر ټولو وروستۍ خونړۍ پېښه ده. په دغه سیمه کې وسله والې ډلې، له هغې جملې بوکو حرام او د هغې انشعابي ډله «غربي افریقا ولایت اسلامي دولت» فعالیت لري. د ملګرو ملتونو په وینا له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا د سیمې په تاوتریخوالو کې په زرونو کسان وژل شوي او په میلیونونو نور له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.

تر اوسه د بېګانۍ حملې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو په سیمه کې د ځانمرګو بریدونو نسبت تر ډېره بوکو حرام ته ورکول کیږي. دغې اسلام پالې وسله والې ډلې تر دې مخکې د نایجریا په شمال کې د دا ډول ګڼو بریدونو مسئولیت منلی دی.

شنونکي وايي بوکو حرام په وروستیو کلونو کې له ځانمرګو بریدونو استفاده کمه کړې، خو وړتیا یې لا هم لري. په ۲۰۲۴ کال کې په بورنو ښار کې د واده پر مراسمو ځانمرګی برید وشو چې له هغه وخت راهیسې په دغه ډله کې دا ډول بریدونه بیا ډېر شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل