1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د پاکستان په تازه بريدونو کې څلور ملکيان وژل شوي

شکیلا ابراهیم خیل | شبنم الکوزۍ
۱۴۰۴ اسفند ۲۵, دوشنبه

د طالبانو ادارې خبر ورکړی چې پاکستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان ختیځو ولایتونو پر څو سیمو د توپونو او هاوان ډزې کړې دي، چې له امله یې څلور ملکیان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/5ATrs
په کندهار کې د تربريد وروسته تور دود او لمبې پورته کيږي. ترڅنګ یې يو طالب جنګيالی هم ليدل کيږي.
د پاکستان او طالبانو ادارې تر منځ شدیدې نښتې درېيمې اونۍ ته داخلې شوي او دواړه خواوې یو بل په ملکیانو د بریدونو او ملکی ځایونو ته په زیان رسولو تورنوي.انځور: AFP

د پاکستان او طالبانو ادارې تر منځ شدیدې نښتې درېيمې اونۍ ته داخلې شوي او دواړه خواوې یو بل په ملکیانو د بریدونو او ملکی ځایونو ته په زیان رسولو تورنوي.

د طالبانو ادارې د دوشنبې په ورځ، د مارچ پر مه۱۶، ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د نورستان، خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو ځینې برخې د هاوانونو او توپونو په ډزو کې هدف ګرځیدلې دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال ویلي چې په دغو بریدونو کې څلور ملکیان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو راپور ورکړی چې په خوست ولایت د سپيرې ولسوالۍ په افغان دوبې سیمه کې د خلکو کورونه د هاوان او توپ په واسطه هدف ګرځیدلي او زیانمن شوي دي، چې په پایله کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي او څو کورونه هم ویجاړ شوي دي.

راپور کاږي چې په پکتیکا کې یوازې د شکېن ولسوالۍ ته د ۴۳ هاوانونو ډزې رسیدلي، خو د احتمالي تلفاتو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

په کونړ کې، ځایي چارواکو ویلي چې په یو شپه او ورځ کې د پاکستاني ځواکونو له خوا پر مختلفو ولسوالیو باندې۱۵۰ هاواني او توپچي ډزې شوې دي.

کندهار؛ د تېلو زېرمې څومره زیانمنې شوي؟

له بلې خوا، د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې په کندهار کې د بریدونو په ځواب کې د طالبانو هوایي ځواک د جنوبي وزيرستان مرکز واڼه کې یو ځانګړی پوځي کمپ هدف ګرځولی دی. طالبانو ویلي چې په دې برید کې د پاکستان د ځانګړو کماندو ځواکونو  (SSG) ودانۍ او نور مهم پوځي تأسیسات په نښه شوي دي.

د پاکستان خبرداری

د نښتو د شدت له زیاتېدو سره، پاکستان خبرداری ورکړی چې د «تروریزم» اړوند تأسیسات به په کندهار کې لا زیات هدف وګرځي. پاکستان ویلي چې د طالبانو پر «ترهګریز پناه ځایونو او پوځي زیربناوو» د هوایي عملیاتو لړۍ درېیمه اونۍ روانه ده.

د پاکستان دولتي ټلویزیون (PTV) راپور ورکړی چې شپنيو بریدونه هغه تأسیسات په نښه کړي چې اسلام آباد وايي، طالبان یې د پاکستاني ملکیانو پر ضد د بریدونو لپاره کاروي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ، په ایکس کې ویدیو خپره کړې چې په کې ښودل شوي دوه مرکزونه په کندهار کې هدف شوي دي. هغه ویلي چې دا عملیات «دقیق او هدفمند» وو او د تخنیکي زیربناوو او د طالبانو د وسایلو ذخیره مرکزونه یې په نښه کړي دي.

اړونده موضوع: د پاکستان خبرداری؛ طالبان په ډرون بریدونو سره له «سرې کرښې» اوښتي

په داسې حال کې چې دواړې خواوې یو بل پر ملکیانو په بریدونو تورنوي، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ویلي چې تر دې دمه ۶۸۴ طالب جنګیالي وژل شوي، ۹۱۲ ټپیان شوي او ټولټال ۷۳ د ترهګرۍ اړوند مرکزونه په افغانستان کې هدف ګرځول شوي دي. هغه وویل چې په دې بریدونو کې ملکیانو ته زیان نه دی رسیدلی.

خو طالبان بیا وایي چې د پاکستاني ځواکونو لخوا د ملکیانو کورونه هدف شوي، او په نتیجه کې یې ملکیانو زیانمن شوي دي.

پاکستان ویلي چې په یو متقابل برید کې د طالبانو له خوا څلور وروڼه چې د ۳۰ کلن شوي نه ول، وژل شوي، او یو ماشوم ټپي شوی دی. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر دا پېښه تایید کړې او طالبان یې د «ملکي خلکو په قصدي هدف ګرځولو» تورن کړي دي.

پاکستان پر طالبانو تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ملاتړ کوي، خو طالبان دا ادعا تل ردوي.

دا نوې نښتې، چې هوایي بریدونه، توپخانه او سرحدي شخړې پکې شاملې دي، د طالبانو له واک ترلاسه کولو وروسته (۲۰۲۱) د دواړو خواوو ترمنځ تر ټولو شدیدې نښتې بلل کېږي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب