1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير کې اخ و ډب؛ ۱۱ کسان وژل شوي

بريښنا صابر | د فرانسې خبری آژانس، رويترز
۱۴۰۵ خرداد ۱۸, دوشنبه

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د پوليسو او د منع شوې د ګډ عوامي عمل کمېټې د غړيو ترمنځ د رامنځته شوي اخ و ډب په نتيجه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او يو شمیر نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/5F1Br
آرشیف انځور: په مفظر آباد کې د پوليسو او مظاهره کوونکو ترمنځ اخ و ډب
د چارواکو په حواله دا تازه اخ و ډب په راولاکوټ ښار کې شوی. انځور: Zakir Hossain Chowdhury/Anadolu/picture alliance

د چارواکو په حواله دا اخ و ډب د کشمیر په راولاکوټ ښار کې شوی. زياته شوې ده چې د منع شوې ګډ عوامي عمل کمیټې (جی ای ای سي) د پلويانو او پوليسو ترمنځ دا نښتې هغه وخت رامنځته شوې چې دې ټولنې پر حکومتي بندیزونو سربیره د خپلو احتجاجي مظاهرو د جاري ساتلو اعلان وکړ.

د رويټرز خبري آژانس په حواله د راولاکوټ کمېشنر سردار وحيد وويل چې څلور پوليس او يو پلی کس هغه وخت ووژل شول، کله چې «شرخوښوونکو» ډزې وکړې. نوموړي زياته کړې چې د دې په ځواب کې د قانوني پلي کوونکو په ډزو کې شپږ مظاهره کوونکي وژل شوي دي.

اړونده موضوع: د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې مظاهرې؛ څلور کسان وژل شوي او تر سلو ډېر ټپيان دي

د پوليسو مشر لياقت ملک وويل، چې د يکشنبې په ورځ په دې پېښه کې د امنيتي ځواک ۲۳ غړي او ۵۰ مظاهره کوونکي هم ټپيان شوي دي.

د چارواکو په حواله ټپیان بېلا بېلو روغتونو ته وړل شوي او د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.

په قمار معتاد کشميري ځوانان

د ای ایف پي خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله د ګډ عوامي عمل کمېټه يو حکومت ضد غورځنګ دی چې د اقتصادي او اداري اصلاحاتو غوښتنه کوي. سيمه ایز حکومت څو ورځې تر مخه د ترهګرۍ ضد قوانینو پر اساس پر دې سازمان باندې بندیز لګولی وو.

پولیسو ویلي دي، چې د يکشنبې په ورځ د دغه ټولنې مرکزي دفتر وتړل شو او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر په تر ټولو ستر ښار مظفر آباد کې هم د خلکو پر سترو راټولېدو بندیز لګول شوی دی.

چارواکو ويلي دي چې په سيمه کې د نظم ساتنې په موخه یې کلک امنيتي تدابیر نیولي او وضعيت په دوامدار ډول څارل کیږي.

ورځنۍ چارې روانې دي؛ خو امنيتي تدابیر کلک کړل شوي

د فرانسې د خبري آژانس په حواله تر تازه اخ و ډب وروسته د دوشنبې په ورځ په مظفر آباد کې بازارونه پرانيستي دي؛ خو په ښار کې د قانون پلي کوونکو ادارو غړيو ګزمې هم دوام لري.

د ای اف پي د خبريال په حواله د احتجاج او ممکنه ګرځبندیز انديښنې ته په کتلو سره د شنبې او يکشنبې په ورځو ډېر شمیر ښاريانو د سودا رانیولو په موخه مغازو ته مخه کړې وه او اړين توکي یې ذخیره کول.

د ګډ عوامي عمل کمیټې د منع شوي سازمان په توګه د نومول کیدو د حکومت دا پريکړه «ظلم او جبر» بللی دی. دا سازمان وايي چې د خلکو د مشروع اقتصادي او سياسي حقونو له پاره سوله ایزه مبارزه کوي.

اړونده موضوع: «د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر به پخپله له هند سره يوځای شي»

چارواکو دا خبره تائيد کړې ده چې د شنبې او يکشنبې په ورځو د جی ای ای سي تر ۷۰ ډېر فعالان نيول شوي دي.

د يادولو وړ ده چې په سپتمبر میاشت کې د ګډ عوامي عمل کميټې په مشرۍ مظاهرو په ترڅ کې د پوليسو او مظاهرچيانو ترمنځ خونړي اخ و ډب څو ورځې دوام وکړ چې لږ تر لږه ۹ کسان پکې وژل شوي ول.

کشمیر چې اکثريت وګړي یې مسلمانان دي، يوه شخړه ایزه سيمه ده چې هند او پاکستان دواړه یې د ملکيت دعوا کوي. په ۱۹۴۷م کال کې له بريتانیې څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو راهېسې دا سيمه د دواړو هېوادونو ترمنځ ويشل شوې او د کشمیر لانجه د جنوبي آسيا په تر ټولو مهمو شخړو کې شمیرل کيږي.

بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber