1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا ضد واکسین په جوړولو کې د بې سارې پرمختګ ادعا

۱۳۹۹ آبان ۱۹, دوشنبه

يوه آلماني شرکت او يوه امريکایي شریک یې ادعا کړې چې د دوی له خوا په گډه جوړ شوی واکسين د کرونا په مخنيوي کې ۹۰ سلنه اغیزناک ثابت شوی. د دې ادعا د ثابتیدو په صورت کې ښايي د کرونا پر ضد مبارزه کې یو لوی ګام پورته شوی وې.

https://p.dw.com/p/3l3zk
Deutschland Mainz | BioNTech SE | Pressebilder
انځور: BioNTech SE 2020, all rights reserved

د «بيو ان ټیک» آلماني شرکت او امريکايي شريک شرکت یې چې فایرز نومیږي، ويلي چې د دوی د کرونا واکسین د آزموینې د دريم پړاو نتایج ډېر د خوښې وړ دي او دا واکسين د کرونا په مخنيوي کې تر ۹۰ سلنه موثريت لري.

د دې شرکتونو له خوا په خپرې شوې اعلاميه کې راغلي دي چې په اصل کې د دوی له خوا جوړ شوي واکسين په لويه کچه آزموينو کې هم ښې پایلې لرلې. د دې شرکتونو د رپوټونو په حواله د دې واکسين هیڅ د پام وړ خطرناک جانبي عوارض مخې ته نه دي راغلي. څېړونکي هیله من دي چې د کرونا پر وړاندې به د دې واکسينو تحفظ د محدود وخت له پاره نه وي.

که چېرې دا ادعا سمه ثابته شي نو د فایزر او بيو ان ټیک له خوا چمتو شوی دا واکسين به د کرونا د وبا پر ضد د هلو ځلو په ترڅ کې يو ډېر مهم گام وي. د آلماني شرکت بیو ان ټیک اجرايوي مشر اوگور ساهن، د رويترز خبري آژانس ته ويلي: «موږ په دې اړه باید خوشبينه واوسو چې د دې واکسين حفاظتي اثر به د يو کال د مودې له پاره وي.»

د فایزر شرکت د مشر البرت بورلا له خوا په خپور شوي بيان کې راغلي: «د کوويد ۱۹ د واکسين د دریم پړاو له لومړيو نتایجو دا شواهد ترلاسه شوي چې زموږ واکسين د کوويد ۱۹ څخه ساتنه او حفاظت کوي.»

په روان کال کې د ۵۰ ميليونه ډوز واکسین چمتوالي ته هیلې

د دې واکسين د دريم پړاو طبي څېړنې د روان کال په جولای میاشت کې پیل شوې وې چې ۴۳ زره او ۵۰۰ کسانو پکې گډون کړی وو. د دواړو شرکتونو له خوا ويل شوي چې د دې واکسين د جواز ترلاسه کولو له پاره راتلونکې اوونۍ رسمي عریضه کوي.

دواړو شرکتونو لا مخه د ۱،۹۵ میلياردو امريکايي ډالرو يو تړون کړی دی چې له مخې به یې دوی د خپل واکسين لومړی ډوز امريکا متحده ایالاتو ته ورکوي.  دې شرکتونو له اروپايي ټولنې، بريتانيا، کانادا او جاپان سره هم تړونونه کړي دي. لا مخکې د وخت د ژغورنې په موخه د واکسین په چمتو کولو لاس پورې شوې دی او داسې هیله شته چې د همدې روان ۲۰۲۰م کال په جريان کې به کابو ۵۰ میلیونه ډوزه واکسين چې د ۲۵ ميليونو کسانو له پاره به کافي وي، چمتو شي.

زموږ له آرشيف څخه: