کریکټ بورډ وايي لوبغاړي دریو لیګونو کې د لوبیدو اجازه لري
۱۴۰۴ دی ۲۵, پنجشنبه
د افغانستان کریکټ بورډ د غړو تر دوراني غونډې وروسته اعلان کړی چې د راشد خان په څېر د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي به نور په کال کې تر درېو زیات بهرني سوداګریز لیګونو کې د لوبیدو اجازه نه ولري. د کریکټ بورډ ادارې ویلي دي چې دا پرېکړه یې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د بورډ کلنۍ عمومي غونډه کې تصویب شوې ده.
د افغانستان کریکټ بورډ ویلي دي چي دا ګام د لوبغاړو د بدني روغتیا او ذهني ارامتیاله پاره اخیستل شوی دی. د کریکټ بورډ په وینا، دا پالیسي به پر افغان لوبغاړو د لوبو له اړخه کاري فشار منظم کړي او د ملي لوبډلې له پاره به د لوبغاړو غوره فعالیت او لوبې تضمین کړي.
د کریکټ بورډ له لوري د اعلان شوې نوې پالیسۍ له مخې، ټول لوبغاړي باید د افغانستان د کورني سوداګریز لیګ، افغانستان پریمیر لیګ، له پاره حاضر او شتون ولري. ټاکل شوې د افغانستان پریمیر لیګ کې به پنځه لوبډلې وي چې د ۲۰۲۶م کال په اکتوبر میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې پیل شي. کریکټ بورډ د یاد سوداګریز لیګ د دقیق تاریخ په هکله څه نه دي ویلي، خو څه موده وړاندې یې په متحده عربي اماراتو کې د یاد لیګ چارې په رسمي توګه پیل کړې.
راشد خان اوس مهال د هندوستان، متحده عربي اماراتو، امریکا متحده ایالاتو، سویلي افریقا او انګلستان د کریکټ په سوداګریزو لیګونو کې لوبېږي. د نوموړي ترڅنګ د کریکټ د ملي لوبډلې نور افغان لوبغاړي لکه محمد نبي، نور احمد، مجیب الرحمن، رحمان الله ګربز، عظمت الله عمرزی، نوین الحق او الله محمد غضنفر په شمول یو شمیر لوبغاړي هم د نړۍ په بېلابېلو نړیوالو لیګونو کې ګډون لري او لوبې کوي.