1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د منځني ختیځ جګړه د آلمان د کرنې سکتور اغیزمنوي

احمد حکيمي | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ اسفند ۱۶, شنبه

د آلمان د بزګرانو اتحادیې خبرداری ورکړی چې د منځني ختیځ جګړې له امله د سون توکو او سرې بیې په چټکۍ لوړې شوې دي. بزګران وایي دا لګښتونه د پسرلني کښت په موسم کې دومره لوړ شوي چې د کرنې ګټه نږدې ناممکن کوي.

https://p.dw.com/p/59z4b
په انځور کې لیدل کیږي چې جرمني کې په ۲۰۲۴م کال کې د بزګرانواعتراض کړی دی.
. بزګران وایي دا لګښتونه د پسرلني کښت په موسم کې دومره لوړ شوي چې د کرنې ګټه نږدې ناممکن کوي.انځور: Nadja Wohlleben/REUTERS

د آلمان د کرنې اتحادیې خبرداری ورکوي چې په منځني ختیځ کې د ایران پر وړاندې روانه جګړه د دې هېواد پر کرنیز سکتور اغېز پیل کړی، ځکه د سرې او سون توکو د بیو چټک لوړوالي د پسرلني کښت بهیر اقتصادي دوام له ګواښ سره مخ کوي.

د آلمان بزګرانو د روانې میاشتې په پیل کې د کرنیزو ځمکو کرل پیل کړي، خو د انرژۍ په بازار کې د ګډوډۍ له امله دا سکتور په ځانګړي ډول زیانمن شوی دی.

یواخیم روکوېډ، چې د جرمني د بزګرانو د اتحادیې یا (DBV) مشر دی، د آلمان خبري آژآنس ته د یادې موضوع په هکله وویل چې د سون توکو او سرې د بیې ناڅاپي لوړېدل په ډېر حساس وخت کې بزګرانو ته درانه زیانونه اړوي. روکوېډ د آلمان خبري آژانس ته په خپلو خبرو کې وویل: «د لګښتونو دا زیاتوالی د کرنې له پاره په هېڅ ډول د دوام وړ نه دی.»

د ایران روحاني مشر آيت الله خامنه اي څوک وو؟

په آلمان کې د بزګرانو د اتحادیې د معلوماتو له مخې، د دې هیواد فارمونه د کال د ډیزلو اړتیا یو پر درې برخه د مارچ او جون ترمنځ میاشتو کې مصرفوي.

هېنریک وېندورف، چې د جرمني د برانډنبورګ ایالت د بزګرانو د اتحادیې مشر دی، وویل چې د کرنې له پاره د کاریدونکو ډیزلو د عمده خرڅلاو بیې یوازې په تېرو دوو اوونیو کې ۲۵ سلنه لوړې شوې دي. دا د هر ۱۰۰ لېټرو په بدل کې شاوخوا ۳۰ یورو (۳۵ ډالره) زیاتوالی ښيي.
وېندورف وویل چې د سون توکو اوسني نرخونه په راتلونکي کې بزګرانو ته «ګټه اخیستل ناممکن کوي». هغه زیاته کړه چې ډېری بزګران د دې بدلونونو پر وړاندې خوندي نه دي، ځکه تېر کال یې د سون توکو د زېرمه کولو له پاره کافي مالي امکانات نه لرل.
په ایران کې روان کړکېچ د نفتو، سون توکو او طبیعي ګازو نړیوالې بیې لا هم لوړې ساتلي دي او داسې اندیښنې شته چې د جګړې په پراخیدو او دوام سره به د سون توکو بیې لا پسې لوړې شي.