آلمان یو افغان کابل او یو سوریايي دمشق ته اخراج کړي
۱۴۰۴ دی ۳, چهارشنبه
افغانستان او سوريه د هغو هېوادونو له ډلې دي چې په آلمان کې ډېر مهاجر لري. د آلمان حکومت روان کال ويلي وو چې د افغان او سوریايي مهاجرو د اخراج پروسې پر سر له کابل او دمشق سره مذاکرات کوي.
په برلین کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت ويلي چې د تیرې سه شنبې په ورځ سهار وختي ېې ېو سوريايي مهاجر دمشق او یو افغان مهاجر کابل ته اخراج کړل.
نور ولولۍ: د آلمان داخله وزیر افغانستان ته د ښځو د اخراج امکان رد نکړ
دغه وزارت ويلي ۳۵ کلن افغان چې د جرم مرتکب ګرځېدلی وو، د آلمان له بایرن ایالات څخه اخراج شو. یاد وزارت ويلي چې هغه د عمدي بدني صدماتو د اړولو جرم مرتکب ګرځېدلی و.
آلمان د دسمبر په ۱۷مه یو بل ۲۸ کلن افغان هم په یوه تجارتي پرواز کې کابل ته اخراج کړی وو. د صدراعظم فریدریش مېرڅ په مشرۍ د آلمان اوسني حکومت د مخکې په پرتله د اخراجونو له پاره لار ډېره هواره کړې ده.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي چې دغه ۳۷ کلن سوریايي وګړی د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د دسمبر ۲۳مه) په دمشق کې چارواکو ته وسپارل شو.
نور ولولۍ: المان: په ۲۰۲۵ م کال اخراجونه ۱۸ سلنه زیات شوي
هغه په ۲۰۱۵ کې آلمان ته راغلی وو، او د دغه هېواد په ګېلزن کیرېشن ښار کې اوسېده.
د یاد ښار چارواکو وویل چې د دغه سوریايي وګړي اقامه په کراتو تمديده شوې وه خو وروسته له هغې چې د جرمونو مرتکب وګرځېد چارواکو ېې اقامه تمدید نه کړه او ورڅخه ېې وغوښتل چې یا له آلمانه ووځي او یا به سوریې ته ډېپورټ شي. خو د چارواکو په خبره هغه هېڅ کله پر دغې غوښتنې عمل ونکړ چې بلاخره د سه شنبې په ورځ خپل هېواد ته اخراج شو.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینت، وویل: «سوريې او افغانستان ته اخراجونه باید ممکن شي. زموږ ټولنه له هېواده د مجرمانو د اخراجونو په تضمین کې مشروع ګټې لري.»
نور ولولۍ: اروپايي ټولنه وايي د افغان مهاجرو په هکله له طالبانو سره په اړیکه کې دي
آلمان په ۲۰۱۱ کال په سوریه کې د بشارالاسد رژيم له خوا د دیموکراسي پلوه اعتراضونو د ټکولو په ادامه دغه هېواد ته مستقیم اخراجونه ودرول. د ۲۰۲۴م کال په وروستیو کې د اسد رژیم تر نسکورېدو وروسته، آلمان له سوریې سره د اخراجونو لړۍ د بېرته پیلولو پر سر تماسونه ونیول، خو وروسته حکومت خبرداری ورکړ، چې دا له وخت ډېر مخکې ده چې وارزول شي آیا سوریه کې وضعیت د اخراجونو له پاره ډاډمن دی او که نه.