د ایران جګړې دوبۍ په يو تش ښار بدله کړې
د خلیج هېوادونه او په ځانګړي ډول ځلېدونکې ښار دوبۍ، د لوکس ژوند او امنیت سمبول وو. خو په منځني ختیځ کې د جګړې له پیل سره، سيلانيتوب سقوط کړی او د سیمې اعتبار له ګواښ سره مخ دی.

ډېر څه نه دي روان
په عادي حالت کې به سیلانیانو د دوبۍ په «السیف» بازار کې ګڼه ګوڼه جوړوله. خو د امریکا، اسراییلو او ایران جګړې له پیل راهیسې، په دې مشهور خلیجي ښار کې سياحت په شدیده توګه راکم شوی دی.
د شتمنو لوبغالی
د لسیزو لپاره په دوبۍ کې یو نالیکل شوی قانون موجود و: که په منځني ختیځ کې هر ډول شخړې روانې وې، هغه به د دې امارت تر پولو نه اوښتې. خو دا باور اوس د جګړې له پیل سره مات شوی دی. د خلیج په سیمه کې د امریکا د متحدینو پر وړاندې د ایران غچ اخیستونکي بریدونو بهرنیان تښتولي دي.
پر هوايي ډګر برید
د فبرورۍ له ۲۸مې وروسته چې د امریکا، اسراییلو او ایران جګړه پیل شوه، څو خلیجي هېوادونو د توغندیو او ډرونونو تکراري بریدونه راپور کړي دي. په دغو کې د تېلو تاسیسات، د امریکا سفارتونه او ملکي سیمې لکه هوټلونه په نښه شوي دي. په دوبۍ کې د دوشنبې په ورځ د ډرون یو برید د هوايي ډګر ترڅنګ د تېلو یو ډیپو ته اور واچاوه او ښار یې په لوګي کې پټ کړ.
الوتنې ځنډېدلې
دوبۍ هوايي ډګر د نړیوالو الوتنو لپاره د سیمې تر ټولو بوخت مرکز دی. خو د جګړې له امله ډېر ځله الوتکې پر ځمکه پاته کېدو ته اړې دي. د خلیج نور هوايي ډګرونه هم یا جزوي تړل شوي یا په محدود ظرفیت کار کوي، ځکه د ایران د ډرون او توغندیو بریدونه ادامه لري.
تش ساحلونه
مرغان د دوبۍ د نوي لوکس هوټل «جمیرا مرسا العرب» مخې ته لوبې کوي او ساحل یوازې د هغوی په واک کې دی. د نړیوال ګرځندوی شورا اټکل کوي چې د سفرونو د کمېدو له امله د خلیج سیمه هره ورځ لږ تر لږه ۶۰۰ میلیونه ډالر له لاسه ورکوي. ګرځندویي د متحده عربي اماراتو د اقتصاد مهمه ستنه ده او په ۲۰۲۵ کال کې یې شاوخوا ۱۲ سلنه ناخالص کورنی تولید جوړاوه.
زیانمن شوی اعتبار
دا وضعیت د هوټلونو، رستورانتونو او دوکانونو لپاره هم يوه سخت ضربه ده. لکه د «السیف» بازار دغه کارکوونکی، چې عموماً د دوبۍ له مهمو سیاحتي سیمو څخه دی. له ایران سره جګړه نه یوازې مالي زیانونه رامنځته کوي، بلکې د سیمې اعتبار هم سخت زیانمنوي.
نور خوندي ځای نشته
د کلونو لپاره، د خلیج سیمه، په ځانګړي ډول دوبۍ، ځان د پانګه والو، سوداګرو او نړیوالو شتمنو لپاره د خوندي ځای په توګه معرفي کړی و او د تېلو وروسته راتلونکي ته یې تیاری نیوه. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۹۸۰۰ میلیونران متحده عربي اماراتو ته کډه شوي چې د نړۍ له هر بل هېواد څخه ډېر دي.
تش ښار
دوبۍ د نړۍ له شتمنو ښارونو څخه ده: د مالیې پراخ معافیتونه، ساده بيوروکراسي او د «طلایي ویزې» پروګرام دا ښار د شتمنو بهرنیانو او شرکتونو لپاره جذاب کړی دی. خو اوس د «جمیرا بیچ ریزیدنسي» کوڅې، چې د فارس خلیج پر غاړه د استوګنې او هوټلونو لوی کمپلکس دی، تشې پرتې دي.
اقتصادي ماډل په «خطر» کې
د صنعت شنونکي باور لري چې د جګړې موده به ټاکي چې د اعتبار زیان به څومره وي او پانګه وال به څومره ژر ووځي. د «رایس» پوهنتون د بیکر انستیتوت جیم کرېن رویټرز ته وویل: «د دوبۍ د اقتصادي ماډل لپاره خطر ډېر لوی دی.» هغه زیاته کړه: «هر څومره چې جګړه اوږده شي، هومره به د بدیلو ځایونو لټون زیات شي.»
«سیلانیان لنډه حافظه لري»
خو ځینې بیا باور لري چې هر څه له لاسه نه دي وتلي. د آلمان د ګرځندوی مطالعاتو ټولنې مشر یورګن شموده عامه ټلویزیون زېډ ډي اف ته وویل: «سیلانیان لنډه حافظه لري.» هغه زیاته کړه که جګړه ډېره اوږده نه شي، نو دغه هدف هېواد به له جدي زیان سره مخ نه شي.