1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د پاسپورتونو د وېش ستونزه ولي نه حليږي؟

۱۴۰۰ آذر ۲۲, دوشنبه

په کابل کې د پاسپورت رياست که څه هم چې له اوونیو راهيسې تړل شوی دی خو اوس هم هره ورځ يو شمیر کسان د دغه کلا بندې ودانۍ مخې ته راټوليږي. د ياد رياست مشر وايي د وسايلو د کمښت ستونزه یې لا حل شوې نه ده.

https://p.dw.com/p/44B9k
Afghanistan Kabul | Menschen warten vor Passamt
انځور: Ahmad Halabisaz/AP/picture alliance

د کابل د پاسپورت رياست مشر له هغو په زرونو کسانو څخه چې د پاسپورت اخیستو په موخه د دغه دفتر مخې ته راټوليږي، د زغم غوښتنه کړې ده.

نوموړي د يکشنبې په ورځ له رویترز خبري آژانس سره په خبرو کې وویل: «موږ ډېر زيار و ایست چې د پاسپورت دفتر پرانيستل شي، خو د ځینو وسايلو د کمښت ستونزه لا موجوده ده.»

واک ته دطالبانو تر رسيدو او له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر ناڅاپي وتلو وروسته پر دغه هيواد بهرنۍ مرستې بندې شوې دي چې له وجې یې اوس د ژمي په رارسيدو سره د خلکو اقتصادي ستونزې نورې هم پراخې شوي دي او په زرونو کسان غواړي له هيواده ووځي او د پاسپورت اخیستو ته په انتظار دي.

تېره مياشت د پاسپورت دفتر د هغو وسايلو د کمښت له کبله چې د بايو ميترک اسنادو د صادرولو له پاره کارول کيږي، وتړل شو. په دې وروستیو کې د دوامدارې تقاضا له کبله هره ورځ په زرګونه غوښتنليکونه پروسس کیدل.

اوس په داسې حال کې هم چې دا دفتر له څو اوونیو راهيسې تړل شوی دی، هره ورځ یې مخې ته يو شمیر کسان له خپلو دوسيو سره راټوليږي.

علم ګل حقاني په دې اړه وويل: «زه ډاډه يم چې دفتر به خپل کار بيرته پېل کړي او ټول غوښتنليکونه به پروسس کړي.» نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې د دفتر تر پرانيستل کيدو دې ليرې پاتې شي.

هغه زياته کړې: «زه د دې وضعيت له کبله ډېره بخښنه غواړم. زه هم خواشينی يم چې خلک کړاونه ګالي. دوی دلته په راتلو سره خپل وخت او پېسې ضايع کوي.» نوموړي وويل: «دفتر تړل شوی او زموږ سيستمونه غير فعال دي.»

حقاني وويل چې په يو څو ولایتونو کې د پاسپورت دفترونو لا هم پرانيستي دي او په کابل کې چارواکي هر ورځ له دغه دفترونو څخه کابو دوه يا درې زره پاسپورتونه پروسس کوی خو لا معلومه نه ده چې په کابل کې به دغه دفتر کله پرانيستل شي.

نوموړي وويل چې د وسايلو پر کمښت سربیره چارواکي د «کميشن کارانو» مسئلې او همدا راز د فساد د له منځه وړلو له پاره هم کار کوي. هغه وويل: «موږ په دفتر کې دننه او هم دباندې بډې اخیستونکي نيولي دي. موږ به له هرې ممکنه لارې کار واخلو څو هيواد له رشوت اخيستونکو څخه پاک کړو.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: