شمالي کوريا او چين د اړيکو پر ژورولو توافق کړی
۱۴۰۴ مهر ۷, دوشنبه
د چين او شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزيرانو د دوشنبې په ورځ پر د «هژموني يا تسلط د ټولو بڼو» پر ضد د مقاومت په موخه د دوه اړخیزو اړيکو پر ژورولو توافق وکړ چې د امريکا پر وړاندې د فشار زياتولو يوه پټه اشاره پکې موجوده وه.
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ اي، او د شمالي کوريا د بهرنيو چارو د وزیرې چوې سون هوې، ترمنځ په پيکنګ کې دا ليدنه کتنه تر هغه څو اونۍ وروسته شوې چې د شمالي کوريا واکمن کم جونګ اون، او د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، د چين په پلازمينه کې په يوه پوځي رسمې ګذشت کې ګډون کړی وو چې کوربتوب یې د چين ولسمشرشي جين پنګ، کاوه.
وزيرانو څه وويل؟
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ، وويل چې د چين او شمالي کوريا د دوه اړخیزو اړيکو «ساتل، تحکيم او هغې ته وده ورکول د چين د حکومت هميشنی ثابت سیاست دی.»
د چين د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلامیې په حواله نوموړي زياته کړې: «چين غواړي [له شمالي کوريا] سره په نړيوالو او سيمه ایزو مسئلو کې همغږي او همکاري پياوړي کړي څو د هژموني يا تسلط ټولې بڼې دفع کړای شي او د دواړو اړخونو له ګډو ګټو او نړيوال شافيت او عدالت څخه حفاظت وکړای شي.»
په دې منځ کې د شمالي کوريا دولتي خبري آژانس هم ويلي دي چې وزيرانو پر يو شمیر موضوعاتو باندې توافق کړی دی.
خبري آژانس د چوې سون هوې، له قوله ويلي دي چې شمالي کوريا «د څو اړخیزو مسئلو په ترڅ کې له چين سره همکارۍ ته ليواله ده لکه په ګډه د يو اړخیزتوب او د ځواک د سياست پر وړاندې مقاومت او یوه لا ډېر منصفانه او باعدالته نړيوال نظم ته وده ورکول.»
د متحده ایالاتو پر وړاندې متحد
چين او شمالي کوريا دواړه متحده ايالاتو ته د مخالف يا حريف په سترګه ګوري. واشنګټن او پيکنګ اقتصادي او ستراتيژيک سيالان دي چې اړيکې یې د ولسمشر ډونالد ټرمپ، د تجارتي تګلارو له کبله لا پسې ترينګلې شوي دي.
متحده ايالات دمګړۍ شمالي کوريا د دغه هېواد د اتومي وسلو د پروګرام له کبله د سيمې ثبات ته يو ګواښ ګڼي.
په واشنګټن کې حکومت په تکراري ډول له شمالي کوريا څخه غوښتنه کړې ده چې د اتومي وسلو له پروګرامه لاس په سر شي، خو د شمالي کوریا حکومت وايي دې وسلو ته د متحده ایالاتو او د هغه د متحدينو، لکه جنوبي کوريا او جاپان څخه د ځان د ساتلو په موخه اړتيا لري.
اړونده موضوع: شمالي کوريا ته د پوتين سفر؛ دواړو مشرانو يو بل ته د وفادارۍ ډاډ ورکړی
چين اوږده موده پر شمالي کوريا باندې د تر ټولو ستر تجارتي شريک او د مرستو رسوونکي په توګه ډېر نفوذ درلود. خو دوه اړخیزې اړيکې په دې تیرو څو کلونو کې تر هغه وروسته يو څه سړي شوي دي چې پيونګ يانګ له روسیې سره د اړيکو پر پراخولو تمرکز کړی؛ او په اوکراين کې د جګړې له پاره یې دغه هېواد ته وسلې او ځواکونه استولي دي.
کارپوهان وايي چې کم جونګ اون، اوس غواړي په اوکراين کې د جګړې د ختميدو په صورت کې له چين سره بيرته د خپلو اړيکو را ژوندۍ کولو ته چمتووالي ونيسي.
په پام کې ده چې چين به په راتلونکې میاشت کې شمالي کوريا ته د دغه هېواد د کارګرو ګوند د تاسيس د ۸۰يمې کلیزه په مناسبت يو پلاوی واستوي.