چين او پاکستان: طالبان دې د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي
۱۴۰۴ دی ۱۵, دوشنبه
د اسوشيتد پريس خبري آژانس د دوشنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې چين او پاکستان د يوې ګډې اعلامیې په ترڅ کې د طالبانو پر ادارې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د عملي اقدامات غږ کړی دی.
دا اعلاميه د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۵مه) د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير اسحاق ډار، او د هغه د چينايي سيال وانګ يي، ترمنځ تر خبرو اترو وروسته خپره شوې ده چې په پيکنګ کې یې سره ليدلي ول.
اړونده موضوع: پاکستان؛ له افغانستان څخه فعاليت لرونکي ترهګر راته تر ټولو ستر خطر دی
د دواړو هېوادونو په دې اعلامیه کې راغلي: «ترهګرې ډلې چې له افغانستان څخه فعاليت کوي، د سيمې او نړۍ امنيت ته جدي تهديدونه جوړوي او پر نورو هېوادونو باندې د بريدونو د ترسره کولو له پاره د افغانستان له خاورې څخه د استفادې د مخنيوي پر اړتيا باندې یې ټینګار کړی دی.»
په افغانستان کې د طالبانو ادارې تر اوسه پر دې اعلامیې کوم غبرګون نه دی ښوولی.
چين له پاکستان څخه د هغه څه له کبله چې د «ترهګرۍ ضد جامع اقداماتو» په توګه یې ياد کړي او همدا راز د چين – پاکستان اقتصادي دهلیز پروژو او د چينايي وګړو د ساتنې په موخه د دغه هېواد ستاينه وکړه.
په زرونو چينايي کار کوونکي او انجينران د چين – پاکستان د اقتصادي دهلیز اړونده پروژو په ترڅ کې په کار بوخت دي چې د چين د لویدیځ سين کیانګ او په عربي سمندرګي کې د پاکستان د ګوادر بندر ترمنځ د سړکونو او ريلګاډو د لارو رغول پکې شامل دي.
اړونده موضوع: داعش په تخار کې د چين د يوه تبعه د وژلو مسئوليت منلی دی
په ۲۰۲۴م کال کې د پاکستان په شمال لویدیځ کې يوه ځانمرګي بريد پنځه چينايي وګړي ووژل.
په اګست میاشت کې د پاکستان، چين او طالبانو لوړپوړو دیپلوماتانو په کابل کې سره وليدل او ژمنه یې وکړه چې افغانستان به د چين – پاکستان د اقتصادي دهلیز د پراختيا له پاره هلې ځلې کوي خو د دې هلو ځلو کوم پرمختګ نه دی احساس شوی.
پاکستان څو ځلي په افغانستان کې پر واکمنو طالبانو باندې د تحريک طالبان پاکستان يا پاکستاني طالبانو ډلې غړيو ته د پناه ورکولو تورونه لګولي دي.
پاکستاني طالبان له افغان طالبانو جلا ډله ده. په افغانستان کې د طالبانو د ادارې چارواکو په څو ځلي ويلي دي چې هیڅ يوې ترهګرې ډلې ته د دغه هېواد د خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترينګلتياوې د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر میاشتې له پېل راهېسې کله چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې د بريدونه وکړل او څو کسان یې ووژل، ادامه لري. پاکستان وايي چې په دې بريدونو کې یې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه په نخښه کړي دي.
اړونده موضوع: پر افغانستان د پاکستان هوايي برید؛ د کریکټ لوبغاړو په شمول ۱۷ کسان وژل شوي
د طالبانو ځواکونو د پاکستاني ځواکونو د پوستو په ویشتو سره د دې بریدونو غچ واخیست او ادعا یې وکړه چې ۵۷ پاکستاني عسکر یې وژلي دي. پاکستان د خپلو ۲۳ عسکرو پر وژل کيدو اعتراف کړی وو.
دا نښتې د اوربند له پاره په دوحه کې د قطر په منځګړيتوب ودرېدلې. تر دې توافق وروسته په استانبول کې نور مذاکرات هم وشول چې کومې د پام وړ پايلې یې نه لرلې.