1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کرنیز او اقلیمي بیړنی وضعیت اعلان کړی دی

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ شهریور ۲۰, پنجشنبه

پاکستان د چهارشنبې په ورځ اقلیمي او زراعتي بیړنی وضعیت اعلان کړی دی. چارواکو د لږ تر لږه ۱،۶ میلیونه وګړو چې په ټيټو سیمو کې اوسیږي او له خطر سره مخامخ دي، د ژغورنې هڅې پیل کړي دي.

https://p.dw.com/p/50Lao
دوه کسان د سیلاب په اوبو کې خپلو څارویو ته د باجرې لیږدولو هڅه کوي.
د پنجاب ایالت په ۴۴۰۰ کلیو کې د وریجو، پنبې او جوارو حاصلات لمنځه تللي دي.انځور: Arif Ali/AFP

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د کابینې په جلسه کې د کرنیزو محصولاتو تخریب او زرګونو هکټاره حاصل خیزه ځمکو تر اوبو لاندې کیدو ته په اشارې سره وویل: «مونږ پریکړه کړې ده چې بیړنی اقلیمي او زراعتي وضعیت اعلان کړو.»

چارواکو ویلي دي چې د پنجاب ایالت په ۴۴۰۰ کلیو کې د وریجو، پنبې او جوارو حاصلات لمنځه تللي دي. د زراعتي تاوانونو د ارزونې پایلې به راتلونکې اونۍ اعلان شي.

د فدرال او ایالتي حکومتي مشرانو څخه تشکیل شوې کمیټه به، له دې وضعیت سره د مقابلې له پاره یوه جامع طرحه جوړه کړي.

په پاکستان کې د کړکیچ د مدیریت ادارې اعلان کړی دی چې د شدیدو بارانونوپه سبب د سیندونو د طغیانې کیدو، ناڅاپي سیلابونو او ځمکې ښویدنې له کبله د جون میاشتې له وروستیو څخه تر اوسه پورې ۹۲۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي دي چې شاوخوا ۱،۶ میلیونه وګړي د سیلاب له خطر سره مخامخ دي او کیدای شي ژغورنې یا انتقال کيدو ته ضرورت ولري. ځکه په خبره یې د هغو سیندونو اوبه چې تر حده ډېر ډک شوي، سویلي ایالت سند ته رسیدلي دي.

په پاکستان کې په ۲۰۲۲م کال کې پراخو سیلابونو او هغو ناروغیو چې د سیلابونو له کبله خپره شوي وې، په مجموع کې تر ۲۰۰۰ څخه د ډیرو کسانو ژوند اخيستی وو.

بونیر؛ پښتونخوا کې تر ټولو ډېره سیلاب ځپلې سیمه

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل