1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عمران خان د روغتيا په اړه یې د ګوند او کورنۍ اندېښنې

بريښنا صابر | رويترز، د پاکستان سيمه ایزې رسنۍ
۱۴۰۴ آذر ۷, جمعه

د پاکستان تحريک انصاف ګوند له تېرو څو ورځو راهېسې له عمران خان، سره د ملاقات غوښتنه کوي او وايي چې له دریو اوونيو ډېرې مودې راهېسې یې وکيلانو او د کورنۍ غړيو ته له هغه سره د ليدو اجازه نه ورکول کيږي.

https://p.dw.com/p/54RaL
د يوې مظاهرې پر مهال د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان عکسونه ليږدول کيږي
له تېرو څو ورځو راهېسې د عمران خان، د کورنۍ او ګوند غړي په راولپنډۍ کې د ايډياله زندان مخې ته چې خان، پکې بندي دی، راټولو شوي ول او له نوموړي سره یې د ملاقات غوښتنه کوله.انځور: Rizwan Tabassum/AFP/Getty Images

د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان، د ۲۰۲۳م کال کې له اګست میاشتې راهېسې په زندان کې دی او د فساد د يوې قضيې په ترڅ کې د ۱۴ کلونو بند سزا تیروي. نوموړی له ډېرو تورونو سره لاس او ګريوان دی چې دی یې سیاسي غچ اخيستنه ګڼي او تور لګوي چې پوځ د سياست څخه د نوموړي د لېرې ساتلو په موخه دا قضيې په لوی لاس جوړې کړي دي. خو د پاکستان پوځ دا تورونه ردوي.

د پاکستان تحريک انصاف يا «پي ټي آی» ګوند وياند ذوالفقار بخاري، رويترز خبري آژانس ته وويل چې د نومبر له ۴مې نیټې راهېسې هيچا ته له عمران سره د ملاقات اجازه نه ده ورکړل شوې او نه هم د ليدو کتو د اجازې نه ورکولو کوم علت په ګوته شوی دی. هغه وويل پر دې سربیره چې هغه د پاکستان پخوانی صدراعظم دی، هغه له ملاقاتونو او روغتيايي آسانتیاو محروم ساتل شوی دی.

اړونده موضوع: په يو شمیر قضيو کې د عمران خان د ضمانت منظورېدل؛ آیا هغه به آزاد شي؟

بخاري، وويل: «د هغه روغتيا ته مو اندېښنه ده. موږ یې د غیر قانوني انزوا په اړه انديښمن يو.» نوموړي زياته کړه چې له حکومته مو غوښتنه کړې چې له عمران سره په سملاسي توګه د ملاقات اجازه راکړي.

عمران خان چېرته دی؟

له تېرو څو ورځو راهېسې د عمران خان، د کورنۍ او ګوند غړي په راولپنډۍ کې د ايډياله زندان مخې ته چې خان، پکې بندي دی، راټولو شوي ول او له نوموړي سره یې د ملاقات غوښتنه کوله.

د پاکستان د ډان نیوز د رپوټ په حواله د عمران خان خور عليمه خان، د اډياله زندان د مشر پر ضد محکمې ته د سپکاوي په تور شکايت ثبت کړی دی. د دې شکايت په ترڅ کې ويل شوي چې د اسلام آباد د لوړې محکمې پر هغه حکم عمل نه دی شوی چې پکې له عمران خان سره په اونۍ کې د دوه وارې ملاقات پلان منظور کړل شوی  وو.

د عمران خان، ګوند وايي د زندان د قواعدو له مخې عمران خان په اونۍ کې لږ تر لږه يو ځل له خلکو سره د ملاقات اجازه لري، خو د زندان چارواکي د دې مخه نيولی شي. په ماضي کې هم څو اونۍ له نوموړي سره د ملاقاتونو مخه نيول شوې ده.

د خيبر پښتونخوا وزیر اعلی سهيل آفريدي، چې هغه هم د زندان دباندې په دغه پرلت کې برخه اخیستې وه، د جمعې په سهار د پرلت د ختمولو پر وخت وويل چې د اسلام آباد لوړې محکمې ته به مراجعه وکړي.

په ټولنیزو رسنيو کې داسې خبرونه هم لاس په لاس کيږي چې ۷۳ کلن د کرېکټ دغه پخوانی لوبغاړی يوه ډېر په کلکه څارل کيدونکي زندان ته انتقاليدای شي څو ورسره ليده کاته لا پسې سخت شي.

پاکستان کې د عمران خان د آزادولو په موخه احتجاجونه

د عمران خان، موضوع په ټولنیزو رسنیو کې د بحث په موضوع بدله شوې ده او له پنجشنبې ورځې راهېسې پر ايکس شبکه د #WhereIsImranKhan يا «عمران خان چېرته دی؟» هيشتېګ لاس په لاس کيږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د عمران خان، په اړه د رويترز خبري آژانس پوښتنو ته ځواب ور نه کړ.

د زندان چارواکی؛ د عمران خان صحت ښه دی

د زندان يوه چارواکي د نوم نه بربنډولو په شرط د رويترز خبري آژانس ته وويل چې پخوانی لومړی وزير عمران خان بيخي روغ رمټ دی او بل زندان ته د هغه د ليږد هیڅ کوم پلان موجود نه دی.

عمران خان په ۲۰۱۸م کال کې د پاکستان د لومړي وزير په توګه ټاکل شوی وو چې په ۲۰۲۲م کال کې د نه باور د رایې په پايله کې هغه وخت له دندې ګوښه کړل شو چې د پوځي جنرالانو سره یې اړيکې خړې پړې شوې. د ۲۴۰ ميليونه نفوس لرونکي دغه هېواد پوځ د حکومتونو په جوړولو او پرځولو کې ډېر مهم نقش لوبوي.

د ۲۰۲۳م کال په می میاشت کې د عمران خان، تر نيول کيدو وروسته په ټول هېواد کې د پوځ پر ضد مظاهرې وشوې چې په پایله کې یې د پي ټي آی ګوند غړيو پر وړاندې عمليات ترسره شول.

د ۲۰۲۴م کال په عمومي ټاکنې کې دغه ګوند د هېواد د تر ټولو قوي ګوند په توګه راڅرګند شو خو ياد ګوند ادعا کوي چې د درغلۍ په نتيجه کې ترې يو شمیر څوکۍ واخیستل شوې څو د اوسني لومړي وزير شهباز شريف، ايئتلافي حکومت جوړ شي. شهباز شريف، او متحدين یې دا تورونه ردوي.

بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب