1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

«د پولیو کمپاين ښځینه کارکوونکې باید له ځان سره محرم ولري»

۱۴۰۱ خرداد ۲, دوشنبه

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د نا امنیو له امله د پولیو کمپاین په سمه توګه نه تطبیق کيږي. د عامې روغتیا وزارت وایې چې ستونزي شته او د هیواد له دوو ولایتونو پرته یې په ټول هیواد کې د پولیو کمپاین پیل کړی دی.

https://p.dw.com/p/4Bk1e
Afghanistan Polio Mitarbeiterinnen im Gesundheitswesen Health workers
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې اوسیدونکې وایې چې د پولیو کمپاین له وړاندي کور په کور ترسره کیدی، خو اوس په ځینو ساحو کې د پولیو کارکوونکې کور په کور نشې ګرځیدلای.

شفیقه مرادي چې د هلمند ولایت اوسیدونکې ده او له تیرو څو کلونو راهیسې د پولیو په کمپاین کې یې کار کړی دی، دویچه ویله ته وویل: »له هغه وخت راهیسې چې طالبان حاکم سوي د پولیو کمپاین زیات شمیر ښځینه کارکوونکې خپلې دندي پری ایښې.«

مرادی وویل: «که چیري طالبان وایې چي د پولیو په کمپاين کي محرم له ځانه سره ولری، زه دنده نسم کولای ځکه هغه ته معاش نه ورکول کیږي او موږ ته اوس کمې پیسې هم راکوي نو ستونزي سته او موږ نسو کولاې چې نور کار وکړو دلته امنیتی ننګونې هم سته او طالبان نه پریږدي چې د ښځینه وومخ دی لوڅ وي.»

په افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت د پولیو د مخنیوي د بیړنې مرکز مشر نیک ولې شاه مومن دویچه ویله ته وویل چې د پولیو کمپاین د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې بېله فراه او هلمند ولایتونو څخه پیل سوی او شاوخوا ۹ اعشاریه ۹ میلیونه ماشومان به د واکسین څخه برخمن سې.

هغه ومنله چې په ځینو سیمو کې امنیتي ننګونې هغه څه وې چې دوی کور په کور کمپاین درولی او مسجد په مسجد کمپاین یې پیل کړی دی: «موږ په کندز، تخار او مزارشریف کې خپل کمپاین د امنیتي ننګونو وروسته کور په کور درولی او مسجد په مسجد مو شروع کړی دې ځینې ستونزي سته خو ولي په نورو ځایونو کې بیا کور په کور کمپاین کوو.»

مومن زياته کړه: «اوس موږ پنځه پیښې په ټول هیواد کې لرو چې په ۲۰۲۲م کال کې یوه پېښه ثبت سوی خو یوه بله پېښه تیره ورځ د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې اخیستل سوی او موږ په دی اړه پلټنې پیل کړی دې چې د ساحې په ځینو سیمو کې ناپاکې اوبه د دې باعث ګرځیدلې وې.»

د پولیو د مخنیوي د بیړنې مرکز مشر وایې چې د طالبانو له لوري ورته ویل سوی چې ښځینه کارکوونکې به محرم ولري او شرعې حجاب به یې کړی وي: «موږ ته ویل سوي چې ښځینه کارکوونکې چې د پولیو په هره برخه کې کارکوی باید محرم له ځانه سره ولري موږ دا عملې کړي او ښځینه کارکوونکې باید خپل مخ پټ کړي او شرعې حجاب یې کړي وي.»

د یونیسف نړیوالې ادارې پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلې دي چې دوی په افغانستان کې شاوخوا لس میلیونه ماشومانو ته د پولیو ویروس ضد واکسین له ویټامین اې ګولیو سره تر پنځو کلونو پوري کم عمره ماشومانو ته ورکوي.

صفت الله زاهدی