رواداري: طالبان په سیستماتیک ډول اسماعیلي مذهبه ځوروي
۱۴۰۴ دی ۲, سهشنبه
د روادارۍ په نوم د بشري حقونو بنسټ په افغانستان کې د طالبانو تر کنترول لاندې د اسماعیلیه شعیه ګانو پر وضعیت یوه څیړنه ترسره کړې ده.
نوموړي بنسټ د دې تحقیق اصلي هدف د تجربو مستند کول، د بشري حقونو د ښکاره سرغړونو، عامه پوهاویاو د ټولنې د غړو له خوا تجربه شوو مشکلاتو او نقضونوته د رسیدګۍ له پاره د عدالت غوښتنې د هڅو ملاتړ بلل شوی دی.
د دې رپوټ موندنې ښیې چې طالبان یو وار بیا په افغانستان کې واک ته له رسیدو وروسته د اسماعلیه مذهب پیروانانو پر وړاندې د تبعیض او سیستماتیکې ځورونې مرتکب شوي دي.
رپوټ زیاته کړې ده «د تیرو څلورو کلونو په جریان کې د افغانستان اسماعلیان نه یوازې په سیاسي، اداري او ټولنیزو برخو کې له مشارکت څخه په بشپړ ډول څنډې ته کړای شوي دي، بلکې په هدفمند ډول د دوی د مذهبي او کلتوري هویت د سرکوبه کولو له پاره اقدام شوی دی، هغه وضعیت چې په مستقیم ډول د دې ډلې پر امنیت، انساني کرامت او اساسي حقونو یې اغیز کړی دی».
د روان کال په جریان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو څانګې هم رپوټ ورکړ چې طالبانو په بدخشان ولایت کې د دې ټولنې ۵۰ کسان په اجباري ډول د مذهب بدلونو ته اړ کړي دي او هغو کسانو چې ډډه يې کړې ده، په مرګ ګواښل شوي او له فزیکي تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.
د روادارۍ بنسټ څیړنې ښیې چې د بدخشان ولایت په یو شمیر سیمو کې هغه کسان چې د طالبانو دیني مدرسونو ته یې د خپلو ماشومانو له استولو سره مخالفت کړی دی، په نقدي جریمې، شکنجې، مرګ او د دوی د کورونو او مالونو په سوزول کیدو ګواښ شوي دي.
د روادارۍ بنسټ وایي چې د دې څیړنې پایلو همدارنګه ښودلې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي تسلط وروسته اسماعیلیه ټولنه د بشري حقونو له جدي سرغړونو او سیستماتیک مذهبي ځورونې سره مخامخ شوې ده، هغه وضعیت چې «کیدای شي د بشریت پر وړاندې د جنایت مصداق» وبلل شي.
روادارۍ ویلي دي چې دغه څېړنه په افغانستان کې دننه او بهر د اسماعیلیه کورنیو د غړو، مدني فعالانو او بشري حقونو مدافعینو سره په اکتوبر او نومبر میاشتو کې د مستقیمو مرکو پر بنسټ ترسره شوې ده. خو په مجموع کې د دې څېړنې زماني دوره د ۲۰۲۱م کال له اګست څخه د ۲۰۲۵م کال تر دسمبره پورې ده.
تر اوسه پورې طالبانو د روادارۍ بنسټ د دې رپوټ په هکله غبرګون نه دی ښودلی.
په افغانستان کې د اسماعیلیه مذهب پیروانو دقیق شمیر نه دی معلوم، خو اکثره یې په بدخشان، بغلان او کابل ولایتونو کې ژوند کوي.