پاکستان؛ د سېلابونو له کبله په سونو زره کسان بې کوره شوي
په پاکستان کې د موسمي بارانونو له کبله راغلو سېلابونو په میليونو انسانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي. يوازې په يوه شپه کې ۱۲۲ زره کسان خوندي ځایونو ته انتقال شوي. له طبيعي پېښو سره د مبارزې پر مديريت هم نیوکې شته.

د ښارونو په کوڅو کې د سېلابه اوبه
يوه ښځه د ملتان ښار پر يوه سړک روانه ده چې اوبو لاندې کړی دی. ملتان د پنجاب ایالت له سترو ښارونو څخه دی. له اونيو راهېسې شديدو سېلابونو چې د درنو مون سون اورښتونو وروسته راغلي د پاکستان په پنجاب ایالت کې په سونه زره کسان د خپلو کورونو پريښودو ته اړ کړي دي. د چارواکو په حواله څلور میليونه پاکستانيان دې ناورين اغیزمن کړي دي.
د ژوند ژغورلو له پاره تېښته
په جلالپور پيروالا کې ژغورونکي د کښتۍ په وسيله د سيمې اوسيدنکي خوندي ځایونو ته انتقالوي. د چارواکو په حواله يوازې د دوشنبې په ورځ تر ۱۲۲ زرو ډېر کسان د پاکستان په ختيځ کې له پراته دغه ښاره څخه را وايستل شول. د جون میاشتې په پای کې د مون سون د فصل له پېلېدو راهېسې تر اوسه په پاکستان کې تقريباً ۹۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
په سونو کلي اوبو لاندې کړي
هر لوري ته خټې او اوبه؛ تيبا ګيال کلی اوبو لاندې کړی. «پر وخت د خلکو خوندي ځایونو ته انتقال د ژوند ژغورنې باعث شوی که څه هم چې اوس هم ځيني کسان د خپلو کليو پريښودو ته غاړه نه ږدي.» دا څرګندونو د پنجاب ايالت له طبیعي پېښو سره د مبارزې د مدیريت ادارې مشر عرفان علي کاتيا، وکړې. د اګست میاشتې له پای راهېسې ۳۹۰۰ سېمې او کلي سېلابونو اغیزمن کړي.
د ښارونو خوندي ساتلو هڅې
دا د پنجاب ایالت تر ټولو ستر او د پاکستان دویم ستر ښار لاهور دی. چارواکو خبرداری ورکړی دی چې د سيمې ډېر ستر ښارونو لا هم د سېلاب له ګواښ سره مخاماخ دي ځکه په سېندونو کې د اوبو کچه د لوړېدو په حال کې ده. زياته شوې چې له بندونو د اوبو خوشې کولو ته چمتووالی نیول شوی څو اوبه کليوالي سيمو ته وبهيږي او په دې توګه ښارونه خوندي وساتل شي.
موقت سرپناه
په لاهور کې د خیمو په دې کمپ کې سېلاب ځپلو پناه اخیستې ده؛ په پنجاب کې دمګړۍ ۸۰ زره کسان په موقتي سرپناو کې شپې او ورځې تیروي، خو په ستونزمنو شرائطو کې: يوازې لږ خوراکي توکي ورته رسيږي او هوا هم سخته ګرمه ده. يوې اغیزمنې د اسوشيتد پريس خبري آژانس ته وويل: «له موږ سوالګر جوړ شوي.» هغې زياته کړه کور او هر څه چې مو درلودل، له منځه تللي.
د بحران پر مديريت نيوکې
د سيمې اوسيدونکي د چناب د سېند پر غاړه ولاړ او تخيله کيدو ته انتظار باسي. د حکومت د بحران پر مديريت باندې نیوکې شوي: د يو شمیر اغیزمنو سيمو خلک وايي چې ډېره لږه مرسته ورته رسېدلې او يا دا چې مرستې ورته په ځنډ رسېدلي. خو حکومت ټینګار کوي چې په عين وخت کې د ژغورنې او مرستې رسولو عملیات کوي او هره ورځ په مرستو بار لارۍ ليږدوي.
سېلابونو د سيند ايالت هم اغیزمن کړی
په ټولیزه توګه په پنجاب ایالت کې سېلابونو له اګست میاشتې راهېسې ۲،۲ میلیونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي. دا په سيمه کې د څو لسیزو راهېسې تر ټولو ناوړه سېلابونه دي چې اوس یې د پاکستان جنوبي ایالت سيند هم اغیزمن کړی. سيند د۲۰۲۲م کال په سېلابونو کې تر ټولو ډېر ځپل شوی وو. دغه سېلابه په ټول پاکستان کې د ۱۷۳۹ کسانو ژوند اخیستی وو.
په سرحدي سيمو کې خطر
يو سړی هڅه کوي چې خپلې میخې [ګاومیش] خوندي ځای ته انتقال کړي. د پاکستان ګاونډی هېواد هند کې هم د مون سون بارانونو له کبله کړيږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترنګلتياوې نورې هم پراخې کړي. پاکستان پر هند تور لګوي چې له خپلو بندونو یې په قصدي توګه او پر مناسب وخت د خبرداری د ورکولو پرته اوبه خوشې کړي دي او دغه سېلابونه یې لا پسې بدتر کړي دي.