1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

کیف: روسیې د اوکراین پر مهمو تاسیساتو درانه بریدونه کړي

محمد کریم صالح | فرانس پریس، رويترر
۱۴۰۴ آذر ۱۵, شنبه

روسیې تېره شپه د اوکراین پر مهمو تاسیساتو د توغندیو او ډرونونو بریدونو کړي چې له کبله ېې پر زرونو کورنیو اوبه او برېښنا قطع شوي دي. کیف وايي په دغو بریدونو کې ۶۵۳ ډرونونه او ۵۱ کارول شوي دي.

https://p.dw.com/p/54t9q
Ukraine Saporischschja 2025 | Feuerwehreinsatz nach russischem Drohnenangriff
انځور: REUTERS

پر اوکراین د روسیې د تېرې شپې حملې داسې وخت شوي چې د اوکراین او امریکا مرکچي پلاوی په فلوریدا کې د دریمې پر له پسې ورځې له پاره په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو له پاره د ترمپ پر طرحه خبرې کوي.

کیف د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د دسمبر ۶مه) وویل چې د روسیې د دسمبر د ۵مې او ۶مې تر منځ شپې بریدونو کې مهم ځایونه له هغې جملې د انرژۍ تاسیسات او د اورګاډو شبکې په نخښه شوي دي.

د کیف هوايي ځواکونو د شنبې په ورځ وویل چې روسیې تېره شپه پر اوکراین ۵۱ توغندي او ۶۵۳ ډرونونه توغولي دي.

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي پر ټولنیزې رسنۍ لیکلي: «د دغو بریدونو اصلي اهداف يو ځل بیا د انرژۍ تاسیسات ول. د روسيې هدف دا دی تر څو په میلیونونو اوکراینیانو په کړاو کې واچوي.»

آرشیف - د زاپورژیا اټومي بټۍ
بل خوا د اتومي انرژۍ نړېوال سازمان د شنبې په ورځ وویل چې تېره شپه د اوکراین د زاپورژیا اټومي بټۍ پر ټولو برخو موقتي برېښنا قطع شوهانځور: Ukrainian Presidential Press Service/Planet Pix/ZUMA/picture alliance

زیلنسکي زیاته کړې چې د تېرې شپې حملو کې د فاستیف ښار د اورګاډو مهم تمځای اور اخیستی دی. فاستیف د کیف جنوب غرب لور ته په شاوخوا ۷۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

د اوکراین د اورګاډو دولتي شبکې ويلي په دغو حملو کې ځاني تلفات نه دي اوښتي خو د اورګادو ترافیک مختل شوی دی.

اوکرايني چارواکو دغه راز ویلي چې د روسیې د تېرې شپې بریدونو کې په چرنیهیف، زاپورژيا، لویف او په دنیپروپتروفسک سیمه کې د انرژۍ مهم تاسیسات په نخښه شوي دي. د احیا وزارت ویلي دغو تاسیساتو ته د اوښتو زیانونو له کبله په اودیسه سیمه کې پر ۹۵۰۰ کسانو برېښنا او ۳۴زره نورو د اوبه رسولو خدمات قطع شوي دي.

بل خوا د اتومي انرژۍ نړېوال سازمان د شنبې په ورځ وویل چې تېره شپه د اوکراین د زاپورژیا اټومي بټۍ پر ټولو برخو په موقت توګه برېښنا قطع شوه. زاپورژيا د اروپا تر ټولو ستره اټومي بټۍ ده چې له ۲۰۲۲ راپدېخوا د روسیې تر کنټرول لاندې ده. دغه بټۍ حاضردمه برېښنا نه تولیدوي او د اټومي موادو د سوړ ساتلو او د هغو د ویلي کېدو د مخنيوي په خاطر پر بهرنۍ برېښنا متکي ده.

له آرشیف څخه: