جنوبي کوريا: شمالي کوريا ته د ډرون پر استولو پښيمانه يو
۱۴۰۵ فروردین ۱۷, دوشنبه
د جنوبي کوريا ولسمشر لي يای میونګ، د دوشنبې په ورځ پيانګ يانګ کې حکومت ته له هغه وروسته خپله پښيماني څرګنده چې يو ډون د روان کال په سر کې شمالي کوريا ته داخل شوی وو. نوموړي دا ګام يوه «غير مسئولانه» کړنه وبلله.
په سيول کې حکومت لومړی د ډرون په استولو کې له نقش درلودلو څخه انکار کړی وو. دغه ډرون د روان ميلادي کال په جنورۍ میاشت کې شمالي کوريا ته داخل شوی وو او ادعا کيدله چې ملکي موخې لري. خو لي، وويل چې پلټنو وښووله چې حکومتي چارواکو په دې پېښه کې دخيل ول.
اړونده موضوع: شمالي کوریا د سمندر په لور ۱۰ توغندي توغولي
په فبرورۍ میاشت کې د شمالي کوريا حکومت ګواښ کړی وو چې که چېرې یې په هوايي قلمرو کې نور ډرونونه وموندل نو «وحشتناک غبرګون» به وښوول شي. تر دې وروسته د جنوبي کوريا حکومت پلټنې پر لاره واچولې.
د جنوبي کوریا ولسمشر څه وويل؟
د جنوبي کوريا ولسمشر لي يای ميونګ، د کابينې د يوې غونډې په ترڅ کې وويل: «که څه هم چې زموږ حکومت د دې کار قصد نه درلود خو زه له دې کبله [شمالي کوريا سره] خواشينی څرګندوم چې د ځينو کسانو د غير مسئولانه او بې پروا کړنو له کبله غير ضروري پوځي ترينګلتياوې رامنځته شوې.»
لي، وويل: «دا تائيد شوه چې د ملي استخباراتي خدماتو يو چارواکی او يو فعال عسکر پکې ښکيل ول.»
اړونده موضوع: شمالي کوريا: د کیم لور د راتلونکې رهبرې په توګه روزل کیږي
نوموړي زياته کړه چې د جنوبي کوريا اساسي قانون د شخصي کسانو له لوري داسې کړنې منع کوي چې کيدای شي «شمالي کوريا وپاروي.»
هغه وويل: «دا ډول اقدامات که حتی د ملي ستراتيژۍ له پاره اړين هم وي، بايد په ډېر احتياط سره ترسره شي.»
لي، له شمالي کوريا سره د اړيکو د ښه کولو له پاره هلې ځلې کوي نو د هغه تکراري هڅو تر اوسه کومه نتيجه نه ده ورکړې.