طالبان وايي پاکستان د نورستان هیڅ کومه سيمه نه ده نیولې
۱۴۰۵ فروردین ۶, پنجشنبه
يو شمیر ناتائيد شوي رپوټونه وايي چې د افغانستان په لوېديځ کې د نورستان ولايت ځيني برخې د پاکستان د ځواکونو په ولکه کې دي.
خو د طالبانو د دفاع وزارت دا رپوټونه رد کړي او ويلي یې دي »له پاکستان سره د فرضي کرښې» په اوږدو کې ټولې سيمې یې «تر کنترول لاندې» دي.
اړونده موضوع: « د پاکستان نظامیانو د کونړ او ختیځ نورستان لاره تړلې»
د طالبانو د دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي، د ايکس په شبکه کې ليکلي دي چې دفاعي ځواکونه «د خپلې خاورې له هرې لوېشتي څخه دفاع» ته ژمن دي. هغه زياته کړې: «هیڅوک د افغانستان د خاورې د هیڅ برخې په اړه بايد انديښنه ونه لړي.»
د دفاع وزارت د دې وياند په خبره «د ډيورنډ په اوږدو کې ټولې سيمې د امنيتي ځواکونو تر کنترول لاندې» دي او د ځينو «صعب العبور سيمو د حفاظت له پاره هم قوي تعهد موجود دی.»
د دوو ولسواليو د مواصلاتي لارو بنديدل
د رپوټونو پر اساس د نورستان ولايت اوسيدونکو په دې وورستيو کې د دغه ولايت کامديش او برګمټال ولسواليو ته د غځېدلو لارو د تړل کيدو له کبله شکايت درلود او ويلي یې ول چې پاکستاني ځواکونه پر هغو موټرو ډزې کوي چې غواړي دغو دوو ولسواليو ته ولاړ شي او هلته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
اړونده موضوع: د طالبانو او پاکستان ترمنځ تازه نښتې سوي
نورستان د افغانستان په شمال ختیځ کې موقعيت او له پاکستان سره ګډه پولې لري.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو چارواکو ويلي دي چې له پاکستان سره د اوربند د مودې تر ختمیدو وروسته نښتې له سره پېل شوي دي. دا لنډمهاله اوربند د اختر په مناسبت د دواړو اړخونو له خوا اعلان شوی وو.