1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې او اوکراين تر منځ د غلي تړون او غبرګونونه

۱۴۰۱ مرداد ۱, شنبه

د دغه تړون له مخې به اوکراين وکولای سي چې د غلې يا حبوباتو صادرات بيا پیل کړي. د روسيې له خوا د دغو صادراتو په مخ کې د خنډونو له کبله په نړيواله توګه د غله جاتو قيمتونه جګ شوي ول.

https://p.dw.com/p/4EXw1
Ukraine-Krieg | Abkommen über Export von ukrainischem Getreide
انځور: OZAN KOSE/AFP

د مسکو او کيف تر منځ دغه توافق د ترکيې او ملګرو ملتونو د منځګړيتوب په نتيجه کي د جولای په ۲۲ مه نیټه د جمعې په ورځ رامنځته شو. پر دغه توافقنامې د لاسليک وروسته د اوکرايني غله جاتو د صادرولو په وړاندي خنډونه ليري شوي دي. يو د بل سره په جګړه بوختونو يادو هيوادونو تر منځ دا لومړی لوی او مهم تړون دی. پر اوکراين د روسيې د بريد او د اوکراين د غله جاتو د صادرولو په مخکي د خنډونو له کبله په نړيوالو بازارونو کي د حبوباتو قيمتونه ډېر جګ شوي ول او د لوږي د زياتیدنې اندېښنې زياتي شوي وې. خو د دغه توافق په لاسليک کیدو سره د خوراکي امنيت په هکله هيلي زياتي شوي دي.

پر ياد توافق باندي د روسيې په استازيتوب د روسيې د دفاع وزير سيرګې شوييګو او د اوکراين له لوري د بنيادي جوړښتونو یا زیربنا وزير اوليکسانډر کبراکوف لاسليکونه وکړل. د دې تر څنګ د ترکيې د دفاع وزير هلوسي آکار او د ملګرو متلونو سرمنشي انتونيو ګوتیرش هم دغه تړون لاسليک کړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي پر تړون د لاسليک کولو پر وخت وويل: «نن د توري بحيرې لپاره يوه روښانه ورځ ده. دا د هيلي يوه وړانګه ده. د امکاناتو يوه وړانګه ده. د نړۍ لپاره د هوساينې يوه وړانګه ده چي تر بل هر وخت ورته نن يې اړتيا زياته وه.»

د دغه تړون په هکله کوم معلومات سته؟

د روسيې او اوکراين تر منځ د ياد تړون په هکله لا تر اوسه جزيات نه دي خپاره کړل شوي. ترکيې او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتیرش د څو مياشتو راهيسي د دغه تړون د رامنځته کیدو لپاره هلي ځلي او منځګړيتوب پیل کړی و.

اټکل کيږي چي دمګړی د اوکراين په زيرمه تونونو کي د ۲۲ مليون ټنو په شاوخوا کي حبوبات موجود دي چي د ياد تړون د لاسليک وروسته به نړيوال بازار ته وړاندي کړل شي. د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل: «موږ به په راتلونکو ورځو کي له توري بحيرې څخه د نړۍ د بيلو هيوادونو لپاره يو نوی کوريدور پرانيزو.»

ګوتیرش وويل چي د غله جاتو د لیږلو لپاره به د توري بحيرې له درو بندرونو اوډيسا، چيرنو مورسک او يوزيني څخه کار پیل شي.

د روسيې د دفاعي چارو وزير وويل: «موږ ژمنه پوره کړېده او روسيه به هم د بندرونو له پرانستل کیدني څخه هيڅ ګټه پورته نه کړي.»

د ملګرو ملتونو چارواکي هيله لري چي په راتلونکو اونيو کي به د حبوباتو صادرات د جګړې له مخکي وخت کچې يعني په مياشت کي پنځه میليون ټنه ته پورته شي.

د راپورونو له مخي دواړو اړخونو پر دې توافق کړی دی چي و اوکراين ته د تلونکو کښتيو به لومړی تلاښي کيږي او بيا به اوکراين ته ځي. د دغې تلاښۍ مقصد به دا وي چي روسيه ډاډه شي چي اوکراين ته په تلونکو دغو کښتيو کي نظامي تجهيزات نه لیږل کيږي. له اوکراين څخه له غلې ډکي کښتۍ چي روانيږي نو د هغوی تلاښي به هم اخيستل کيږي.

د نړيوالو مشرانو غبرګونونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتیرش د دغه تړون په هکله وويل چي له کبله به يې په اقتصادي توګه شاته پاته هيوادونو ته راحت پيښ شي. په وينا يې دغه هيوادونه د بدحالۍ دهليز ته رسیدلي ول او پکې انسانان د قحطۍ سره مخامخ دي. هغه زياته کړه: «د دغه تړون په مرسته به په نړيوال بازار کي د غله جاتو قيمتونو ته د استحکام ورکولو په ترڅ کي هم مرسته وشي. دغه قيمتونه د جګړې څخه مخکي لا هم خپل اوج ته رسیدلي ول.»

اروپايي اتحاديې په خپله اعلاميه او د روسيې او اوکراين د تړون په هکله ويلي دي: «دغه تړون د روسيې د يرغل له امله په نړيواله توګه د غلې د رامنځته شوي بې ثباتۍ د تر کنټرولولو د هلوځلو په لاره کي يو مهم قدم دی.» په اعلاميه کې زياته شوېده چي د دغه تړون برياليتوب په دې پوري مربوط دی چي په چټکۍ او په ښه نيت عملي کړل شي.

د دغه تړون د لاسليک پر وخت حاضر د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل: «موږ چي د اوکراين او روسيې سره په ګډه کوم مشترک قدم پورته کړی دی، له هغه څخه هيله ده چي د امن لاره بیرته پرانيستله شي.»

د امريکا متحده ايالاتو په محتاطانه توګه د دغه تړون هرکلی کړی دی. د امریکا متحده ايالاتو د باندنيو چارو د وزارت وياند نیډ پرايس وويل چي واشنګټن دې ته ځير دی چي مسکو به د تړون پر شرايطو څنګه عمل کوي.

د اوکراين غبرګون

د اوکراين ولسمشر مشير مايخيلو پوډولياک د جمعې په ورځ په يوه ټويټري پيغام کي وليکل چي د اوکراين ولسمشر به پخپله پر دغه تړون لاسليک ونکړي، بلکه د ترکيې او ملګرو ملتونو سره به د تړون پر نقل امضا وکړي.

هغه زياته کړېده چي روسي کښتۍ به د غلې د لیږدونکو کښتيو سره مل نه وي او نه به هم روسۍ کښتۍ د اوکراين پر بندرونو موجودې وي. نوموړي ليکلي: «که د کښتيو د جاج اخيستني کومه اړتيا پيدا سوه نو به دغه جاج د ترکيې په سمندري حدودو کي د مشترکه ډلو له خوا اخيستل کيږي.»

کيف د دې ضمانت هم غوښتی دی چي روسيه به د دغه تړون څخه په ناوړه ګټه اخيستنې سره له دغه کوريدور څخه د اوډيسا پر بندر د حمله کولو لپاره کار نه اخلي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.