1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بیړنیو اقداماتو ته د کابل د غیر پلاني سیمو اوسیدونکو اړتیا

شمس الرحمن ناصر | حسین سیرت
۱۴۰۴ دی ۷, یکشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري استوګنې پروګرام وایي چې په ځانګړي ډول د کابل غیرپلاني سیمې له اقلیمي بدلون څخه ډیر اغیزمن کیږي. وروستیو وچکالیو د څښاک پاکو اوبو ته د دغو سیمو د اوسیدونکو لاس رسی لا زیات ستونزمن کړی دی.

https://p.dw.com/p/562Kk
کابل کې ماشومان له ټانکر څخه اوبو ترلاسه کولو ته په نوبت کې ولاړ دي
په کابل کې د تپو او غریزو سیمو اوسیدونکو د اوبو کمښت له جدي ستونزې سره مخامخ ديانځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو سازمان د انساني استوګنې پروګرام (UN Habitat) د یکشنبې (د دسمبر میاشتې ۲۸ نیټه) په ورځ وویل چې د افغانستان په پلازمېنه کابل ښار کې د غیر پلاني یا بې نقشې سیمو اوسیدونکي اقلیمي بدلونو ځپلي او بیړنیو اقداماتو ته اړتیا لري.

د دغه نړیوال سازمان له خوا د وړاندې کړای شوو شمیرو له مخې کابل د دغه هیواد د وګړو ۴۰ سلنه اتباعو ته په ځان کې ځای ورکړی دی چې له هرو ۵ کسانو څخه ۴ یې په غیر پلاني یا بې نقشې سیمو کې ژوند کوي.

په مجموع کې اوبو او په ځانګړي توګه د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی د کابل د اوسیدونکو یو له مشکلاتو څخه دی، خو هغه خلک چې په غرونو او تپو کې ژوند کوي بیا له دې ستونزې ډیر کړیږي.

ملګرو ملتونو د روان کال په دوبي کې هم په کابل کې د اوبو د کمښت کړکیچ له کبله خبرداری ورکړی و او ویلې یې و چې په دې ښار کې د اوبو کمښت بحراني سطحې ته رسیدلی دی او د کابل شپږ میلیونه اوسیدونکي یې اغیزمن کړي دي.

مخکې به هغو کورنو ته د نلونو په وسیله اوبه رسول کیدل چې د کابل په تپو کې به یې ژوند کولو، خو په دې وروستیو کلونو کې د وچکالیو له کبله دغو اوبو ته لاس رسی هم محدود شوی دی.

په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت او د اوبو د اکثرو څاګانو د وچیدو له کبله، اوبو ته د دغو سیمو د اوسیدونکو لاس رسی لا زیات محدود شوی او دوی مجبوره دي چې له ټانکرونو څخه اوبه وپيري.

د دغو سیمو اوسیدونکي په داسې حال کې د خپل اړتیا وړ اوبو ترلاسه کولو له پاره باید پیسې ورکړي، چې د ملګرو ملتونو سازمان د بنسټونو په حواله د بودیجې د کمښت له کبله په افغانستان کې د لوږې کړکیچ لا زیات شدت موندلی دی.

افغانستان کې د اوبو ستونزه؛کابل د اوبو له جدي کمښت سره مخ دی

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب