1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني پولیسو تښتېدلی پړانګ په ډزو وواژه

۱۴۰۵ اردیبهشت ۲۷, یکشنبه

د آلمان پولیسو يو پړانګ چې له یوه شخصي هستوګنځاي څخه تښتېدلی وو، په ډزو وژلی دی. پېښه ختيځ ښار لايپزيګ ته څېرمه شوې ده.

https://p.dw.com/p/5DsWX
آرشیف - یو پړانګ د سرکس په ننداره کې
د آلمان پولیسو د مي میاشتې په ۱۷مه ۲۰۲۰۲۶ لايپزیک ښار ته څېرمه يو پړانګ چې له یوه شخصي هستوګنځاي څخه تښتېدلی وو، په ډزو وژلی دیانځور: Lindenthaler/IMAGO

د آلمان خبري آژانس په حواله، د پولیسو یوې ویاندې د یکشنبې په ورځ د می ۱۶مه وویل چې دغه پېښه د آلمان ختيځ ښار لایپزیګ ته څېرمه په شکويدیتس ښار کې شوې ده.

ویاندې وويل چې یو کس برسېرن ټپی شوی چې روغتون ته رسول شوی او له دې پرته «نور د خلکو له پاره کوم خطر نشته.»

چارواکو ويلي چې پړانګ په یو شخصي ځای کې ساتل کېده چې تر تېښتې وروسته په یوه باغ کې په ډزو ووژل شو، خو دا ېې نه دي ويلي چې پړانګ څنګه تښتېدلی وو.

پولیسو ډاډ ورکړی چې په حاضر وخت کې داسې کومې نښې نښانې نشته چې کوم بل حیوان دې هم تښتېدلی وي. چارواکي په پام کې لري يو ډرون پورته او ټوله سیمه وڅاري تر څو ډاډ ترلاسه شي چې په ټوله سیمه کې بل تښتېدلی خطرناک حیوان نه شته.

ځايي رسنیو ويلي تر دې مخکې د لايپزيک پر یوه اوسېدونکي د پړانګانو د ساتنې پر له پسې ادعاوې شوې وې.