ترمپ: اوکراين ته امنيتي تضمينونه بايد اروپا ورکړي نه امريکا
۱۴۰۳ اسفند ۹, پنجشنبه
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، ويلي دي چې امريکا نه، بلکې اروپا به اوکراين ته امنيتي تضمينونه ورکوي. ترمپ، د کابينې په يوه غونډه کې وويل: «زه به ډېر زيات امنيتي تضمينونه ور نه کړم. موږ د دې کار له پاره اروپا لرو ځکه اروپا یې نږدې ګاونډی دی، خو موږ به د دې ډاډ ترلاسه کړو چې هر څه سم پر مخ ولاړ شي.»
تر دې دمخه ترمپ، ويلي ول چې د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، به د جمعې په ورځ واشنګټن ته سفر وکړي څو د کميابو خاورو او نورو مهمو منرالونو يو تړون لاسليک کړي.
په کيف کې حکومت تمه لري چې د تړون په لاسليک کولو سره به یې له هېواد سره د واشنګټن له لوري په دې تړاو امنيتي ژمنې وشي چې روسيه به په اوکراين کې د بل هر ډول پوځي اقدام څخه منع کوي.
ترمپ، هم په خپله ټاکنیزه مبارزه کې دا خبره کړې وه چې د هغه ټاکل کيدل به په اوکراين کې د روسیې جګړې ته د پای ټکی کیښږدي.
د امريکا سفر د مخه پر «امنيتي تضمينونو ټينګار»
د اوکراين ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي، په واشنګټن کې د جمعې په ورځ د متحده ايالاتو له ولسمشر سره د طبيعي زېرمو په اړه د خبر اترو ترمخه ټینګار کړی دی چې امنيتي تضمينونه ډېر مهم دي.
زيلنسکي، په خپل ماښامني ويډيو پېغام کې وويل: «له امريکا سره تړون. زموږ له هېواد او خلکو سره ملاتړ. د سولې او امنيت تضيمن - دا د دې د تضمينولو کيلۍ ده چې روسيه به نور هېوادونه نه تباه کوي.»
نوموړي زیاته کړه: «زما له پاره او په نړۍ کې زموږ د ټولو له پاره، دا مهمه ده چې د امريکا ملاتړ ونه دريږي. سولې ته د رسېدو په لار کې ځواک اړين دی.»
ترمپ: اوکراين کولی شي په ناټو کې د شاميليدو خبره «هیره کړي»
ولسمشر دونالد ترمپ، د ناټو په پوځي ائتلاف کې د اوکراين د شاميليدو هیله رد کړې ده او په دې ترتيب یې يو ځل بيا د روسیې دې دريځ ته انعکاس ورکړی دی چې دا مسئله پر اوکراین باندې د یرغل باعث شوه.
ترمپ، وويل: «تاسې کولی شئ ناټو هيره کړئ. زما په فکر احتمالاً همدا علت دی چې دا هر څه پېل شول.»
روسیې په تکراري ډول د شوروي اتحاد تر پاشل کيدو وروسته د ناټو د لمنې د پراختيا او په ځانګړي توګه په دغه پوځي ائتلاف کې د اوکراين د غړيتوب هيلې، په اوکراين کې د جګړې علت بللی دی.
په دې منځ کې د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، په پرله پسې توګه په ناټو کې د اوکراين د شاميليدو غوښتنه کړې ده او په دې آند دی چې دا د اوکراين د خپلواکۍ او د خپل ختیځ، په اتومي وسلو سمبال ګاونډي په مقابل کې یې د آزادۍ د تضمين يوازنۍ لاره ده.