1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران کړکېچ: ترمپ وايي پر ایران د نوو بریدونو احتمال شته

احمد ولي اڅکزی | آژانسونه
خپور شوی ۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۳, یکشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۳, یکشنبه

دونالد ترمپ ويلي، د ایران له خوا د«نامناسب چلند» په صورت کې د پوځي بریدونو د امر کولو احتمال شته. نوموړي مخکې تر دې ویلي و چې د ایران له خوا استول شوې نوې طرحه به زر وارزوي. دغه او نور خبرونه دلته په ژوندۍ بڼه:

https://p.dw.com/p/5DB6r
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونلد ترمپ
دونالد ترمپ ويلي پر ايران د نوو بریدونه احتمال شتهانځور: Matt Rourke/AP Photo/dpa/picture alliance
د هغه څه چي بايد په پوه سئ له برخې تیريدل

هغه څه چي بايد په پوه سئ

  • اسرائیل د لبنان په سویل کې د یو شمیر سیمو تخلیه کولو امر کړی
  • ایران کې د مظاهرو اړوند اعدام
  • ترمپ وايي پر ایران د بریدونو د بیا پیلولو احتمال شته
د اسرائیل د لبنان په سویل کې د یو شمیر سیمو تخلیه کولو امر کړی له برخې تیريدل
خپور شوی ۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۳, یکشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۳, یکشنبه

اسرائیل د لبنان په سویل کې د یو شمیر سیمو تخلیه کولو امر کړی

د اسرائیل له برید وروسته له ویشتل شوي ځای څخه لوګي پورته کیږي
اسرائیلي ځواکونو د لبنان په سویل کې د تر لسو ډیرو کلیو اوسیدونکو ته د خپلو کورونو د تخلیه کولو امر کړی دیانځور: AFP


د اسرائیل دفاعي ځواکونو د اوربند سربیره، په سویلي لبنان کې تر خپل کنترول بهر سیمو کې د ډیر شمیر کلیو اوسیدونکو ته له دغو ساحو څخه د وتلو امر کړی دی. د دې اوربند هدف د ایران له ملاتړ څخه برخمنې وسله والې ډلې حزب الله سره، د جګړې رامنځته کېدو مخه نیول دي.

د اسرائیلي پوځ د عربي ژبې ویاند اویخایې ادراعي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي «د خپل خوندیتوب له پاره په عاجل ډل خپل کورونه تخلیه کړئ او لږ تر لږه ۱۰۰۰ متره لیري پراخو سیمو طرف ته لاړ شئ.»

دغه خبرداری د تر لسو ډیرو کلیو اوسیدونکو په هکله صدق کوي، په کوم کې چې د لیطاني سیند په شمال کې د النبطیه والسوالي هم شامله ده. د دې سیند په سویل کې اسرائیلي ځواکونه ځای پرځای شوي دي.

اسرائیل د لبنان په سویل ځینو سیمو بریدونه کړي دي


د لبنان د دولتي خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ اسرائیل د شنبې (د می میاشتې ۲ نیټه) په ورځ د لبنان په سویل مختلفو برخو کې بریدونه کړي او مرګ ژوبله یې اړولې ده.
اسرائیلي پوځ اعلان وکړ چې حزب الله پورې اړوند لسګونه ځایونه یې په نښه کړي دي.
دغه بریدونه د حزب الله او اسرائیل ترمنځ د ماتیدونکي نازک اوربند سربیره، ورځنی معمول اوښتی دی.
د اوربند متن اسرائیل ته دا حق ورکوي، څو د هغه څه پر وړاندې چې «دوی یې پلان شوي بریدونه، په نزدې راتلونکي کې پيښیدونکي او یا روان» بولي، اقدام وکړي.
دواړه خواوې په پرله پسې ډول یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي.
په همدې منځ کې حزب الله پر اسرائیلي ځواکونو د څو بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
دغې ملیشه ډلې چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي، د مارچ په دویمه لبنان د منځني ختیځ په جګړه کې ښکیل کړ.
له هغه وخت راهیسې په لبنان کې تر ۲۶۰۰ ډیر انسانان د اسرائیل په بریدونو کې وژل شوي او تر یوه میلیون ډیر نور بې ځایه شوي دي.
 

https://p.dw.com/p/5DBFF
د ایران کې د مظاهرو اړوند اعدام له برخې تیريدل
۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۳, یکشنبه

ایران کې د مظاهرو اړوند اعدام

احمد ولي اڅکزی | د آلمان خبري آژانس

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې ایران د یکشنبې په ورځ یو بل د اعدام حکم پلي کړی چې د ۲۰۲۲ کال د ښځو د اعتراضونو سره تړاو لري. دا په څو کلونو کې لومړی ځل دی چې د دغو اعتراضونو سره تړلی اعدام ترسره کېږي.
د راپور له مخې، محراب عبدالله‌زاده تورن و چې د اورمیا ښار کې د ګډوډیو پر مهال یې یو امنیتي افسر وژلی دی.
د ناروې مېشته د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې عبدالله‌زاده د ۲۰۲۲ کال له اکتوبر راهیسې نیول شوی و. د هغه د اعدام حکم د ایران د سترې محکمې له خوا د ۲۰۲۵ کال په دسمبر کې تایید شوی و، او وروسته یې اپیل هم د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې رد شوی دی.

دې سازمان ویلي چې دغه ۲۷ کلن کس د نیول کېدو مخکې سلماني کاوه.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې عدلي سیستم عبدالله‌زاده د اعتراف ترلاسه کولو لپاره ۴۲ ورځې رواني او فزیکي شکنجه کړی دی. ویل کېږي چې هغه په محکمه کې تورونه رد کړي وو.

فعالان له اوږدې مودې راهیسې دا ډول محاکمې تر نیوکې لاندې راولي او وايي چې عادلانه قانوني بهیر نه لري او سیاسي بڼه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر فولکر تيورک د وروستیو نیونو او اعدامونو زیاتوالی غندلی دی.

د روان کال په جنوري کې، د اقتصادي ستونزو او سیاسي ناخوښیو له امله نوې پراخې مظاهرې پیل شوې. امنیتي ځواکونو دا اعتراضونه په چټکۍ سره وځپل، چې څارونکي یې د ۲۰۲۲ کال وروسته تر ټولو جدي ګډوډي بولي.
د اعتراضونو پیل
دا اعتراضونه د جینا مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شول، چې یوه ځوانه کُردۍ ښځه وه او د اسلامي حجاب د اصولو د نه مراعت کولو په تور د ایران د امر بالمعروف پولیسو  په توقیف کې مړه شوه.
له هغه وخت راهیسې، عدلي سیستم له دې اعتراضونو سره تړاو لرلو په تور تر لسګونو زیات کسان اعدام کړي دي. 
 

https://p.dw.com/p/5DBFE
د ترمپ: پر ایران د بریدونو د بیا پیلولو احتمال شته له برخې تیريدل
۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۳, یکشنبه

ترمپ: پر ایران د بریدونو د بیا پیلولو احتمال شته

شمس الرحمن ناصر | اکسيوس ټکی کام

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د شنبې (د می میاشتې ۲ نیټه) په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د ایران له خوا د «نامناسب چلند» په صورت کې د نوو نظامي بریدونو د امر صادرولو احتمال شتون لري.
نوموړي د تازه بریدونو احتمال په اړه پوښتنې په ځواب کې وویل: «که هغوي بدرفتاري وکړي یا کوم ناوړه کار ترسره کړي، خو اوس باید وکتل شي. دا یو احتمال دی چې یقیناً کېدای شي پیښ شي»

همدارنګه رپوټونه وایي چې د سنتکام د قوماندان برد کوپر، له خوا د پنجشنبې په ورځ پر ایران د احتمالي بریدونو په اړه نوې طرحې ترمپ ته وړاندې شوې دي.

کوپر له دې غونډې وروسته سیمې ته استول شوی او د شنبې په ورځ یې په عرب سمندر کې د مستقرې جنګي بیړۍ «یو اس اس تریپولي» له نظامي ځواکونو سره لیدلي دي.

«اکسیوس» خبري پورتال د یکشنبې (د می میاشتې ۳ نیټه) په سهار رپوټ ورکړ چې ترمپ دغه څرګندونې داسې مهال کړي دي چې امریکا او ایران دواړه د شخړو پای ته رسولو په خاطر یوې موافقې ته د رسیدو له پاره د طرحو د تبادلې په حال کې دي، په داسې حال کې چې پوځي انتخاب اوس هم لا پر میز باندې باقي پاتې دی.

اکسیوس لیکلي دي چې ایران تازه یو ۱۴ ماده اي نوې طرحه وړاندې کړې ده چې په هغې کې د هرمز تنګې د پرانیستلو پر سر مذاکراتو له پاره یو میاشتنې مهلت او د امریکا د سمندري محاصرې پای ته رسول شامل دي.

وروسته له هغې د مذاکراتو په دویم پړاو کې د ایران د اټومي پروګرام په هکله خبرې اترې په پام کې نیول شوي دي.
ترمپ د دې طرحې په غبرګون کې وویل چې دغه وړاندیز به وارزوي، خو نوموړي د «سوشل تروث» په ټولنیزه شبکه کې ټینګار کړی دی چې فکر نه کوي دغه طرحه دې د منلو وړ وي. 

د هغه په وینا ایران لا تر اوسه پورې «د بشریت او نړیوالې ټولنې پر وړاندې» د خپلو ۴۷ کلنو اقداماتو «کافي بیه» نه ده پرې کړې.

https://p.dw.com/p/5DB71
د نورو پستونو ښودل
Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.