د ترکیې پولیسو تر سلو ډېر مشکوک داعشیان نیولي دي
۱۴۰۴ دی ۹, سهشنبه
د ترکیې پولیسو په استانبول او انقره کې د «اسلامي دولت» نومې وسله والې ډلې یا داعش پر ضد عملیات، د شمالغربي ایالت یالوا تر خونړۍ نښتې یوه ورځ وروسته ترسره شوي دي.
په یالوا کې نښته هغه وخت رامنځ ته شوه چې پولیسو پر یوه کور چې داعشیانو ورڅخه استفاده کوله چاپه ووهله. په رامنځ ته شوې نښته کې دوه پولیس او د داعش شپږ جنګیالي ووژل شول، یو ساتونکی او اته نور پولیسان ټپیان شول.
د استانبول لویې څارنوالۍ د سه شنبې په ورځ وویل پولیسو په استانبول او دوو نورو ولایتونو کې پر ۱۱۴ ځایونو هم مهاله چاپې ووهلي چې په ترڅ کې ېې ۱۱۰ مشکوک کسان نیول شوي دي.
ترکیې تېره اوونۍ د داعش پر مشکوکو پټنځایونو د عملیاتو یوه پراخه لړۍ پیل کړه. دغه عملیات وروسته له هغې پیل شول چې د چارواکو په خبره، داعش پلان درلود چې د کریسمس او نوي کال په ورځو کې بريدونه ترسره کړي.
څارنوالۍ زیاته کړې چې د نیول شوو کسانو په ډله کې يو شمیر ېې د یالوا ایالت له حملې سره ارتباط لري او پر نورو یې شک دی چې د نوي کال په وروځو کې ېې د ممکنه بریدونو پلان درولود.
د لویې څارنوالۍ په خبره، پر یو شمېر نورو ېې تور دی چې د خیریه چارو تر پوښښ لاندې ېې پېسې ټولولې او سوریه کې ېې د داعش شبکې ته استولې.
چارواکو ویلي چې په انقره کې پولیسو ۱۷ مشکوک کسان نیولي چې ۱۱ یې بهرنیان دي. دوی زیاتوي پولیسو دیجیتل وسایل هم ترلاسه کړي چې ورباندې په جنګي علاقو کې له داعش جنګیالیو سره اړيکې نیول کېدې.
داعش ډلې تر دې مخکې په ترکیه کې خونړۍ حملې ترسره کړي دي. له دغو حملو یوه ېې د ۲۰۱۷م کال د جنوري په لومړۍ نېټه د نوي کال د لمانځنې پرمهال پر یوه نايټ کلب وشوه چې پکې ۳۹ کسان ووژل شول.
له آرشیف څخه (01.01.2025):