د چين فضايي پروګرام له پاره دوه پاکستاني ستورمزلي انتخاب شوي
۱۴۰۵ اردیبهشت ۳, پنجشنبه
د رويترز خبري آژانس په حواله دواړه غوره شوي پاکستاني ستورمزلي به اوس د روزنې له پاره چين ته سفر وکړي چېرې چې به له دوی څخه يو یې د يوه فضايي ماموريت په ترڅ کې د بار وړلو د برخې د کارپوه په توګه شامل وي او هلته به کار پر مخ وړي.
يو پاکستانی کانديد د احتياطي ستورمزلی په توګه
د رپوټونو په حواله د چين د فضايي پروګرام له پاره د پيکنګ د يوه نږدې ملګري او ګاونډي هېواد پاکستان څخه د کانديدانو په توګه که څه هم چې دوه ستورمزلي انتخاب شوي خو له دوی څخه به یې يوازې يو ساينس پوه فضا ته ولاړ شي او د چين د يوه داسې فضايي ماموريت برخه به وي چې انسانان به هم پکې شامل وي.
اړونده موضوع: چين له سپوږميه ډبرو راوړلو ته فضايي بيړۍ واستوله
د چين د شينهوا دولتي خبري آژانس د دې دواړو پاکستانيانو ابتدايي انتخاب يوه «ډېره مهمه بريا» وبلله چې د چين فضايي مرکزونو په اړه هلو ځولو په ترڅ کې د نړيوالې همکارۍ يوه څرګنده بېلګه هم ده.
شينهوا د غوره شویو پاکستاني ستورمزلو نومونه محمد ذیشان علي او خرم داود ياد کړي دي چې دواړه به چين ته سفر وکړي او له دوی څخه به یې يو د احتياطي ستورمزلي په توګه د خپل بل همکار سره يوځای رزونه ترلاسه کړي.
اړونده موضوع: چين مريخ ته خپل لومړی ماموريت پيل کړ
دغه خبري آژانس زياته کړې ده چې د پيکنګ د دغه فضايي ماموريت له پاره چې انسانان هم پکې شامل دي، د لومړنيو بهرني ستورمزلو کانديدانو په توګه دا دوه پاکستاني ساينس پوهان په حتمي توګه د روانې ميلادي میاشتې په سر کې غوره شوي ول.