ګواتیمالا: د مساپروړونکي بس د اوښتو پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي
۱۴۰۴ دی ۶, شنبه
د ګواتیمالا چارواکو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د دسمبر ۲۷مه) وویل چې پېښه په غرب کې د انتر-امریکن په نوم لويه لار کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې یو مساپر وړونکی بس موټر له سړکه ووت او یوې درې ته وغورځېد.
د اوروژنې ادارې یو ویاند ليوناردو امادو، خبریالانو ته وويل: «په دغه ترافيکي پېښه کې ۱۵ کسان چې ۱۱ نارینه، ۳ ښځې او یو ماشوم په کې دي، مړه شوي دي.» هغه زیاته کړه، شاوخوا ۱۹ کسان ټپیان شوي چې نژدې روغتونونو ته رسول شوي دي.
دغه ترافيکي پېښه د سولولا په نوم علاقه کې رامنځ ته شوې ده. دغه علاقه د ډېر منیار پر لرلو شهرت لري چې له کبله ېې د موټرچلونکو له پاره د دید ساحه کموي.
د ګواتیمالا د اوروژنې ادارې د پېښې انځورونه پر ټولنیزې رسنۍ خپاره کړي دي. په انځورونو کې لیدل کيږي چې یو تخریب شوی بس په یو ګړنګ کې پروت په داسې حال کې چې اوروژونکي هڅه کوي ټپيانو ته نجات او قربانیان ورڅخه راوباسي.