1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيقطر

پر قطر د اسرائيل حملې ته د عرب او اسلامي هېوادونو غبرګون

۱۴۰۴ شهریور ۲۵, سه‌شنبه

په دوحه کې د نژدې ۶۰ عرب او اسلامي هېوادونو مشرانو په یوه بېړنۍ غونډه کې پر قطر د اسرائيل حمله غندلې او د نړۍ له هېوادونو ېې غوښتي چې پر اسرائيل د وسلو پلور متوقف کړي. اسرائيل ويلي هر هېواد حق لري چې خپل د ځان دفاع وکړي.

https://p.dw.com/p/50XIM
 د قطر مرستیال صدراعظم سعود بن عبد الرحمن بن حسن آل ثاني (ښي لور) د متحده عربي اماراتو له مرستیال ولسمشر منصور بن زاید آل نهیان (کيڼ) هرکلی کوي
په دوحه کې د نژدې ۶۰ عرب او اسلامي هېوادونو مشرانو په یوه بېړنۍ غونډه کې پر قطر د اسرائيل حمله غندلېانځور: Qatar News Agency/REUTERS

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس پر دفتر د اسرائیل د تېرې اوونۍ حملې وروسته، د نژدې ۶۰ عرب او اسلامي هېوادونو رهبران په دوحه کې په یوه بېړنۍ غونډه کې سره راغونډ شول. دوی په خپله نهايي اعلامیه کې د اسرائیل یاده حمله غندلې، خو د کومو مشخصو اقداماتو اعلان یا خبرداری ېې نه دی ورکړی.

دغو رهبرانو د نړۍ له هېوادونو څخه غوښتي دي چې پر اسرائيل دې د وسلو پلور متوقف کړي او تر هغې چې اسرائیل په غزه کې جګړه نه وي درولي پر خپلو ديپلوماتيکو او اقتصادي اړیکو دې بیا کتنه وکړي.

غونډې ته د عرب اتحاد او د اسلامي همکاريو سازمان د رابلل شوو غړو هېوادونو د نهايي اعلامیې پر اساس، له هېوادونو غوښتل شوي چې د بندیزونو د لګولو او د وسلو د تحریمونو په ګډون دې «د اسرائيل پر وړاندې قانوني او موثر اقدمات ترسره کړي، ترڅو د فلسطینيانو پر ضد د خپلو یرغلیزو حملو ادامه ودروي.»

په اعلامیه کې د اسلامي همکاريو سازمان د ۵۷ غړو هېوادونو څخه غوښتل شوي چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د اسرائيل د غړيتوب د ځنډولو له پاره دې سره یو ځای شي.

د دوحې د غونډې ګډونوالو «د قطر پر ضد د اسرائیل وحشیانه یرغل» او همدارنګه په غزه کې «د نسل وژنې، توکمي تصفیې او لوږې په ګډون کړنې د اسرائیل د یرغلیزو کړنو ادامه» بللې ده. دوی همدارنګه په نورو سیمو کې د مېشتېدا او د پراختیا طلبۍ تګلارو سره مخالفت ښودلی، وايي دا په سیمه کې سولې ته د رسېدو هر ډول هڅې تضعیفوي. 

 د سوریې ولسمشر احمد الشرع (کيڼ لور) د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر په ۱۵مه د عربي او اسلامي هېوادونو بېړنۍ غونډه کې د ګډون له پاره دوحې ته ورسېد
د سوریې ولسمشر احمد الشرع (کيڼ لور) هم په دوحه کې د عرب لیګ او اسلامي هېوادونو د سپتمبر ۱۵مې بېړنۍ غونډې ته ورغلیانځور: Qatar News Agency/REUTERS

پر قطر د اسرائيل حمله

د اسرائيل جنګي الوتکو تېره اوونۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د هستوګنې په یوه ساحه کې د فلسطینۍ اسلامپاله ډلې، حماس، رهبران په نخښه کړل. په دغه برید کې د یو قطري ساتونکي په ګډون ۶ کسان ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول، خو حماس وویل چې مشران ېې خوندي دي.

پر دوحې دغه حمله داسې وخت وشوه چې په غزه کې د اسرائيل او حماس ترمنځ د اوربند او د اسرائيلي یرغملانو د آزادولو په موخه مذاکراتو ادامه درلوده.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د دوحې د غونډې په څنډه کې د خليج د همکاريو شورا (جي سي سي) شپږو غړو هم برخه اخیستې ده. دوی په یوه جلا اعلامیه کې ويلي دي چې د خليج مشرانو، د جي سي سي د دفاع ګډې شورا ته په دوحه کې د یوې فوري غونډې د جوړېدا سپارښتنه کړې ده. په اعلامیه کې ويل شوي چې په دغه غونډه کې به «د اسرائيل یرغل ته په کتو د غړو هېوادونو د دفاعي وضعیت او د ګواښ د سرچينو ارزونې وشي.»

د اسرائيل حملې ته د قطر غبرګون

د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني، پر دوحه د اسرائيل حمله یو «خاینانه یرغل» بللی، هغه هم د هستوګنې پر داسې یوه محله چې ښوونځي او ديپلوماتیک ماموریتونه پکې فعال دي.

هغه د اسرائیل د حملې په تړاو ویلي: «زما د هېواد پلازمېنه د یو یرغل هدف وګرځيده. دغې بزدلانه تروریستي کړنې زموږ اتباع حیران او ټولې نړۍ ته ټکان ورکړ.»

تمیم وویل چې دغه حمله داسې وخت وشوه چې په دوحه کې د حماس مشران د قطر او مصر په منځګړيتوب د امریکا متحده ایالاتو پر پروپوزل خپله ارزونه کوله. هغه پر اسرائيل تور ولګاوه چې په غزه کې له جګړې څخه د خپلو سرحدي اهدافو له پاره ناوړه استفاده کوي.   

دوحه د سپتمبر ۱۶مه ۲۰۲۵ - په انځور کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو (کيڼ لور) او د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر په ۱۶مه په قطر کې د دغه هېواد له امیر تمیم بن حمد آل ثاني سره د کتنې پر مهالانځور: Nathan Howard/REUTERS

په ژنیف کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کميټې ویلي چې نن سه شنبه په یوه بېړنۍ غونډې کې پر قطر د اسرائيل د سپتمبر ۹مې حملې په تړاو خبرې اترې کوي. د دغې شورا سکرتریت پرون دوشنبه وویل چې دغه غونډه د پاکستان او کويټ په غوښتنه جوړيږي.

د اسرائيل غبرګون

د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پر قطر د اسرائيل د حملې غندنه رد کړې او هغه ېې «ریاکاري» بللې ده.

نتنیاهو ویلي دي: «د نړیوالو قوانینو پر اساس دا د هر هېواد حق دی چې د هغو پر وړاندې له سرحدونو ورهاخوا هم د خپل ځانه دفاع وکړي چې کېدای شي د هغوی اتباع ووژني.» هغه زیاته کړې چې «دولتونه نه باید تروریستانو ته امن ځایونه مهیا کړي.»

نتانیاهو د بېلګې په توګه د امریکا د سپتمبر ۱۱مې بریدونو وروسته د افغانستان او پاکستان یادونه کړې ده: «د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مې تروریستي بریدونو وروسته، هېڅ هېواد په افغانستان او پاکستان کې د القاعده شبکې پر ضد د امریکا متحده ایالاتو اقدامات محکوم نه کړل.» نتانیاهو ويلي چې د اسرائيل نړیوال محکومول «لویه بدبیني او ریاکاري» ښکاره کوي.

له قطر د امریکا غوښتنه

قطر په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو ستراتيژیک متحد دی او په منځني ختيځ کې د امریکا تر ټولو لویه پوځي اډه هم په قطر کې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبيو له قطر سره د خپل هېواد د نژدې اړیکو پر ادامې ټینګار کړی دی. روبيو له قطره غوښتي چې د وروستۍ پېښې په صرف نظر سره دې د حماس او اسرائيل تر منځ د یرغملانو د آزادولو په خاطر خپل منځګړيتوب ته ادامه ورکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل