1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۷۱ نور افغانان له پاکستانه الوتکو کې آلمان ته را انتقال شول

۱۴۰۴ آذر ۸, شنبه

۷۱ نور افغانان له پاکستان څخه په الوتکو کې آلمان ته انتقال شول. د آلمان د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې دغه افغانان د آلمان برلین او هانوفر ښارونه ته ورسېدل.

https://p.dw.com/p/54Tg3
آرشیف د آلمان هنوفر هوايي اډه - د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر میاشتې په لومړۍ نيټه یوه ډله افغانان په الوتکه کې آلمان ته ورسېدل
۷۱ نور افغانان له پاکستان څخه په الوتکو کې آلمان ته انتقال شولانځور: Christian Mang/REUTERS

د آلمان حکومت تېره ورځ په داسې حال کې ۷۱ نور افغانان له پاکستانه راانتقال کړل چې د امریکا حکومت د نیویارک د چهارشنبې ورځې (د ۲۰۲۵ کال د نوامبر ۲۶مه نېټه) مرګوني برید وروسته د ټولو افغانانو د مهاجرت دوسیې درولي دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت یو ویاند د جمعې په ورځ وويل چې دغه ۷۱ افغانان په الوتکو کې د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباده د برلین او هانوفر ښارونه ته رسېدلي دي. ویاند وویل چې دغه افغانان د آلمان د منل کېدو فدرالي پروګرام له لارې راانتقال شوي دي.

سربېره پر دې چې صدراعظم فریدریش مېرڅ د مهاجرو شمېر د کمولو له پاره مبارزه کوي، خو د هغه په حکومت کې د ژمنه شوو افغانانو انتقال ادامه لري. د می میاشت راپدېخوا چې د مېرڅ په مشرۍ د آلمان نوی فدرالي حکومت خپل کار پیل کړی، دا لسمه ډله افغانان دي چې د یادو پروګرامونو په چوکاټ کې آلمان ته راانتقاليږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې دغو ټولو ۷۱ کسانو هېواد ته د داخلېدو قانوني ژمنې ترلاسه او د منل کېدو او د امنيتي چک اپ ټول مراحل ېې بشپړ شوي دي.

لا هم په حدود د ۱۹۰۰ نور افغانان په دې هيله د انتظار ژوند تېروي چې د آلمان د منل کېدو مختلفو پروګرامونو له لارې آلمان ته انتقال شي.

پاکستان؛ جرمني ته د تګ په هیله په ډار او ویره کې ژوند

  په دغو کسانو کې د آلمان پخواني محلي همکاران او د هغوی کورنۍ او همدارنګه د خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو په څېر افراد شامل دي چې وايي په افغانستان کې له خطر سره مخ دي.

هغه افغانان چې د آلمان د منلو پروګرامونو له لارې آلمان ته انتقاليږي اکثریت ېې په پاکستان کې انتظار دي، په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د اخراج پروسه ډېره چټکه کړې ده. پاکستان آلمان ته د روان کال تر پایه وخت ټاکلی چې د دغو افغانانو د انتقال مراحل بشپړ کړي. تر دې مخکې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې پاکستان ځېنې هغه افغانان هم افغانستان ته اخراج کړي چې د آلمان د منل کېدو په پروګرامونو کې شامل دي.

دغه ۷۱ افغانان په داسې وخت کې آلمان ته رسېدلي چې د واشنګټن د چهارشنبې ورځې د مرګوني برید په سبا د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د «دريمې نړۍ هېوادونو» د امریکا ویزې معطل اعلان کړې. دغه برید چې پکې د امریکا د ملي ګارد دوه غړي وېشتل شوي، تورن عامل ېې یو ۲۹ کلن افغان ښودل شوی. 

د ترمپ ادارې تر دغه برید وروسته وویل چې د ټولو افغانانو د پناه غوښتنې دوسیو کارونه به «په موثره او سملاسي توګه» په تعلیق حالت کې راولي.  

د هريپور پنډغالی کابو خالي شوی