1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: زر به نړیوال سوله ساتي ځواکونه په غزه کې مستقر شي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ آبان ۴, یکشنبه

ترمپ د قطر له امیر سره په لیدنه کې وویل چې زر به نړیوال سوله ساتي ځواکونه په غزه کې مستقر شي. هغه وویل چې ۵۹ هیوادونه د ځواکونو استولو ته اماده دي. د دغو ځواکونو دنده به د اوربند تضمینول او امنیت خونديتوب وي.

https://p.dw.com/p/52apc
دونالد ترمپ د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره ولیدل.
دغه لیدنه کتنه د امریکا د ولسمشر په الوتکه «ایرفورس ون» کې دننه او مالیزیا ته د ترمپ د سفر په مسیر کې ترسره شوې ده.انځور: Andrew Caballero-Reynolds/AFP

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د قطر په «العدیده» هوایي ډګر کې د لنډ مهاله توقف پر مهال د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني، لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني او د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل.

دغه لیدنه کتنه د امریکا د ولسمشر په الوتکه «ایرفورس ون» کې دننه او مالیزیا ته د ترمپ د سفر په مسیر کې ترسره شوې ده.

د رسمي رپوټونو په حواله، د خبرو اترو اصلي محور په غزه کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو مستقر کیدل و. ټاکل شوې ده چې دغه ځواکونه به د غزې له پاره د ترمپ د سولې طرحې د دویم پړاو په چوکاټ کې فعالیت وکړي او دنده به یې د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند د عملي کیدو تضمینول او د امنیت ساتل وي.

ترمپ خبریالانو ته وویل چې قطر مذاکراتو ته د زمینې مساعدولو او منځګړیتوب په برخه کې مهم رول درلود او اوس کولی شي په راتلونکي پړاو، یعنې د سوله ساتي ځواکونو په مستقر کولو کې نقش ولوبوي.

د امریکا ولسمشر همدارنګه زیاته کړه: «هیله لرم چې دغه اوربند د ټولو خواو له پاره پایداره پاتې شي، ځکه ژمنه شوې ده او باید ورته ژمن پاتې شي.»

د ترمپ په وینا ۵۹ هیوادونو په غزه کې په بین المللي ماموریت کې له ګډون کولو سره لیوالتیا ښودلې ده او دغه اقدام کولی شي په سیمه کې د سولې له پایدارۍ سره مرسته وکړي.

مخکې تر دې د «کان» اسرائیلي شبکې رپوټ ورکړی و چې مصر، اذربایجان، قطر، اردن او انډونیزیا غزې ته د ځواکونو استولو له پاره خپله امادګي اعلان کړې ده. ترکیې هم ویلي دي چې د خپلو ځواکونو په استولو سره غواړي د اوربند د بهیر په څارنه کې ګډون ولري.

په ورته وخت کې اسرائیل په دې ماموریت کې د ترکي ځواکونو له موجودیت سره مخالفت کړی دی. که څه هم مخکې تر دې دونالد ترمپ د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند د موافقې په برخه کې د انقرې او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د رول ستاینه کړې وه.

قطر په ۲۰۲۳م کال کې په غزې تړانګه کې د جګړې د پیلیدو راهیسې د اسرائیل او حماس ترمنځ په غیر مستقیم مذاکراتو کې مهم نقش لوبولی دی او د مصر، امریکا او ترکیې تر څنګ د سولې د طرحې له تضمینونکو څخه شمیرل کیږي؛ چې له مخې یې د اکتوبر له ۱۰ څخه تر اوسه پورې یو نازک اوربند ټینګ دی.

د سوله ساتي ځواکونو د مستقر کیدو په اړه د امریکا پریکړه لیک

دیپلوماتیکو سرچینو اعلان کړی دی چې د سوله ساتو ځواکونو د مستقر کولو په پروګرام کې د قوماندانانو انتخابول، د پوځي ځواکونو استول او له ملګرو ملتونو او ګډون کوونکو هیوادونو سره همغږي شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په دې اړه وویل: «د څو ملیتي سوله ساتو ځواکونو ته مشروعیت ورکولو له پاره د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پریکړه لیک د ارزونې په حال کې دی. ګډون کوونکي هیوادونه په دې ماموریت کې د حضور پيدا کولو له پاره بین المللي اجازې ته اړتیا لري او زمونږ قانوني ټیم د هغې طرحه جوړوي.»

اسرائیل په غزه کې د یوه لوی پنډغالي د جوړولو پلان لري

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب