د وينزويلا سياستوالې د نوبل د سولي جایزه ګټلې
۱۴۰۴ مهر ۱۸, جمعه
د ناروې د نوبل کمېټې مشر يورګن واتنه فرېدنس، نن، جمعه (د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر ۱۰) وويل چې ماريا کورينا ماچادو دا جایزه د وينزويلا د خلکو د دیموکراتیکو حقونو د ودې له پاره د نه ستړي کیدونکو فعاليتونو» له کبله ګټلې ده.
نوموړي د اپوزيسیون دغه سياستواله د «سولې اتله» وبلله چې «پر واک باندې د وينزويلا د حکومت د کلکې سلطې د نرمولو هڅه کوي.»
اړونده موضوع: د ۷ جګړو ختمولو ادعا: ایا ترمپ د سولې د نوبل جایزې مستحق دی؟
فرېدنس زياته کړه: «ديموکراسي په هغو کسانو پورې اړه لري ... چې پر جدي خطرونو سربیره جرات کوي او مخ پر وړاندې قدم ږدي.»
سږ کال ۳۳۸ کانديدانو د نوبل د سولې جایزې ګټلو له پاره سيالي کوله چې ۲۴۴ یې شخصيتونه او ۹۴ سازمانونه وو چې د تېر کال په پرتله ۵۲ کانديدان ډېر ول. د نوبل د سولې جایزې ته د کانديدو هويت د ۵۰ کلونو مودې له پاره پټ ساتل کيږي.
تېر کال دا جایزه د جاپان د سولې سازمان «نيهون هیدانکيو» ته ورکړل شوې وه. دا ټولنه له اتومي وسلو څخه د پاکې نړۍ له پاره مبارزه کوي.
په پام کې ده چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به د نوبل د اقتصاد جایزې ګټونکی يا ګټونکې هم اعلان شي.
اړونده موضوع: فلسطینی سازمان د«نوبل د بدیلې جایزې» گټونکی سو
په روانه اوونۍ کې د نوبل د طب، فزيک او کيميا د ګټونکو نومونه په ډاګه شول.
د نوبل جایزه د ۱،۱ ميليون امريکايي ډالرو نغدي جایزه هم له ځان سره لري. د دې جایزو د اهدا کولو مراسم به د ډسمبر میاشتې پر ۱۰مه نيټه ترسره شي چې د دې جایزې د بنسټ ايښوونکي الفريد نوبل د زيږېدو ورځ ده.