1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

زيلنسکي د هوايي دفاع غوښتنه وکړه

۱۴۰۴ آذر ۸, شنبه

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي د شنبې په ورځ وويل چې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي، وروسته له هغه چې روسيې يو ځل بيا پر اوکراين د ۳۶ توغنديو او نږدې ۶۰۰ ډرونونو بریدونه وکړل.

https://p.dw.com/p/54UI2
د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي
د زيلنسکي په وينا، د شنبې شپې تر ټولو اصلي هدفونه د انرژۍ بنسټيزې زيرمې او ملکي ودانۍ وېانځور: POU/ROPI/picture alliance

د زيلنسکي په وينا، د شپې تر ټولو اصلي هدفونه د انرژۍ بنسټيزې زيرمې او ملکي ودانۍ وې. هغه د کیف او شاوخوا سيمو په استوګنيزو ودانيو کې د پراخو ويجاړيو او اورلګیدنې خبر هم ورکړ او یو ځل بیا یې د اوکراین له متحدینو څخه وغوښتل چې د دغه هېواد دفاعي وړتیاوې پیاوړې کړي.

زيلنسکي په «ایکس» کې ولیکل: «موږ باید یوه ورځ هم ضايع نه کړو چې د خپلو هوايي دفاعي سیستمونو لپاره کافي توغندي ولرو او هر هغه څه چې زموږ د ساتنې لپاره اړین دي، باید برابر شي.»

هغه بیا پر اروپايي ټولنې غږ وکړ چې که مسکو خپل بریدونه ونه دروي، هغه میلیارده یورو روسي دولتي شتمنۍ چې په بلجیم کې د بندیزونو له امله کنګل شوې دي، باید اوکراین ته آزادې شي.

په عین وخت کې، زیلنسکي ټینګار وکړ چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ټولو شریکانو سره خبرې ضروري دي. اوکراین دا مهال له امریکا متحده ایالات او اروپايي هېوادونو سره د روسیې سره د سولې پر یوه طرحه خبرې کوي.

تمه کېږي چې د راتلونکې اوونۍ په لومړۍ نیمایي کې د امریکا استازي هم مسکو ته ولاړ شي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري وړاندیز شوې طرحې په اړه خبرې وکړي.

 آرشیف - د ۲۰۲۵م کال د نومبر په ۲۳مه د اوکراین د انرژۍ تاسیساتو یوه برخه چې د روسیې په حمله کې لګېدلې ده
روسیې په وروستو کې پر اوکراین د توغندیو او ډرونونو بریدونه یو ځل بیا ډېر کړي دي دغه انځور د ۲۰۲۵م کال د نومبر ۲۳مې نېټې دیانځور: Carlo Bravo/Anadolu/picture alliance

د ټرمپ لخوا وړانديز شوي سند په پیل کې ۲۸ ټکي لرل. د جنېوا له خبرو وروسته د اوکراین او اروپايي ټولنې وړاندیزونه پکې ور زیات شول چې د کرملین په وینا روسیې ته هم د ارزونې لپاره وړاندې شوي دي. دونالد له کله نه چې سپینې ماڼۍ ته راغلی پهاوکراین کې د جګړې د پای له پاره ېې هڅې روانې کړي دي.

کیف د بریدونو تر شدید فشار لاندې

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل چې په کیف کې د شپې له لوري ترسره شوو روسي بریدونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.

د ښاروال ویتالي کليچکو په وینا د همدې اوونۍ په پیل کې هم په ورته شپنیو بریدونو کې اووه کسان وژل شوي وو.

د اوکراین د انرژۍ وزارت تازه بریدونه د هېواد د انرژۍ پر بنسټیزو سیستمونو «یو پراخ ګډ برید» وباله. د رسمي شمېرو له مخې، په پلازمېنه کې شاوخوا ۵۰۰ زره کسان د برېښنا له پرې کېدو اغېزمن شوي دي.

د روسيې د دفاع وزارت وويل چې د انرژۍ له تاسیساتو سره یو ځای د وسلو کارخانې هم په نښه شوې دي. د وزارت په وینا، دا د هغو بریدونو ځواب دی چې اوکراین پر روسي هدفونو کړي دي.

د روسيې د دفاع وزارت ادعا کوي چې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې یې ۱۵۸ اوکرایني ډرونونه ویشتلي دي. د معمول په څېر، وزارت د خپلو بریدونو د پایلو یا احتمالي زیان په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي.

ډرونونه څرنګه په اوکراین کې جګړې ته بله بڼه ورکوي؟

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.