1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پناه غوښتونکو ته د جعلي اسنادو په تور د يوې ايرانۍ محاکمه

۱۴۰۲ اردیبهشت ۶, چهارشنبه

یوه ایرانۍ ښځه چې د آلمان په کولن کې مسافرتي شرکت لري، ایراني مهاجرو ته د «غیر قانوني خدماتو» برابرولو په تور محاکمه کیږي. نوموړې تورنه ده چې جعلي پاسپورټونه یې جوړ او د سفارت او هوايي ډګر کارکوونکو ته یې رشوت ورکری دی.

https://p.dw.com/p/4QZ09
Siegauen-Vergewaltiger Prozess in Köln
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

د کولن ښار د ځايي ورځپاڼې د یوه راپور له مخې، یوه ۴۲ کلنه ایرانۍ ښځه او د یوه مسافرتي شرکت مدیره چې له تهران او کلن څخه یې فعالیت کاوه، د «غیر قانوني کړنو» په تور نیول شوې ده. هغه چې په انټرنېټ کې یې آلمان ته د مهاجرت «هر اړخیزه او پرته له ستونزو کڅوړه» اعلانوله، تورنه دی چې له مهاجرو څخه د زیاتو پیسو د ترلاسه کولو په بدل کې یې پاسپورټونه جعل کړي او د سفارت او هوايي ډګر کارکوونکو ته یې رشوت ورکړی دی.

په دې اړه اړوند مطلب: د جرمني عالي محکمې یونان ته د مهاجرو له استولو سره مخالفت وکړ
د عمومي څارنوالۍ په وینا د دغې ۴۲ کلنې ښځې غیر قانوني فعالیت د ۲۰۱۶ کال په مني کې پیل شو. نوموړې تورنه ده چې آلمان ته د غیر قانوني مهاجرو انتقالولو یوې ډلې غړې ده او د هغې لور او ورور هم له دغې ډلې سره همکاري کوله. څارنوالۍ دغه ښځه په ۱۵ غیر قانوني کړنو تورنه کړې ده. د کولن ځايي ورځپاڼې لیکلي چې د دې ښځې فعالیتونه د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې هغه مهال پیل شول چې یوه ایرانۍ ښځه او د هغې څلور کلن زوی یې د سوداګرۍ په ویزه ایټالیا او له هغه ځایه جرمني ته راوړل. دغې مېرمنې په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې او لامل یې د عیسویت منل او له دې کبله په ایران کې ځورونې په ښودلی وو.

اړوند مطلب: يوه کس څرنگه د آلمان له دولته په جعل کارۍ ميليونونه رايستلي؟
د مسافرتي شرکت مالکې د جعلي ویزې د ترلاسه کولو لپاره د ۴۲ زره یورو معادل پېسې ترلاسه کړي دي. ویل کیږي چې نوموړي په ایران کې د ایټالیا په سفارت کې یوه منځګړي ته د دې کار لپاره پیسې ورکړې دي. دې ډلې دې منځګړي ته د مراجعینو د انتظار ټکټ شمیره ورکړه ترڅو د اړونده شمیرې وار ورسېږي نو هغه به یې کارونه سرته ورسوي.


د دغه راپور له مخې، دې تورنې بېلابېل رسمي پاسپورټونه هم درلودل او خپلو پېرېدونکو ته یې سپارل. ویل کیږي چې نوموړي د ترکیې د هوايي ډګر کارکوونکو ته پیسې ورکړي چې د پاسپورټ عکس ته دې ډیر پام نه کوي. د فرانکفورت په هوايي ډګر کې، وروسته له هغه چې د درغلۍ یوه قضیه وموندل شوه، هغه سړی چې پخوا یې خپل پاسپورټ ټوټه ټوټه کړی و او په تشناب کې یې غورځولی وو، بیرته ایران ته واستول شو.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د بډایه پېرېدونکو لپاره بیلابیل خدمات

داسې ویل کیږي چې د هغو کسانو لپاره چې د «ټاکل شوي نرخ» څخه ډیرې پیسې ورکوي چې شاوخوا ۱۰ زره یورو دي، د تېښتې کیسه هم جوړیدله.
په راپور کې راغلي چې تورنې د پناه غوښتنې تر کار لاندې دوسيو له درکه  ۲۴۷ زره یورو عاید لرلی دی. په داسې حال کې چې د هغې ملګري تر دې مخکې په بند محکوم شوي وو او دا ایرانۍ ښځه د څو کلونو لپاره پټه وه. دغه ښځه د تیر کال په اګست میاشت کې آلماني چارواکو ته تسلیم شوه او له هغه وخت راهیسې په توقیف کې ده او اوس تر محاکمې لاندې ده.