آلمان ټولنیزو شبکو ته د کوچنیانو د لاس رسي بندیز ارزوي
۱۴۰۴ بهمن ۲۸, سهشنبه
آلمان ټولنیزو شبکو ته د کوچنیانو د لاس رسي په اړه د لاسختو بندیزونو د وضع کولو په هکله د خبرو اترو په حال کی دی.
د سوسیال ډیموکراټ گوند چې د محافظه کاره مسیحي ډیموکراټ او مسیحي سوسیال گوندونو ائتلافي شریک دی، له دغو محدودیتونو سره موافق دی او وړاندیز کوي چې له ۱۴ کلونو کښته عمر لرونکي کوچنیان دې په رسمي توگه له دغو پلتفورمونو څخه د استفادې کولو څخه منع سي.
د سوسیال ډیموکراټ گوند مشر او د صدراعظم فریدریش میرڅ مرستیال، لارس کلینگبایل د شپیگل خبري مجلې ته وویل چې روښانه مقرراتو ته اړتیا لیدل کیږي.
هغه زیاته کړه:«په ټولنیزو رسنیو کې د کرکې خپرولو او تاوتریخوالي له سیلاب څخه د ځوانانو ساتنه یو اساسي لومړیتوب دی.»
اړونده موضوع: په افغانستان کې ټولنیزو رسنيو ته لاس رسی محدود شوی
د سوسیال ډیموکراټ د گوند مشخص وړاندیزونه کوم دي؟
هغه یو سند چې د ایالتي سیاستوالو او سوسیال ډیموکراټ گوند د استازو له خوا په پارلمان کې د بحث له پاره لاسلیک سوی دی، لاندې وړاندیز سوي محدودیتونه لري:
-
ټولنیزو شبکو ته له ۱۴ کلونو کم عمر لرونکو کوچنیانو ته د بشپړ لاس رسي بندیز
-
له ۱۴ څخه تر ۱۶ کلونو عمر لرونکو له پاره په ټولنیزو شبکو کې د ځوانانو د ځانگړې نسخو جوړول، پرته له دې چې د الګوریتمي فیډونو، شخصي کولو محتواوو، بې پایه سکرول کولو، او اتوماتیکو ویډیوگانو په څیر ځانگړتیاوې ولري.
-
له ۱۶ کلونو پورته کاروونکو له پاره، داسې الگوریتمونه چې ویدیوگانې او د ټولنزیو شبکو نورې محتواوې پیشنهادوي، په اتوماتیک ډول غیرفعاله وي او که کاروونکي وغواړي هغه په خپله فعاله کړي.
د سوسیال دیموکراټ گوند دغه وړاندیز د مسیحي ډیموکراټ د محافظه کاره گوند له ورته طرحې وروسته مطرح سو؛ داسي یو گوند چې له ۱۶ کلونو کم عمر لرونکو کسانو له پاره یې له ټولنیزو شبکو څخه د استفادې د منع کولو غوښتنه کړې او په پام کې ده چې هغه په خپله گوندي کنگره کې بحث کولو ته وړاندې کړي.
پر محدودیتونو باندې د توافق احتمال ډیر دی
په ائتلافي حکومت کې سیاسي فشار د محدودیتونو د وضع کولو له پاره د حکومت د اقدام احتمال لوړ کړی دی؛ دا په داسې حال کې چې په آلمان کې د رسنیو مقررات د ایالاتونو پرغاړه دي او د هیواد په کچه د مساوي مقرراتو د رامنځته کولو له پاره، پراخه همږغي لازمه ده.
اړونده موضوع: د کاناډا لومړی وزیر وايي پر ټيک ټاک بنديز یې ماشومانو ته هم ګټه رسولې
دغه بحث هغه وخت پرلاره واچول سو چې ځینو نورو هیوادونو ورته پریکړه کړې او یا یې هم په نظر کې لري.
مخکې له دې آسترالیا له ۱۶ کلونو کم عمرلرونکو کسانو له پاره له ټولنیزو شبکو څخه استفاده منع کړه او په اروپا کې هم ټولنیزو شبکو ته د کوچنیانو د لاس رسي د محدودولو په اړه بحثونه زیات سوي دي.
د آلمان حکومت تیرکال پر نوو ځوانانو باندې د آنلایني زیانونو د څېړلو په هکله یو ځانگړی کمیسیون وټاکه. په پام کې ده چې د نوموړي کمیسیون د څېړنو رپوټ به د روان کال په وروستیو کې خپور سي.