1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د آلمان پوځي ماموريت؛ لس ميليارده يورو

۱۳۹۸ آبان ۲۵, شنبه

په افغانستان کې د آلمان د پوځي ماموريت بوديجه د ماليه ورکونکو له خوا تمويليږي. د رسنيو د رپوټونو په حواله، دغه پوځي ماموريت تر اوسه پورې نژدې لس ميليارده يورو لګښت لرلی دی.

https://p.dw.com/p/3T9h7
Symbolbild | Deutschland | Militär
انځور: picture-alliance/dpa/Pool/K. Nietfeld

د (تي-آنلاين) خبرې مجتمع د رپوټ په حواله، اوس مهال په افغانستان کې د آلمان پوځي ماموريت په کال کې څه باندې ۳۰۰ ميليونو يورو ته اړتیا لري. په دې اساس، د ماموریتونو لګښت پورته تللی دی. دغه خبر د آلمان فدرالي حکومت، د دغه هيواد په پارلمان کې د کيڼ اړخو د يوې پوښتنې په ځواب کې د ورکړل شوو معلوماتو له مخې ورکړل شوی دی.

د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخو استاځي، الکساندر نو، ويلي دي چې د دغه لوړ لګښت سره سره، بيا هم په افغانستان کې امنيتي وضعيت او ثبات ښه شوی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان دفاع وزيرې انه ګريت کرامپ کارانباور هم په دې وروستيو کې ويلي دي چې غواړي هيواد يې د ملي امنيت د يوې شورا په رامنځ ته کيدو او د پارلمان د چټکو تصميمونو په نتيجه کې د لا لويو پوځي مسئوليتونو له پاره چمتو کړي.

Afghanistan Ausbildung der Nationalarmee in Mazar-e Sharif
افغان ځواکونو ته روزنه - مزارشريفانځور: picture-alliance/dpa/J. McDougall

کارنباور د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د نوامبر ۱۴مه) د آلمان په مونشن ښار کې وويل چې له هرې خوا يې اوريدلي دي چې آلمان بايد په (نړيواله کچه) د يو «اصلي ځواک» په حيث رول ولري. د آلمان دفاع وزيرې د خپل د دغه وړانديز دليل، له نړيوال تروريزم او ظالمو قدرتونه څخه سرچينه اخیستونکي خطرونه وښودل.

د آلمان د دفاع وزارت د کلني رپوټ پر اساس، په ۲۰۱۸م کال کې د آلمان په خپلو ټولو بهرنيو ماموريتونو کې ۳۸۵۲ آلماني عسکرو برخه اخيستې ده. ويل شوي چې پر دغو ماموريتونو په مجموع کې ۹۷۵ ميليون يورو لګيدلي دي.

د آلمان پوځ په افغانستان کې خپل ماموريت ۱۷ کاله مخکې پيل کړی چې اوس هم د ناټو د «غوڅ ملاتړ» ماموريت په چوکاټ کې افغان امنيتي ځواکونو ته د روزنې او مشورو په برخه کې فعاليت لري.

د افغانستان تر ماموريت وروسته، د آلمان د پوځ تر ټولو ډير لګښت لرونکی ماموريت په مالي هيواد کې دی چې نژدې ۲۸۶ ميليونه يورو پرې لګيدلي دي. د مالي هيواد په ماموريت کې د آلمان ۹۷۵ تنه سرتيري ګډون لري.

په افغانستان کې د شاوخوا اتلسو کلونو راهيسې نړيوال ځواکونه ميشت دي، خو له دې سره سره دغه هيواد د طالبانو او په دې وروستيو کې د داعش تروريستي ډلې له خوا د ترسره شوو سختو خونړيو پيښو شاهد پاتې شوی دی.