1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

اروپايي اتحادیه: اوکراین به نوري مرستي تر لاسه کړي

۱۴۰۱ آذر ۲۴, پنجشنبه

له اوکراین سره د نورو مالي مرستو او انرژۍ بحران مسایل په بروکسل کي د اروپايي اتحادیې د سرمشریزي د اجنډا په سر کي قرار لري.

https://p.dw.com/p/4Kzcf
EU Parlament | Sakharov-Preis für die Ukraine
انځور: Frederick Florin/AFP

له اوکراین سره د نورو مالي مرستو او انرژۍ بحران مسایل په بروکسل کي د اروپايي اتحادیې د سرمشریزي د اجنډا په سر کي قرار لري. تر سرمشریزي لږ دمخه د اتحادیې غړي له کیف سره د ۱۸ ميلیارده یورو نوري مرستي پر ورکولو باندي سره متفق سول. 

د اتحادیې مشران غواړي چي نن د پنجشنبې په ورځ سربیره پردې د ګازو د قیمت له پاره د یوه معین حد ټاکلو اوسنۍ اوږدې شخړي ته د حل یوه لار پیدا کړي. 

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ، د خپل هيواد په پارلمان کي د یوې حکومتي اعلامیې پرمهال د ګازو د کمیدو څخه په هغه صورت کي اخطار ورکړ چي که چیري اروپایان د هغه د بيي له پاره یو معین لوړ حد تعیین کړي.